تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







جنتي انسان

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

خدای جل جلاله وملايکو ته وفرمايل چي پر ځمکه انسان خپل خليفه ټاکم٠

ملايکو وويل: ايا داسي يو څوک خپل خليفه ټاکې چي وينه به تويوي او فساد به کوي؟

خدای جل جلاله وفرمايل: په هغه څه چي زه پوهېږم تاسي نه پوهېږئ٠

انسانان و نړی ته راغلل، خدای جل جلاله ورته د اشرف المخلوقات خطاب وکړ، په انساني کرامت يي ونازول او د عقل په نعمت يي له چارپای سره توپير کړل٠

هو! يوه انسان ډېر څه وکړل، ټول ښه عملونه يي ترسره کړل اوډيرې ښيګڼې او نېکمرغۍ يي په برخه سوې٠

د مور او پلار په خدمت کښي کښته پورته سو، مور او پلار يي دوعا وکړه، نه يي د چا زړه ازار کړ، نه يي د چا ازار واخيست اونه ښېرا، خو دئ لا هم نه پوهيږي چي پای به يي کوم ځای وي٠

يوه بل د اشرف المخلوقات په ډله کښي شامل انسان هم ډېر څه وکړل، دی هم کرار کښېنناست، له راتګه سره سم يي و خنجر ته لاس ور اوږد کړ، راوايي خيست، شاوخوا يي ټول وګړي په وينو لتاړ کړل، پرمختګ يي وکړ، ټوپک يي جوړ کړ، د ټوپک له خولې وتلې مرمۍ يي د ورور په سينه کښي سړې کړې او د وينو چينې يي ترې راوخوټولې، بل انسان يي ازار کړ، غاړه يي ورسوری کړه او په تار يي راوزړاوو، په ملامت او سلامت پسي يي سر و نه ګرځاوو، کورونه او ولسونه يي د غم پر کلي مېشته کړل او د ډېرو ښېرا يي په نصيب سوه، خو دی له ها بل انسانه ډېر بختور دی ځکه چي له اوسه لا پوهيږي چي جنتي دی؟؟؟

 

 

+  21 Nov 2007ساعت 1:36 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

 

چې "اماتور" يې له کومه کړ؟

 

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

موده وړاندی می په غزل ويبلاګ کښې د (څه په سهار او څه يې په نوې خبريالي) تر سر ليک لاندی يوه ليکنه لوستله چې د نذير احمد سهار په نوی خپور سوی کتاب (نوی خبريالي) لنډه کره کتنه وه٠

ليکونکی د دې ليکنې په يوه برخه کې ليکي (دا اثر د ژورناليزم اصطلاحاتو او ترمينالوژي پښتو ټولګه بللای شو ژباړن په ډیر مهارت اکثرو ژورنالیستي اصطلاحاتو ته پښتو اصطلاحات کارولي دي چې زما په اند ډیری یې نوي دي
دا اصطلاح جوړونه یې په ډیر مهارت سره کړې ده، د ساري په توګه د (فوټو ژورنالیزم) لپاره (انځور خبریالي)، د (کپشن) لپاره (انځور لیک)، د (ټرسټنګ پیپر) لپاره (رڼه پاڼه) او په لسګونو همداسې نور.)

ښاغلي سهار چې د دغو کلمو لپاره په پښتو کې کومی کلمی کارولي زه نه په ږغېږم ځکه چې زما کار نه دی په دی اړه به ژبپوهان او نور پاخه ليکوالان خپلی نظريې ورکوي.

ما چی دا وويل دا می نه ويل، ما دا ويل چی نوی لغتونه جوړول د نذير احمد سهار په څېر د هر ژورنالست او ليکوال دنده نده که هر ليکوال نوو لغتونو جوړولو ته ملا وتړي نو خدای مکړه پښتو ژبې ته د خدمت پر ځای به مو ستر خيانت تر سره کړی وي، که هر ليکوال نوو لغتونو جوړولو ته مخه کړي، نو خدای دی نکړي سبا به زه او زما په څېر نور ليکوالان هم ورته مخه کوي چی د خدمت پر ځای به مو پښتو د (ژغ ډبلي) د دور په څېر شرمولي وي٠

د مقالې ليکونکی وړاندی ليکي:(خو په دې برخه کې یوه نیمه نیمګړتیا هم زما تر نظره شوه، البته دا به زما شخصي رایه وي
د ساري په توګه، د کتاب په ۳۵ مخ کې ژباړن د (شهرت طلبه) اصطلاح لپاره د (نومغواړو) کلمه کارولې ده، چې ماته بې خونده بریښي).

د مقالې ليکونکی سمه خبره کوي، بده نه وايي، د نومغواړو کلمه همدوره په غوږ بده لګيږي لکه د بلبل لپاره ډانګ لکۍ.

د دغی مقالی ليکونکی احمد زبير ژمن دی، ژمن چی زه يې په غياب کې پېژنم په رښتينی مانا ټولو اسلامي، فرهنګي او ادبي اصولو ته ژمن دی، لوړ استعداد يی ستايم، ژمن چی په دې ليکنه کې پر سهار کومه رغنده نيوکه کوي پر ځای ده خو دی پخپله له سهاره يو پوړۍ هسک خيزي او پوه لويه تېروتنه کوي، سهار نوی لغتونه جوړ کړي چی ځيني يی د ژمن په غوږونو هم بد لګيږي خو دی همداسی يو لغت کاروي د (اماتور) کلمه٠ د ليکنې په يوه برخه کې ليکي:( زه نه غواړم چې پر کتاب کره کتنه وکړم، دا څو کرښې مې په دې پرې راکش کړې چې ما ته یو ډیر مهم او ارزښتناک اثر وبریښیده، چې کولای شي د ژورنالیزم د لارې دواړو مسلکي او اماتورو لارویانو ته د لارښود په توګه کار وکړي).

چې اماتور يی له کومه کړ؟ اماتور له کومه پښتو ژبی ته راننووت؟

د اماتور کلمه چی په غالب ګومان د فرانسوي يا انګليسي ژبې د amateur د کلمی څخه را اخيستل سوې دومره بيخونده کلمه ده چی د لرې پښتونخوا ډاکټر رسول انشا يی مجبوره کړی چی ووايي:( په افغانستان کی د پښتو لپاره ډېر کار سوی په دې بايد سترګی پټی نکړو خو دوی يو بدعت هم کړی چی داسې لغات يې راخيستي چی هيڅ يې د ويلو ضرورت نه وو لکه دوی د نابالغ لپاره اماتور کاروي چی ډېره بېخونده کلمه ده چی هيڅ يی د ويلو ضرورت نسته کله چی دوی د اماتور کلمه را اخلي نو ولی پخپله امېچر نه رااخلي ځکه چی موږ سره خو پښتو کی ټکي سته لکه چ او ټ هلته له پاړسو سره خو دا نسته).

پښتو چی له هری خوا د سترو خطرونو سره مخامخ ده له يوی خوا د نړيوالتوب يا globalization له خطر سره له بلې خوا د ګاونډيو او خپلوانو له خطر سره، او له بلی خوا د ليکوالانو له خطر سره، يو ليکوال په خپل سر په ژبه کی يو څه ورزياتوي او نور يی په پټو سترګو کاروي له پښتو مو د زيارت لکڼه جوړه کړې چی هر څوک لاس په وهي٠

زه بايد ا هم ووايم چې (اماتور) کله له بی بی سي څخه هم اورېدل کېږي چی نه بايد داسې وسي، بی بی سي د پښتو ژبې د چوپړ لپاره نه ستړی کيدونکي هڅې کړي، تل يی پر ځای او صحيح لغتونه کارولي او عام کړي، ځکه نو نه بايد د (اماتور) په څېر يوه بېخونده کلمه وکاروي٠

راځئ ټوله په ګډه سره د پښتو ژبې د ودې او پرمختيا لپاره لاسونه سره ورکړو د يو او بل خبری که صحيح وي په سر سترګو ومنو، او که د چا څه له ويه پوره وي وې کړو او که نه وي نو تاوان خو بايد و نه رسوو او يا نور هم د پښتو ژبی له چوپړه را و نه ګرځوو٠

 

                                                                            په همدې هيله

 

 

 

+  5 Nov 2007ساعت 2:49 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د پښتو شفاهي ادبياتو ډولونه

 


1 لنډۍ
2 کاکړۍ (غاړې)
3 پړاکی (لنډکۍ)
4 سروکی
                                        
                      تا ويستلی یمه وا بې غوره ياره
                      خوب خوب مې وړينه

5 نارې يا ږغونه
6 فالونه
7 چغيان (انګۍ)
8 د ښادۍ سندرې
9 ساندې
10 د ميندو سندرې
    
                                                    اللو للو
                                                    پيشو مه راځه د غرو
                                                                     ٠
                                                                     ٠
                                                                     ٠

11 نکلونه
12 متلونه
13 پښتو لنډې کېسې
14 د ماشومانو ادبيات
الف:سندرې

                                                               اکو بکو سرسيندکو٠٠٠
ب:پوښتنه او ځواب
ج:کيسۍ:

                                                               لښته ده زرلښته ده
                                                               نه ماتيږي سخته ده

+  24 Jun 2007ساعت 10:58 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


مغرور انسانه!

 

                                                                                 نسيم پسرلی


دغروراوتكبرنه ډك انسانه ! په څه باندى مغروريى حال داچې ډير نورخداي پيدا كړى انسانان به له تا څخه په علم ،مال او اخلاقو كي ډير اوچت وي او دغرور څښتنان به نه وي.كبر او غرور دمخلوق سره نه ښايى ،دمخلوق له خالق اوپيدا كوونكي سره ښايى،نو ته ولي د خپل خالق پر ځاى كبر اوغرور اختياروى،حال داچې ستا شان او مرتبه دكبر سره نه جوړيږى،او وړ يى هم نه ګڼل كيږى.آيا ستا سره دافكر دى چې مرګ به ستا په لوري نه در درومي اوستا ملګرۍ به نه سي؟يه!بلكي ته هم دهغې كوټنۍ(قبر)په لوري تلونكى، دمرګ په رنځ اخته كيدونكى اودژوند سپارونكى يي.

+  12 May 2007ساعت 10:20 AM  ليکونکی نسيم پسرلی