تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







ټوکې ټکالی

 

يوه خان خپل نوکر ته وويل چې د باندی ولاړ سه او يو د اتلسو کالو زلمی راوله چې خپله لور ورکړم٠

نوکر تر نيمی لارې ولاړ او بيرته راوګرځېد او خان ته يې وويل چې که د اتلسو نه وو نو د نهو نهو دوه راولم؟

 

 

 

ښوونکی: ووايه چې پښتو ژبې ته ولې مورنۍ ژبه وايي؟

زده کوونکی: ځکه چې کله مور وينا شروع کړي بيا هيڅوک څه نسي ويلای٠

 

 

 

 

 

دوه زده کوونکي سره په خبرو وو چې له درسه يې شکايت درلود، يوه بل ته ويل چې راځه شېر خط واچوو که چېرې شېر وخوت نو پارک ته به ولاړ سو،که چېرې خط وخوت نو سېنما ته به ولاړ سو او که چېرې په بغل ودرېده نو مکتب ته به ولاړ سو.

 

 

 

+  27 Nov 2007ساعت 2:22 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 
 
 
 
 
دې ماشوم ته په غور سره وګورئ طالب ښکاري او که د بهرنيانو کوم غړی٠
 
 
 

 

لږ له ځانه وپوښتئ٠

 

 

+  30 Oct 2007ساعت 10:22 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


ما يې تيری نام ژاړه چې مير يې په خره سپور راوړ!

 

 

 سميع الله  صميم

 

 

د تيری نام فلم د کابل او ګڼ شمېر نورو ښارونو او بانډو ځوانان اخيستي وو، بده ورځ وه، د هر کور څخه به د کهانا پيار هی اوازونه راغبرګېدل، ټايګر به غرمبېدل، بطری به چارج شوې وې چې د ګهيځ او بېګا به يې نه لرل خو د شپې به يې تيری نام ميلمه کړی وو، هيواد ته نوی ديموکراسي راغلی وه ما ويل خدايه د دې تيری نام بدمرغه نه به څنګه خلاص سو؟ په همدې چرتونو کښې په ښار کښی روان وم چې مير يې په خره سپور راورسېد، ټولو ښاريانو ايمانتر ملا کړ او په مير پسی يې ورمنډی کړې، ما وې راوګرځئ چېری ولاړئ، دغه دين، غيرت او پښتو مو چاته پرېښودل؟ يوه پلن اورميږي چې ايمان يې تر ملا ؤ او غيرت يې ورپسې ځړېده نيږدی وو چې ترېنه ولويږي په قهر سره راغبرګه کړه ( ما وې چې څه خبره ده په ما دی ناوخته کړه تولسي تيره شوه) .

 

 

                                                                                       له عهد مجلې څه په مننه

 

+  23 Oct 2007ساعت 3:21 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

ټوکې ټکالی

 

 

 

  • ښوونکی(شريف ته): وړی څه ته وايي؟
  • شريف: ما ته معلومات نسته؟
  • ښوونکی: دا ستا کوټ له څه شی جوړ دی؟
  • شريف: ښه استاد، دا مې دپلار له پتلون څه جوړ دی؟

 

ښوونکی له زده کوونکي څه پوښتنه وکړه قاتل چاته وايي؟ زده کوونکي وويل: نه پوهېږم٠ ښوونکي وويل: که ته خپل پلار ووژنې نو تاته څه ويل کيږي؟ زده کوونکي ويل: يتيم٠

 

  • پوځي افسر(عسکر ته): ګوره د دښمن الوتکه رانږدې سوه ډزې په وکړه٠
  • عسکر: صيب، هغه خو تر اوسه ډېره لېرې ده، مرمۍ نيمايي ته هم نه ورسيږي٠
  • افسر: خير ده فرق نه کوي، دوه ډزې په وکړه٠

+  23 Oct 2007ساعت 2:37 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


د نړۍ د مخورو لقبونه او ځانګړنې

 

د زده کوونکو لپاره

 

نسيم پسرلی

 

اديسون ته دبرېښنا پلار وايي٠

ارسطو ته لومړی ښوونکی وايي٠

اينشتين د اتوم پلار باله سي٠

بقراط د رنځپوهنی(طب) پلار بولي٠

سقراط ته د ښو کړنو (اخلاقو) پلار وايي٠

فرانسوي لومير ته د سېنما پلار وايي٠

يوناني هومر ته د شعر پلار وايي٠

يوناني هرودت ته د تاريخ پلار وايي٠

پاګاني ني ته د موسيقي پلار وايي٠

فارابي دويم ښوونکی باله سي٠

فيثاغورث د رياضي د پوهې بنسټګر باله سي٠

ديوفانت د البر د پوهې بنسټګر باله سي٠

روسي مندليف د کيميا دجدول جوړونکی باله سي٠

 

 

 

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 2:20 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 
  په کراچي کي د جهاني په وياړ د ترسره سوي غونډي راپور

 

په کراچي کي ميشتوادبپالو او فرهنګپالو افغانانو د پښتو د وتلي او ستر شاعر او ليکوال محترم عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه ادبي غونډه د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر پر دوهمه د يکشنبې په ورځ په ( رم جهم هال- ګلشن اقبال) کي  جوړه کړه، چي ډېرو لر و  بر پښتنو برخه پکښې درلوده.
 غونډه د ماپښين پر۱بجه ښاغلي الحاج عبدالرشيد هاوند رسماً پرانيسته، وروسته محترم استاد عبدالروف منصف د پاک کلام څو مبارک آياتونه تلاوت کړه.
ورپسې درانه مشر شاعر او ليکوال محترم عبدالهادي ريشاء خپل پيغام او يو ښکلئ شعر واوراوه ښاغلي ريشاء په خبرو کي جهاني صاحب د پښتو  ادب چلچراغ وباله.
وروسته فرهنګپال افغان ښاغلي هاوندصاحب د جهاني صاحب لنډ ژوند ليک او يو شعر ولوست.
همدارنګه خپل په وار سره ښاغلي سيدامين الله امين،ښاغلي يوسف خط زيار، محترم ډاکټر عبدالفتاح، ښاغلي حسن  آغا، ښاغلي عبدالرحيم ريشاء او ښاغلي رحيم مومند خپلي ويناوي او شعرونه وړاندي کړل. او د جهاني صاحب څخه يې کورودانی وکړ .
د غونډي په دوهمه برخه کي د پښتو ادب ستوري جهاني صاحب و تربيون ته راولاړ سو او خپل شعرونه يې په خورا اخلاص سره  واورول  چي د ګډونکونکو په ولولو سره ولمانځل سول.
بيا نو د غرمي د ډوډۍ تر خوړولو وروسته د هنرمند فريد نويد لخوا د جهاني صاحب څو شعرونه د سندرو په قالب کي  وړاندي سول.
په پای کي خبريالانو د جهاني صاحب سره مرکې وکړې.
غونډه د ماښام پر  شپږوبجو پای ته ورسېده.


 

پردېس    

      له بينوا ويبپاڼې څخه په مننه                          

 

+  9 Sep 2007ساعت 11:2 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د عالمانو ویناوې

 

*د سيند په اوبو کې مخ پورته تګ قوت او جرات غواړي او د اوبو له جريان سره موافق تګ مړه کبان هم کولای سي

(اسمايلز)

*که زه د حقيقت په اظهار کې زيان ووينم پروا نسته خو چې حقيقت زما د چوپتيا په وجه زيان و نه ويني

(مترلينګ)

*بدبختي ده چې عقل او پوهه تربيه کوي

(ويکتور هوګو)

*ستاسی فکر چې هر څه وي تاسو همغه یاست، هیڅ امکان نه لري چې څوک له خپله فکره لوی سي یا د خپل فکر له حدودو څخه تجاوز وکړي.

 

(مترلینګ)

+  23 Aug 2007ساعت 12:11 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


   
نړۍ د امريکا پوروړې ده

 

د برتانيې صدراعظم ګورډن براون وايي نړۍ د امريکا په مشرۍ د تروريزم خلاف مبارزه کي د امريکې پوروړې ده.

نوموړي دغه څرګندوني د يکشنبې په ماښام په واشنګټن کي له جمهور رئيس بوش سره د ليدني پر وخت وکړې.

دا لومړى ځل دئ چي ګورډن براون په برتانيه کي د واک له ترلاسه کولو وروسته امريکا ته په سفر ځي.

ټاکل سوې ده چي نن به د دواړو مشرانو په دوهمه ناسته کي د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ مليبينډ او د هغه امريکايي سياله مېرمن کاندوليزا رايس هم موجود وي.

  دوى به د عراق، افغانستان، اېران، دارفور، کاسوو پر سياسي حالاتو او پر نړيوالو تجارتي او اقليمي موضوعاتو بحث وکړي.

 

عمر واحديار

 دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2007-07-30  ز                          

له بینوا ويبپاڼې څخه په مننه    

                                                                  
+  30 Jul 2007ساعت 2:39 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


هر چا وځورولم

 


ځينو په خپل عشق وځورولم، ځينو په کينه زما زړه ازار کړ، چا د عشق په زهرو زما ډوډی ولړله٠
چا زما د شرابو په پياله کې د کينې زهر توی کړه٠
مګر له هر چا نه هغه چا ډېر وځورولم چې نه يې راسره کينه پيدا سوه او نه مينه٠


                                                       "هانيه"

+  23 Jun 2007ساعت 4:20 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  |