تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







دافغانستان دكشالې دحل لارې چارې

 

 

                پوهنوال دوكتور دل آقا ( وقار )

 

 

دسپتمبر ديوولسم څخه وروسته افغانستان يو ځل بيا دنړيوالو دتوجه مركز وګرځيد ه او دنړۍ دګوټ ګوټ څخه تقريبا د۳۸ ملكونو او نيمه پوځي او نيمه پوځي قوتونه دلته ميشت شول ، خو ددې سره سره په دې خاوره كې دامن ، امان او روغې جوړې څرك چيرې له ورايه هم په نظر ونه برېښېده . بمبارونه ، انفجارونه ، او وژني ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دي ، خو كه لږ په غور سره فكر وكړو نو دافغانستان دكشالې په حل كې لاندې طرفونه اساسي رول لري او كه نوموړي طرفونه په اخلاص سره وغواړي نو دكشالې يو معقول حل راكاږلى شي او نوموړي طرفونه په لاندې ډول دي .

نړيواله ټولنه : زموږ او سني نظام دنړيوالې ټولنې دهلو ځلو زېږنده ده او دطالبانو دسقوط څخه وروسته دنړيوالو په مستقيمه مداخله رامنځ ته شوى او لا هماغسې قوي او پياوړى برېښي . دا چې نړيوال دافغانستان دكشالې په عسكري او پوځي حل كې پاتې راغلل نو كه په اخلاص سره وغواړي دقضيې دحل لپاره نورې ډېرې لارې هم شته چې ورڅخه كار اخيستلاى شي . لكه دظام دمخالفينو سره نيغ په نيغه خبرې اترې كول ، له هغوى سره دمذاكرې په ميز كښيناستل ، دهغوى غوښتنو ته غوږ نيول او داسې نور . خو كه نړيوال يوازې په عسكر ي اړخ دليونتوب په صورت كې ټينګار وكړي او نورې ټولې لارې شاته وغورځوي فكر كوم چې دا به دهغوى لويه غلطي او دماتې ستر عامل وي او دا ځكه چې په دې تيرو څه كم شپږ كلونو كې عسكري بريد څه ګټوره نتيجه ورنه كړه بلكې دنړيوالو تلفات څو برابره زيات شول نو ښه خبره دا ده چې د جنګي او پوځي ناكامۍ لارې په ځاى كومه بله لاره چې دوى ته داړو يا خټو پوزه شي غوره كړي .

مسلح قوتونه : دافغانستان دقضيې بل موثر طرف مسلح قوتونه دي چې دحكومت دنفوذ اثر يې رامحدود كړى ده خو دا چې زموږ ملت دديرشو كلونو راهيسې داور په پټۍ كې سوزيږي ، كورونه يې وران او ګڼ شمير يې دهجرت په ديار كې دډيرو زياتو مشكلاتو سره ژوند تيروي دلوږې ، فقر او غريبۍ له كبله يې داغيارونوكړي شروع كړې نو اغيار دهغوى له دغه راز افتصادي ستونزو څخه نا جايزه ګټې اخلي او خپل كار مخكې بيايې . جنګ كه څومره موثر هم وي خو دديني ارزښـتونو په شمول پراخه تباهۍ له څانه سره راوړي لويه حوصله ، پراخه امكانات او دككريو تلفات غواړي په داسې حال كې چې دملت حال او احوال له هيچا څخه پټ نه دى نو كه مشكل دمعقولو خبرو له لارې حل كېدلاى شي بايد حل شي لكه څنګه چې وايي: ( كه غوټه په لاس خلاصېدلاى شي نو خولې ته څه ضرورت دى . ) ۳- ولس : دافغانستان مجاهد ولس هر وخت دخپل دين او خاورې دآزادۍ لپاره دسرونو دنذرانې په شمول دخپل كور او كوډلې څخه تير شوى او په هېڅ قيمت سره داسلام څخه پرته بل نظام نه شي منلاى ، كه نه نو دنجيب او روسانو سره به يې روغه جوړه كړې واى ، خو دا چې افغان مجاهد ولس دګوډاګي رژيمونو سره روغه جوړه دايمان منافي عمل ګاڼه نو ځكه خو يې ترهغه پورې دروسانو او دهغوى دګوډاګيانو په وړاندې خپل مقدس جهادته تر هغې پورې دوام وركړ تر څو يې چې دروسانو اخري سپاهي دآمو په پله په تيښته واړاوه ، نو اوس هم دولسونو څخه په كلكه غوښتنه كيږي چې له او زغم څخه كار واخلي ، دپرديو په خبرو او وعدو ونه غوليږي او په روان فرهنګي يرغل كې خپل ځان ، كورنۍ او بچيانو ته نجات وركړي او په عمومي توګه دخپل ايمان ، عقيدې ، مذهب ، كلتور او خاورې څخه په كلكه دفاع وكړي . ولس خق لري چې دخپلو سپيڅلو ارمانونو دترسره كولو لپاره حكومتي چارواكو سره محاسبه وكړي او دهغوى كړه وړه تر ژورې څارنې لاندې ونيسي تر څو ددوى دنيوكو او غبرګون په نتيجه كې چارواكي خپل ځانونه اصلاح كړي او كه ولس په دې اړه لكه دپيرو رژمونو په شان بې تفاوته پاتې شي نو بيا به ډېره ګرانه وي چې ديوه روښانه مستقبل په سيوري كې چيرته آرامه ساه واخلي او آرامه ژوند وكړي .

حكومت : حكومت او نظام منم چې دبهرنيو نړيوالو قوتونو دمرستې او لاس وهنې په نتيجه كې رامنځ ته شوى خو ددې معنى دا نه ده چې حكومت دحقايقو په وړاندې سترګې پټې كړي او داغيارو دخوښۍ په غرض يې هر پې شرمانه كار ته لاس اوږد كړى حكومت بايد دملت دارمانونو دترسره كولو په غرض دولس دسايكالوژي او غوښتنو سره سم ګام پورته كړي تردې چې دكاميابه پاليسۍ په اختيارولو سره دولسونو اعتماد ترلاسه كړي . دا چې يو شمير دولتي لوړ پوړي چارواكي په ولسونو كې هيڅ ځاى نه لري او فقط دخپل ديپلومات بكس سره پرولس تپل شوي او په خپل نظام ، حكومت او ولس اعتماد او باور نه لري تردې چې ځينو خو لا تراوسه خپل كورونه دهمدې بې اعتمادۍ په سبب له غرب نه نه دې راوړي نو له همدې كبله دحكومت اوولس ترمنځ ډېر اوږد واټن پروت دى چې داپخپله يوه غټه ستونزه ده نو حكومت ته پكار ده چې ددغو ټولو ستونزو دحل مناسبې لارې چارې ولټوي ترڅو دولس او خلكو اعتماد او باور ترلاسه كړي او كنه نو داحكومت به هم دتيرو حكومتونو په څير دتل پاتي بدبختۍ او بې شرمۍ سره لاس او ګريوان وي.

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:54 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 وران هيواد او بې شمېره رخصتۍ!
 
 
 
محمد کبير حقمل
 
haqmal_stanekzai@yahoo.com

 

 

له جنگ جگړو وروسته د تېرو شپږو کلونو افغانستان د ډېرو په اند له هره پلوه له پخواني افغانستان سره توپير لري. هم له سياسي پلوه او هم له اقتصادي او ټولنيزه پلوه.

افغانستان شپږ کاله وړاندې له پراخو جنگ جگړو وروسته د يوه داسې نظام څښتن شو چې د ټولې نړۍ مرستې ورسره دي او د ډېرو په وينا د نړۍ ستر متفکر سرونه ورته مشورې ورکوي. په رښتيا هم چې د افغانستان غوندې هيواد په څېر چې لسگونو کلونو جگړو ځپلى او له راز راز ستونزو سره مخامخ د جوړيدو لپاره د يوه هيواد اوولس د خلکو کارونه دومره موثر نشى تمامېداى او د نورو خلکو او هيوادونو مرسته ورسره اړينه ده خو د هيواد خپل اوسيدونکي تربل هرچا د بيا رغونې په اړه مسئوليت لري. د نوي افغانستان د جوړولو لپاره چې کوم پروگرامونه له شپږو کلونو راپدېخوا په لاره اچول شوي، دواړه بهرني او کورني اړخونه پکې گډون لري، خو متاسفانه دواړه اړخونه په دې برخه کې بې مزې دې، هم نړيوالې ټولنې او بهرنيو هيوادونو د افغانستان موضوع يوه د گټې او پيسو گټلو پروژه جوړه کړې او هم افغانان په داسې بڼه د هيواد د جوړېدنې په لوري گامونه اخلي چې له سره ترينه د هيواد او نظام جوړونې تمه نشي کيداى.

په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته د ميليارډونو ډالرو راتلل او بيا په نامعلومو برخو کې د هغو مصرفول هغه څه دي چې زموږ د پورتنۍ ادعا ثبوت وړاندې کوي.

د هيواد جوړونې په لاره کې د دواړو بهرنيو او کورنيو لوريو ناغيړي بې له شکه چې سړې ته دا سوچ ورکوي چې آيا له دې خوړين او پاشلي تکل او فعاليت سره به وشي چې د ا د نړۍ ترټولو وروسته پاتې هيواد د جاپان او اروپا ترکچې پرمختگ وکړي؟ په ښکاره خو د غه تصور ترهغو چې ښکارې د عملي کېدو ندى او بې له شکه په دغه بهير کې هم بهرنيان او هم داخليان پړه دي په تېره بيا افغانان.

افغانانو ته په کار وه چې د هيواد د اصلي اوسېدونکو په توگه يې د خپل هيواد د بيادغونې په لاره کې اغيزناک گامونه اخيستي واى، خو آيا په ريښتيا هم داسې شوي. که په دقت سره وڅېړل شي افغانان نه يوازې داچې دغه کارته ليوالتيا نلري، بلکې خوښ هم دي چې څومره ډېر کيداى شي، لټ او ناغېړه و اوسي. په دې اړه حکومت هم له عامو خلکو څه کم نه دى.

حکومت د خپلو کارکوونکو لپاره هيڅکله هم د کار داسې پروگرام جوړ نشواى کړاى چې پر بنسټ يې وکولاى شي له هغوى نه گټه واخلي. همدا اوس دولتي ادارې له زرگونو داسې کسانو ډکې دي چې هره ورځ دفترونو ته تش د حاضري امضا کولو لپاره ځي، حکومت په کال کې د ښو پريمانه رخصتيو په ورکولو هغوى دومره لټ اموخته کړي چې په نه خبره يې رخصتۍ ته خوله اوبه کوي او دفتر ته نه راځي. يو وخت يوه جاپاني زموږ کوم افغان ته د خپل هيواد د پرمختگ په اړه ويلي و چې کله د لومړي ځل لپاره جاپان خپلواکي ترلاسه کړه او غوښتل يې خپلواک هيواد شي، وگړو به يې هره ورځ ترخپل کارځايه په لسگونو کيلومټره لاره پلې وهله تر څو يې خپل موټرونه جوړ کړل او اوس دادي جاپان د نړۍ په ډېرو پرمختلليو هيوادونو کې شمارل کيږي او مامورین يې اوس د خپل هيواد په موټرو کې گرځي راگرځي.

د افغانانو بدبختي په همدې کې ده چې لومړى خو يې له خپلواکۍ نه وروسته خپل اتحاد او اتفاق ونشو ساتلى او په خپلو منځو کې په جگړه شول او بل داچې د خپل هيواد جوړونې ته يې يوه ذره هم پاملرنه ونکړه.

اوس چې يوځل بيا د افغانستان دولت د نوي افغانستان د جوړولو نارې سورې وهي داسې يو بهير روان دى چې په ډاگه د راتلونکي په اړه د خلکو غفلت ته لاره اواروي.

همدا اوس که د افغانستان رسمي کليزه وکتل شي، د نورو بيړنيو او تشريفاتي ورځو ترڅنگ پوره نيمه مياشت رخصتي په کې ليدل کيږي. همدارنگه په هرو اوو ورځو کې يوه جمعه راځي او ددې ترڅنگ په هره لويه او وړه خبره سراسري او عمومي رخصتي اعلانيږي، چې په دې توگه لسگونه ورځې په بېکاري او رخصتي کې تېريږي.  په افغانستان کې د هر سړي د مرگ ورځ ډېرو ته د اختر ورځ ده. د ډېرو داسې کسانو په کليزو کې چې په اړه يې رخصتي اعلانيږي ويل کيږي چې خداى دې يوبل داسې څوک هم پيدا او بيا مړ کړي چې رخصتي مو نوره هم ډېره شي. په اصل کې په افغانستان کې رخصتيو خلک دومره ناغېړه کړي چې د ترلاسه کولو لپاره يې د نورو د مرگ دعاوې کوي خو ددې ټولو مخه څنگه نېول کيداى شي؟

افغانستان په داسې يوه وضع کې دى چې که شپه او ورځ هم کار ورته وشي نو ډېرکلونه به يې په جوړولو تېرشي، خو بيا ههم له مفت خوري نه د خلاصون او د هيواد جوړولو يوه ښه لاره همدغه د بې ځايه رخصتيو کمول دي. ښه به وي چې افغان دولت د يوه اسلامى دولت په توگه لکه چې دعوه يې کوي پرته له هغو ورځو څخه چې زموږ په دين کې ورته درناوى شوى او هغه چې زموږ ملي ورځې دي لکه د خپلواکۍ ورځ نورې ټولې ورځې د کار ورځې اعلان کړي، که داسې ونشي د يو څو نورو بدلونونو او څونورو مشرانو له مرگ وروسته به د کال ټولې ورځې رخصت وي.

+  16 Sep 2007ساعت 1:13 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


جويا او وروستۍ کړکيچ

 

 

 

 

                                                                                 نسيم پسرلی 

 

 

اغلی ملالی جويا چې په ولسي جرګه کې د فراه د خلګو استازې ده په ١٩٧٩ زيږديز کال کې زيږيدلی ، پلار يې له شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال خپله يوه پښه بايللی،په ١٩٨٢ زيږديز کال چې دا لا څلور کلنه وه کورنی يې افغانستان د ايران او بيا وروسته د پاکستان په تکل پريښوو٠

جويا خپلی زده کړی په پاکستان کې تر سره کړی، د روسانو له ماتی او وتلو وروسته د خپل ژوند پر ١٩ کال د طالبانو د واکمنئ پر مهال په ١٩٩٨ زيږديز کال افغانستان ته ستنه سوه چې وروسته يې بيا د افغانو ښځو لپاره د سواد د زده کړی کورسونه پيل کړل٠

 

اغلی جويا د نادولتي ټولنی OPAWC (Organization of promoting Afghan women's Capabilities) يا د افغانو  ښځو د  قابليتونو د پرمختګ او لوړاوی د ټولنی مشره ده چې نوموړی ټولنه په غربي ولايتونو فراه او هرات کې فعاليت کوي٠

جويا هغه مهال د بهرنيو او نړيوالو سترګی د ځان په لور کږی کړی چې د  ٢٠٠٣ زيږديز کال د ډسمبر په مياشت کې چې دا لويی جرګی ته د فراه د وګړو د استازې په توګه ټاکل سوی وه په غونډه کې د حاضرو جهاد رهبرانو او مجاهدينو پر ضد داسی قهروونکی وينا واوروله چې د هغوی قهر او غصه يې راوپاروله،ان چې د اوسنی مشرانو جرګی مشر او پخوانی جهادي شخصيت صبغت الله مجددی ورته د (کمونيستې) کلمه وکاروله او نورو لا په نورو ټکو او الفاظو تهديد او ونوموله٠

جويا وروسته د ٢٠٠٥ زيږديز کال د سپتمبر په مياشت کې ولسی جرګی ته د فراه د ولايت د استازې په توګه بريالئ سوه، دې چې په همدې ولايت کې د رايو دوهم لوی اکثريت د ځان کړی ؤ BBC راديو د افغانستان د مخورې(مشهوری) ښځی په نامه وبلله.

دغه ژبه وره استازی چې ډير وختونه د ولسي جرګی پر اجنډا د خپل نظر له اورولو ډډه کوي او له همدغی موقعی څخه په ګټی اخيستلو پر نورو استازو نيوکی کوي او د دوی د محاکمه کولو غوښتنه کوي پدې وروستيو يې له يوه نادولتي بدنامه او پر پښتنی او افغانی فرهنګ ملنډې وهونکی تلويزيون (طلوع) سره په مرکه کې بارلمان(چې د مشرانو او ولسي دواړه جرګې په کې شاملی دي) غوجله وګڼله او د پارلمان استازی يې د غوجلې له څارويو څخه هم بی ګټی وګڼل ددې په وينا چې د غوجلې غوا خو شيدی ورکوي،خر يې بار وړي او سپۍ هم وفادار وي خو د پارلمان (غوجلې) څاروي(استازي)................

 

      پدې توګه نوموړی ټول افغان ولس ته سپکاوی وکړ او دا ولس يی ناپوه او جاهل معرفی کړ چې ګويا دوی داسی چاته رايه ورکړی چې ددې په ګومان د غوجلې څاروي او چارپايان دي٠

د جويا خله چې له لويی جرګی راوروسته چوله سوی هيڅ د پټيدلو څرک يې نه ښکاري ،دا په خپله هره وينا کی له يوه نه يوه اړخه زموږ د خلګو ټاکلي استازي سپين ږيري او مشران توهينوي او د محاکمی غوښتنه يې کوي٠

دا د دی پر ځای چې د دې اولس د سپين ږيرو او استازو احترام وکي د دوی توهين او سپکاوی په خپل نسبتا کوچنی عمر په داسی ډول سره کوي چې د افغاني لا څه چې د انساني کلتور سره منافي ده، انساني ستر کرامت ته سپکاوی دئ،دا داسی ناوړه کلمات ازمويي چې انسان يې ډير ځله په ويلو او اوريدلو د شرم احساس کوي خو دا نيکمرغه چې پرې اموخته ده نو خوند ورکوي٠

اوس که دغه پارلمان هر څه دئ که اولس ټاکلئ او که خپل زور ړنګيدل به يې هغه سترې غميزی رامنځته کي چې به اوسنيو به مو شکر ايستلو ته اړ کړي٠   

تر څو چې لا کومې محکمې د ملامت او سلامت پريکړه نه وي کړی داسی نيغی نيوکیپه استازو او يا مشخصو وکيلانو موږ ته د نوو بدمرغيو مخ راښيي، جويا خپل ځان پخپله داسی قاضي ټاکلئ چې ګواکی هره پريکړه او خبره يې د کاڼي کرښه ده بايد د دې ښودلی قابيل دخلګو بد و ايسي او د دی ښودلی هابيل د خلګو ښه٠

اغلې جويا د دې پر ځای چې د اوسنيو غميزو  د حل نه وروسته بيا د تيرو غميزو په هکله حساب وکي وار له واره يې په تيرو پسې را خيستی د دی پر ځای چې د کندهار،هلمند،غزني،زابل او نورو ولايتونو د بيوزلو او غمځپلو وګړو پر غم اوښکی توی کي، پر عاملينو يې نيوکه وکي، له هغوی څخه د رحم غوښتنه وکي ،د خپلو خلګو د ژوند سوال ورڅخه وکي د نورو مړينو مخه ونيسي لومړی د تيرو مړو حساب غواړي د نويو شهيدانو مړو حساب به ښايي بيا وروسته کوم وخت غواړي٠

نپوهيږم جويا يوازی تاريخ لوستئ او که يه اوس هم ورځنی پيښی څاري له ايرانه  د را شړل سوؤ سرببرو له احواله به خبره وي که يه؟ د ننګرهار،کندهار او هرات د بيوزلو وګړو له مظلومانه شهادته به خبره وي که يه؟ دا په دی اړه ولی څه نه وايي ايا دا پيښی تصادفي او طبيعي دي؟اي عاملين نه لري او که دا ړنده او يا کڼه ده..........

 اغلی خپلی نيوکی او غوښتنی د افغان ملت نظر بولي او په ډاګه وايي چې تر شا می ټول ولس ولاړ دی او د نظر ملاتړ می کويد٢٠٠٧ زيږديز کال په جنوري کې ژبه ورې جويا د خپلی سياسي تګلاری او دی ته د مرګوني اخطارونو په اړه وويل: دوی به ما ووژني خو زما غږ نسي وژلای ځکه چې دا د ټولو افغانو ښځو غږ دی تاسی کولای سئ چې ګل مات کئ ليکن د پسرلي د راتګ مخه نسئ نيولای٠

جويا په لويه جرګه کې له نيوکو وروسته په غرب کې ډيره وپيژندل سوه او په مختلفو سفرونو او مډالونو يې ونازوله چې ځينی يې په لاندی ډول دي:

*د ٢٠٠٤ زيږديز کال په جنوری کې په اروپا کې د افغانانو فرهنګي ټولنې د ميوند د ملالې په ايوارډ ونازوله.

*د همدی کال په ډسمبر کې يې د ايټاليا له لوري د همدی کال د نړيوالی ښځی مډال تر لاسه کئ٠

*نوموړی په ٢٠٠٥ زیږديز کال کې د نوبل نړيوالی جايزی ته هم کانديده وه٠

خدای دی خير کي چې د اوسنيو نيوکو وروسته به لا څومره ونازول سي٠

                                                         پای

+  30 May 2007ساعت 3:27 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


زړه هنداره او نوي مخونه

 

                                                                                                      نسيم پسرلی


ﻻچې شوروي اتحاد دګران افغانستان خوړلو او هضمولوته خپله خوله او معده نه وه تياره کړې، لسيزې وړاندې ترې د هماغه دور ستر زبر ځواک ددی هيواد له اتلو ميړنيو سره دزور آزموينه کوله . انګريزانو غوښتل ددې هيواد په هنداره کې دخپل زور اصلی مخ ﻻصاف ووينې خو دغه بدمرغه وګړې په دی نه پوهيدل چې په دغه هنداره کی يوازې ددې خپل وګړې سم ښکاريږې اونورو ټولو پرديو ته يی رنګ هميش تريخ او چپه ورښودلى د انګريزانو دتيری او ددوی دوتلو ترمنځ کلونه دی چی دافغان باتور ولس يې ﻻ پسی هسک سرۍ کړ او دتل لپاره يی ددښمنانو په زړونو کې تور داغونه خښ کړل . دنيکونو له دغه وياړ وروسته تر (١٣٥٨هـ ل) کال پورې شوروې اتحاد دافغانانو دغه تقريبأ ټول هير کړۍ ؤ اوداسې يې وپتيله چې دخپلې منحوسې اوکرغيړنې نظريې (کور ،کالي ، ډوډۍ )دپلې کولو لپاره زمونږ ولس او خاوره استعمال کړې نو يې په ډيره سپين سترګې سره زمونږ دولس په سترګو کې دخاورو اچول پيل کړل او دڅټک ، لور په نامه يې ددې هيواد دترڅه حده نيکمرغه وګړو اسلامې نظريې ريبلو ته ﻻس واچاوه . خود دې ولس وګړو چې دخپلی نظريې له بدلولو څخه يې انکار کاوه هغه بدې ورځې يې وليدلی  چې نړۍ به دداسی صحنو ډيره کمه شاهده وې .
کله چې وحشې روسانو دخپل وحشت توپان راپه مخه کړ نو يې زمونږ دولس ځوانان ، سپين ږيرې ،تورسرې ،اودډيرو نورو طبقو وګړي يې له ځانه سره د ابد دنيا ته  يوړل او هملته يې انتظار کړل . له دی ظلمونو سره سره د تورې شپې نه پس  د سهار د راتګ وړانګې د هيواد په افق کې راښکاره شوې . مظلوم وګړي پاڅيدل ،روان شول او توپان شو،وګړو له ظلمه د خلاصون غږ پورته  کړ او له غلامۍ نه د خلاصون او د آزادۍ د راتګ  دوعاګانو غوږونه کاڼه کول .خوقسمت خپلې پريکړې اورولې ، د حق پر باطل غالبيدل پيل شول،وينه زوروره او توره کمزورې شوه ،روسانو خپل غوړولى ټغر ټوﻻوه اومجاهدو افغانانو د دوی د پښو وهلو هڅه کوله ، روسانو هم خپله څيره ستړې اونه بريالۍ کيدونکې وليده او له ډيرو ستونزو وروسته له دی هيواد څخه ووتل په مخه دې ښه وې .
شرق ﻻ خپل پنډونه نه وه تړلي چې غرب د دوی د ځای نيولو پلانونه جوړول ، دوى په داسی نامه په دې هيواد راننوتل چې ځينو کړيو او وګړو د دې نامه په اوريدو د دوى په نظر د دغو ښاغلو تود هرکلى وکړ  او ښه راغلاست يې ورته ووايه .دغو غربيانو د بيا ودانولو له نامه  څخه بوس جوړ کړل اوتری ﻻندې اوبه تيروې  ، هيواد ته دبد بختۍ د راروان کاروان ساﻻر شو ، هيواد ته يې دايډز ناوې راواده کړه ،زمونږ اسلامي اوافغاني فرهنګ ته يې د غير اسلامې اوپرديو فرهنګونو دخولې اوبه وروڅښلې ، اوداسی نورې بدبختۍ يې ولورولې چې يوه ټولنه د دوزخ پر څنډه دروې .غرب چې د شرق ماته ملا په خپلو سترګو ليدلې وه ، بيايې هم  زړه دغه هيواد ته راوهڅاوه  او ويې غوښتل چې د دې هيواد په تاريخې هينداره کې خپله څيره وګورې ، دا چې  دغه هنداره به دوی ته خپل شکل روغ وروښيي اوکه يه؟ خوګمان دادۍ چې دوۍ به هم  په روغو تڼيو خلاص نه شې  ځکه چې يواځې مخونه بدل شوې خو هنداره هماغه زړه هنداره ده .

+  12 May 2007ساعت 10:6 AM  ليکونکی نسيم پسرلی