تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







ښاغلو لوستونکو!

ښه راغلاست

 

له دې وروسته به دا پاڼه په دې پته نه سئ لوستلای، دا يي نوې پته ده٠

لاندي پته کليک کړئ(کښېکاږئ):

 

                                           www.bloguna.com/samoon                

 

                                                                                     مننه

                                                                                     ستاسي نسيم پسرلی

                                                                                     په پښتني مينه٠

+  29 Feb 2008ساعت 3:10 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د ستوری مجلی دویمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه

  

د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې خپرونه « ستوری » مجلی دویمه ګڼه چاپ او پر لیکه شوه د«ستوری » مجلی د لومړی کال په دویمه ګڼه کی د لرو او برو پښتنو، ادیبانو، شاعرانو، لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې ادبي، سياسي ،کولتوری او ټولنيزې ليکنی او شعرونه ځای شوی دی.

"ستورى " ستاسو خپرونه ده، ستاسې ليكنې، نيوكې ،مشورې او وړانديزونه په ورين تندي مني.

یادونه : دمجلی د اداری له خوا د «ستاسې ژبه، زموږ غوږ » د ليكونو او ځوابونو لړۍ ستاسې د ديني او ټولنیزو مساېلو حل ته ځانګړی شوې ده ، تاسی كولاى شي پدی اړوند خپلی پوښتنې راواستوۍ، ځوابونه به يې په ورين تندي ، په راتلونكيو ګڼو كې ترلاسه كړئ.

په درناوی

عرفان الله کوټوال

د تنر کلی ـ طلائی بانډه
د خاص کونړ ولسوالي
د کونړ ولایت / افغانستان
ټیلیفون :0093-772931465
magazine@kabirstori.comE-mail:

 

د« ستوری » مجلی د لوستلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

http://www.kabirstori.com/?page=StoriMojala

 

عرفان الله کوټوال

+  8 Jan 2008ساعت 3:33 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


پښتو ژبه او د ژباړې اړتيا

 

 

 

پرون د لېندۍ په ۲مه نېټه په كابل كښي د  پښتو او د ژباړې اړتياتر سرليك لاندي يو سيمينار داير سو، دغه سيمينار چي د افغان كلتوري ټولنو د جرګې لخوا جوړ سوى وو، بېلا بېلو چارواكو، پوهانو او ليكوالانو پكښي د ژباړې په اهميت او ضرورت خبري وكړې.

چې له دې جملې څخه ښاغلی غلام نبي فراهي د اطلاعات و كلتور وزارت مرستیال د همدې وزارت په نمايندګۍ، نورالحبيب نثار، عبدالغفور لېوال، استاد حبيب الله رفېع، استاداسدالله غضنفر، ډاكتر محمد اكبر اكبر، استاد اصف صميم، ډاكتر خوشحال روهي او پوهاند رسول امين د يادولو وړ دي.

د سيمينار په لړ كښي د ژباړې په اړه دوه مډاله وركول سول چي د ابو محمد هاشم سرواڼي مډال ښاغلي محمد زبير شفيقي ته او د ګيورګ مورګنسترن مډال آغلى نينسي هاچ ډوپرې ته وركړاى سو.

د ژباړې ماشين

د سيمينار ګډونوالو ته ډېره په زړه پوري وو چي د ښاغلي اسرار كريمزي په هڅو جوړ سوى او ګټه به يي دا وي چي د ژباړې موده لږ تر لږه ۹۰ سلنه رالنډه کړي، ښاغلى كريمزى د ګډونوالو په تودو چكچكو بدرګه سو او د پكتيكا والي ورته د يوه ښه كمپيوټر جايزه اعلان كړه.

د سيمينار په جريان كي د ژباړي لپاره ليكوالان وټاكل سول څو له نورو ژبو پښتو ته او له پښتو نورو ژبو ته ګټور اثار وژباړي.

د دغو ژباړل كيدونكو اثارو د چاپ لګښت بيا ځينو چارواكو په غاړه واخيست چي ځيني يي په لاندي ډول دي:

 

 

 

د اطلاعات و كلتور وزارت                             ۳ عنوانه كتابه

داود شينوارى                                           ۱ عنوان كتاب

 كرزى                                               ۱عنوان كتاب .....

غلام نبي فراهي                                        ۱ عنوان كتاب

شاه محمود مياخېل                                    ۱ عنوان كتاب

د ولسي جرګې وكيل ميرويس ياسيني           ۱عنوان كتاب

عارف نورزى                                               ۱عنوان كتاب

ډاكتر عبدالله لغمانى                                   ۱عنوان كتاب

علي اكبر ژوندى د عزيزي بانك مرستيال           ۱عنوان كتاب

ډاكتر فاروق وردګ                                        ۱عنوان كتاب

احسان الله كامه وال                                   ۲ عنوانه كتابه

ډاكتر صيب خپلواك د پكتيكا والي                   ۳ عنوانه كتابه

حاجي ظاهر قدير                                        ۴عنوانه كتابه

ډاكتر نجيب الرحمن امرخېل                           ۱عنوان كتاب

پوهنمل اسمعيل يون                                   ۱عنوان كتاب

 د ميدان وردګو والي صيب                             ۳عنوانه كتابه

    كلتوري ودې ټولنه جرمني زرين انځور            ۵عنوانه كتابه  

 

د سيمينار په پاى كښي د افغان كلتوري ټولنو د جرګې ويبپاڼه د ښاغلي استاد صميم په لاس پرانستل سوه او د ژباړې په نامه د يوې مجلې د خپرولو اعلان وسو.

 

www.jarga.net/org

 

 

 

 

له غونډې وروسته د ځينو ملګرو عكسونه:

 

 

 

 

 

 

له ښۍ خوا: شاعر ورور ګل خان ګلاب، تكړه ليكوال او شاعر نورالحبيب نثار،محمد نعيم، پوهنمل اسمعيل يون او تكړه ژورنالست نقيب الله متونوال.

 

 

 

 

 

له ښۍ خوا: محمد نعيم، شاعر او ليكوال باز محمد عابد، ډاكتر ابراهيم شينوارى، پوهنمل اسمعيل يون او نقيب الله متونوال.

 

 

 

 

 

له ښۍ خوا: ډاكتر صيب خوشحال روهي، نسيم پسرلى، نورالحبيب نثار، نقيب الله متونوال او....

 

 

له ښۍ خوا: نسيم پسرلى، ليكوال او شاعر ګل اغا احمدي وردګ او محمد نعيم.

 

 

 

 

 

اسرار كريمزى

 

 

 

 

 

نقيب الله متونوال

 

 

 

 

 

 

له ښۍ خوا: محمد نعيم، بازمحمد عابد او نسيم پسرلى.

 

 

 

 

له ښۍ خوا: د زړونو شاعر پيرمحمد كاروان او نسيم پسرلى.

 

 

 

 

 

 

له ښۍ خوا: ليكوال غلام ولي نوري، ليكوال او ژورنالست حميد فراز، ژورنالست اجمل سوله مل او ليكوال حكمت الله سروش.

 

 

 

 

 

 

له ښۍ خوا: نقيب الله متونوال او ګل اغا احمدي وردګ.

 

 

 

 

 

له ښۍ خوا: عزت الله پېژاند او پروفيسر شينډنډی

 

 

پروفيسر شينډنډی

 

+  24 Nov 2007ساعت 1:15 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


لنډ راپور

 

پرون د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د اقتصاد په اديتوريم کښي د

 (ژبوله منځه تګ او دمخنيوي لاری چاري) په موضوعيوه غونډه تر سره

 سوه٠
دغه غونډه چي دبرتانيی دسفارت له خوا ترتيب سوې وه مېرمن ريچارډ

 هين دامريکا دشيکاګو پوهنتون د بهرنيو ژبی پروفيسرې غونډې ته وينا

 وکړه٠
نوموړې په نړی او افغانستان کي دژبو د له منځه تګ په اړه تفصيلي

 خبرې وکړې او و يی ويل چي په افغانستان کي پشه يي ژبه د له

منځه تګ په حال کي ده چي مخه يي بايد ونيول سي٠


نوموړې د ژبو د له منځه د مخنيوي په لارو چارو هم په تفصيل سره

 وږغېده، او د محصلينو پوښتنې يي جواب کړې٠

 

 

+  15 Nov 2007ساعت 11:26 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


مرکه

      

مرکه کوونکی:نسيم پسرلی

 

 

د کانکور ستونزې او دحل لارې يې

 

 

هر کال ولې په ډېر شمېر کې زده کوونکي د کانکور په ازموينه کې پاته راځي؟ د پاته راتګ لاملونه څه دي؟ څوک پړه دي؟

 

افغانستان په تېرو څو لسيزو کې په هر ډګر کې داسې نه جبرانېدونکې زيانونه ليدلي چې ډېر د اندېښنې پارونکي دي، له دغو زيانونو څخه ډېر د اندېښنې وړ د زده کړو او بيا په خاصه توګه د لوړو زده کړو ستونزه ده چې تر څو لسيزو وړاندې هيچا ورته اهميت نه ورکاوه خو د جنګ په وروستيو کلونو کې تر ډېره حده دا شعور له خلګو سره پيدا سوی چې همدا لوړې زده کړې دي چې د هيواد د پرمختګ ډولۍ پر اوږو مخته وړي ، د طالبانو د امارت په جريان کښې خو د لوړو زده کړو لپاره ځکه د هېواد په د ننه کې چا زړه نه ښه کاوه چې د جنګ او جګړو وېره وه ان چې د هېواد په شمال کې لا د جګړې اور تود وو، د طالبانو د امارت د پرځېدو او د حامد کرزي په مشرۍ تر څه حده د پرديو په مټ ولاړې ادارې په رامنځته کېدو سره چې خلګو ته د هېواد د ارامۍ او سوکالۍ يو څه هيلې ټوکيدلي او د لوړو زده کړو نظام تر څه حده رغېدلی هم دی نو ډېرو زده کوونکو لوړو زده کړو ته زړه ښه کړی او په ډېره لوړه کچه زده کوونکي د لوړو زده کړو د موسسو او پوهنتونونو ته د جذبېدو لپاره د کانکور ازموينې ته تيارۍ نيسي، دغه زده کوونکي له ځينو ستونزو څخه شکايت لري، د دغو زده کوونکو ستونزې څه دي او پړه يې د چا پر غاړه ده؟

د همدې ستونزو په اړه مې په کابل کې د يو خوست ميشتي زده کوونکي سره مرکه کړې چې غواړي سږکال د دوهم ځل لپاره په دې ازموينه کښې ګډون وکړي، ستاسې پام همدې مرکې ته را اړوم٠

پوښتنه: ښاغلی وروره! که په لومړي سر کښې خپل ځان لږ په اوږدو را وپيژنئ او دا هم را ته وواياست چې په کوم کال مو د لومړي ځل لپاره د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی وکړ؟

ځواب: زما نوم حبيب الله حيدري د خوست ولايت د موسی خيلو د ولسوالی اوسيدونکی يم، په کال ١٣٨٥ کې د خوست له الفتحې له لېسې څخه فارغ شوی يم،چې په همدې کال د ٢٢٥ نمرو په اساس د کانکور په ازموينه کې بې نتيجې پاته شوی يم، چې په خوست کې د تکړه استادانو د نشتوالی له کبله اوس په کابل کښې د کانکور ازموينې د تيارۍ لپاره درسونه وايم٠

پوښتنه: ښاغلی حبيب الله تاسې وويل چې په لومړی ازموينه کښې بې نتيجې سوئ، د خپل پاته راتګ پړه په چا ور اچوئ ، ايا ته، ښوونکي، اوکه يا د زده کړو او يا لوړو زده کړو و زارت مسوول دی؟

ځواب: له اساسه، په لومړي سر کې د معارف وزارت پړ دی ځکه چې له لومړيو ټولګيو يې راته مسلکي استادان نه وو استخدام کړي، يا يې هم استادانو ته په پوره ډول د هغوی معاشونه ندي ورکړي چې په بدل کښې استادانو موږ ته پوره او صحيح درس نه دی راکړی ځکه چې هغوی به د خپلو اقتصادي ستونزو د رفع کولو لپاره له استادۍ سره سره کوم بل کار هم کاوه چې زموږ درسونه به پاته وو٠په دوهم پړاو کې چې کله موږ د لوړو زده کړو لپاره راځو نو دلته هم لويه ستونزه داده چې دوی ډېر زده کوونکي پوهنتونونو ته نشي جذبولای او هر کال په زرګونو تکړه زده کوونکي بې سرنوښته ګرځي او يا هم له تعليمه توبه ګار کيږي٠

پوښتنه: د لوړو زده کړو د وزارت خبره مو وکړه، دغه وزارت د زده کوونکو د پاتې راتګ يوه وجه دا بولي چې ګويا ټوله زده کوونکي د پوهنځيو د انتخاب په وخت له خپلې سويې څخه لوړې(لکه د طب او انجينري) پوهنځی انتخابوي، ايا تاسې هم همداسې واست؟ او همدا وجه صحيح ګڼئ او که يه؟

ځواب: دا صحيح خبره ده چې زده کوونکي د سويې څخه پورته پوهنځۍ انتخابوي او هم په څنګ کې ورسره ډيرې ټېټې پوهنځۍ هم انتخابوي خو هغو پوهنځيو ته هم نه ورکول کيږي٠

پوښتنه: خو ښاغلی حيدرې! د لوړو زده کړو وزارت د امکاناتو د کموالی خبره کوي، که فرض کړو چې ته دلوړو زده کړو وزير سې نو ددې لپاره چې ډېر زده کوونکي د لوړو زده کړو موسسو ته جذب سي تاسې به لومړی پلا کوم ګامونه اوچت کړئ؟

ځواب: زه به په اول قدم کښې به د لوړو زده کړو د موسسو تر څنګ به د تخنيکي لوړو زده کړو موسسو ته په جدي ډول پاملرنه وکړم او و به يې رغوم څو د ګران هېواد زده کوونکي له لوړو زده کړو څخه محروم پاته نشي٠

پوښتنه:هغه زده کوونکي چې په تېرو کلونو کښې د کانکور په ازموينو کې پاته راغلي دا شکايت لري چې د کاميابېدلو لپاره واسطه لرل او يا هم د بډو او رشوت ورکول مهم دي که نه نو دا چانس کم دی چې څوک کامياب سي تاسې په دې اړه څه واياست؟

ځواب: دا مشکل هم زيات دی چې کاميابېدل اکثره په واسطه او د بډو په ورکولو کيږي٠ لکه، تېر کال د کانکور له ازموينې وروسته او لا د نتېجې د اعلان وروسته د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدير عليشاه پکتياوال دوه کسه د کمپيوټر کارکوونکي ونيول چې د بډو په واسطه يې ډېر زده کوونکي په غير قانوني ډول د لوړو زده کړو موسسو ته معرفی کړی وو، داسې ډېرې نورې بېلګې شته چې يادول يې اړين نه بولم٠

پوښتنه: د وروستۍ پوښتنې په توګه، هغو زده کوونکو ته مو پيغام يا لارښوونه څه ده چې سږ کال د کانکور په ازموينه کې ګډون کوي ؟

ځواب: هغه زده کوونکي چې سږ کال د کانکور په ازموينه کښې ګډون کول غواړي وايم چې: د خپلې سويې او پوهې سره سم پوهنځي انتخاب کړي چې هرې پوهنځۍ ته بريالی شي په خپل شوق سره دی د هغې پوهنځۍ لوستلو ته ادامه ورکړي، او هغه کسان چې په ازموينه کې پاتې راځي ناامېده کيږي دې نه او د بياځلې لپاره دې دې ازموينې ته په کلکه تياری ونيسي٠

 

                                                                                            پای

+  23 Oct 2007ساعت 3:15 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د نړۍ اووه ګوني عجايب غوره سول

 

 

د نړۍ د اووګونو عجايبو د ټاکني له پاره د رايې ورکولو پايلې د شنبې

 په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پرتګال په پلازمينه لېسبون کې

 اعلان سوى. د رايې ورکولو په دغه بهير کې دنړۍله ګوټ،ګوټ څخه

نيږدې سل ميليونو تنو رايي ورکړي دي.


د نړۍ نوی اووه ګوني عجايب په دې ترتيب دي:

 


۱-د چين لوي ديوال:

 

 

 

د چين لوي ديوال
 
 
 

 

                                           ۲-په هندوستان کې دتاج محل ودانۍ :

 

 

 
 
په هندوستان کې دتاج محل ودانۍ
 
 
 
 
۳-په اردن کې د پترا تاريخي بنا:
 
 
 
 
په اردن کې د پترا تاريخي بنا
 
 
 
 
 

۴-په ايټاليا کې د کلوسيوم تاريخي ودانۍ:
 
 
 

په ايټاليا کې د کلوسيوم تاريخي ودانۍ
 
 
 

۵-په برازيل کې د مسيح مجسمه:
 
 



په برازيل کې د مسيح مجسمه 
 
 
 
 

۶-په مکسيکو کې د چيچن ايتزا هرم :
 
 
 


په مکسيکو کې د چيچن ايتزا هرم
 
 
 
 

۷-په پيرو کې دمچو پيچو تاريخي ښار
 
 
 


په پيرو کې دمچو پيچو تاريخي ښار

 

                                                                                           

                                                                     عکسونه له غورځنګ ويبپاڼې څخه په مننه

+  31 Jul 2007ساعت 12:39 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


خبرتیا

 

 

د ننګرهار ولايت د ادبي بهير ويبپاڼه پر ليکه سوه، چې د ټولو فرهنګيانو او فرهنګپالو ليکنې او مضمونونه خپروي٠ د پاڼې د کتلو لپاره دا وروستنۍپته کيکاږئ.   

                                       http://www.nengrahr.com/

 

+  30 Jul 2007ساعت 3:33 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


سنځل ګل

 

                                                                                        نسيم پسرلی

 

 

له څو کلونو را پدې خوا زموږ د ګران هيواد په مختلفو ولايتونو کې د مختلفو ګلونو تر نامه لاندی دميلی او مشاعرې جوړيږي چې وروستی ها يې هم د لوګر په ولايت کې د سنځلې ګل دوديزه ميله او مشاعره وه چې د همدې کال د جوزا پر ٤مه نيټه جوړه سوه٠

دغه غونډه د قرانکريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل سوه چې وروسته ترې د لوګر ولايت ښاغلي والي عبدالکريم هاشمي صيب د سنځل ګل د ميلې د تاريخ او اهميت په باب خبرې وکړې او ميلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه٠

له والی صيب وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت راليږلی پيغام ولوستل سو ،به غونډه له ګاونډيو ولايتونو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې د نندارچيانو لخوا په چکو بدرګه سول، غونډه د مازديګر تر ٤ بجو پورې روانه وه په پای کې شاعرانو ته تحفې وويشل سوی٠ پاته دې نه وي چې غونډه د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د لوګر  ولايت د ځوانانو او محصلينو د ټولنې او روشن مخابراتی کمپنۍ لخوا تنظيم سوې وه.

                              

                                               

+  2 Jun 2007ساعت 2:56 PM  ليکونکی نسيم پسرلی