داڅوک دی اوداڅوک دی؟
ګرانو اودرنو لوستونکو یو ه ورځ دخیالونو اوفکرونو په نړی کښی تر ستونی پوری ډوب وم دخیال دنړی دانځورونو په هټی کښی دڅو چیغو انځورونو زما پام ځان ته داسی رواړوۍ چی یو تر بله په ټکر کښی وی اودواړه یی دعوامو ،مظلومو اوبیوزلو ملتیانو لپاره کارول کیدې غواړم ددی چیغو دانځورونو یوه یوه کوچنی کوچنی بیلګه درته راوړم٠ هو! یوه داسی ویل داڅوک دي ؟ چی زمونږ مکتبونه ښوونځي راسوزي ،زمونږ خويندی را ډاروي ،زمونږ وروڼه راوژني ،زمونږ بچي نه پریږدي چی زده کړه اوتعلیم وکړي پوه سي سبا ورځ خپل صنعت ته وده ورکړي او په خپلو پښو ودریږی وطن اوهیواد جوړ کړي نه نه مونږ نه ویریږو بیا به هم ورځو اوبیا به یی هم جوړوو اوبیابه یی هم جوړو،زمونږ امریکایی دوستان اودناټو نړیوالو ځواکونو ته دامنیت په ټینګښت کښی خنډونه راجوړوي خوتردی وروسته دقرآنکریم دیوه آیت یوه برخه داسي را پیاد سوه (تاسو دوستان مه نیسئ بغیر له دی څخه چی مؤمنان وي)اودیوه حدیث یوه برخه داسی را یاده سوه (دوستی هم دخدای لپاره وکړئ اودښمنی هم)اوهمدا رنګی دیوبل آیت یو برخه داسیي را یاده سوه (هیڅکله به راضی نسي له تاسو څخه یهود اونصاری ترهغه پوری چی پوره ددی پیروی ونکړئ )اوبل داسی ویل داڅوک دي ؟ چی زمونږ کورونه اوکلی راورانوي ،زمونږ خویندي اومیندي راکونډوي ،زمونږ کورو ته دشپی چاپې غورځوي نارینه مو دیباندی په ونو پورې تړي وهي یي, ټوکي یي اوپه ډیر ابلیسانه ډول زمونږ بچي را چغوي ،ښځی ،خویندی ،لوڼی اومیندی مو را ځوروي اوزمونږ دزنانه ووصندوقان په ډیر ه بی حیایي سره را سپړي سپین ږیري اومخور را څخه بیا یی بی عزته کوي یي ،بیدیانوی یی اوسپو سره یی لوڅ پوڅ په یو خونه کښی اچوی اوآن تردی چی دوهلو اوټکولو لاندی یی راوژنی ،دعوامو دسپر لی په موټرو ډزی کوی بمونه ورغورځوی ،تاریاک چی پکښی یو ه نیمه افغانی پکښي خوارو اوغریبو بزګرانو ته هم لاسته ورځی بندوی اوپرځای یی شراب چی ددوی دخپلو تولیداتو څخه دی په موټروموټرو راوړی اوپه ښکاره ډول یی پلوری ،زمونږ تنکی ځوانان هم دوی په شرابو اولوڅو اوبی حیا فلمانو روږدی کړی اودغفلت په خوب یی ویده کړل چی دتل لپاره دخپل کلتور اواسلامی اساساتو څخه ناخبره وی اوپه هرڅه کښی لکه او س دوی ته اړوی اوزمونږ تنکی حسین ځوانان ،نازولی پیغلی ،ښکلی ښځی دهغوی داړتیا په وجهه په دالرو اخلی اودجنسی مستیو لپاره یی کاروی اوس په بهرنی موسسو کښی زمونږ کاری وړتیا په پا م کښي نه نیول کیږی اوزمونږ حسن اوجنس دمقری لمړی شرط کڼل کیږی دډیری ځنډ اوګیچتیا څخه وروسته بیاهم پوه نشوم چی داڅوک دی اودڅوک دی داقضاوت نو تاسی درانه لوستونکی وکی چی داڅوک دی اوداڅوک دی؟
+
4 Dec 2007ساعت
10:40 AM  ليکونکی نسيم پسرلی
|