که څوک مینه ګنا ه بو لی زه کافر یم
دکافر سزا همداده چی په دارشی
تکه سره لمبه شه چی دوګورم
انجينر احمد جاويد حامد سليمانخېل
خور دی کړه ټکری په مخ راووځه
ځل وهه سپوږمی شه چی دی وګورم
کړه دبیا یاغی مینه څپه څپه
جوړه بحیره شه چی د وګورم
ورشه درقیب په کور تباهی کړه
جوړه زلزله شه چی دوګورم
ورکړه ددښمن ټوټی, کارغانو ته
جوړه محمداغه شه چی دوګورم
ورکه مینانو ته په غیږ کښی ځای
دسرخاب دره شه چی دوګورم
توی یی کړه ټانکونه تیاری کتار
دښت سقاوه شه چی دوګورم
خور بیا پسرلی که چی ښادی راشی
ګل شه دنرګس اویا لاله شه چی دوګورم
وسپړه ګلونه دی وشینده عطرونه دی
ګل شه دسنځلی اویامڼه شه چی دوګورم
وچیچه حامد ته خپلی شونډی دی
تکه سره لمبه شه چی دوګورم.
