تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







د ټيټوالي احساس اوزموږ ځوانان

 

ژباړن:نسيم پسرلی

له اردو څخه

داروا پوهنې نامتو ډاکټر مارډن وایي چې زه ېوداسي کس پېژنم چي په غوره توګه يو کار کولای سي، خو دهغه ژوند يوازي له دې کبله تباه سو چي کله هغه کوچنی و نو هر ځلي به يي غوږونو همدا خبري اورېدې چي ته بې عقل يې، ناپوه او احمق يې٠

دی وايي چي کله به ور ته د کومي دندې وړانديز کيدو نو د ده په ذهن کي به د خپلې کمزورۍ انځور مخې ته راتلو او دا به حسوله چي په ده کي هغه وړتيا نسته کومه چي د ده په ملګرو کي ده، له همدې امله هغه د عمل ډګر کي کله د ډګر د سړي په توګه رامخ ته نه سو٠

رښتيا خبره دا ده چي د ټيټوالي احساس زموږ په ډېرو نويو ځوانانو کي شتون لري چي له کبله يي دوی د پرمختګ پر لار ګام نسي پورته کولای او که له کومې وجې يي کوي هم، نو په ډېر سست تګ سره به سفر طی کوي، له دې ناروغۍ سره د پرمختګ سفر ډېر ستونزمن دئ٠

 

+  28 Jan 2008ساعت 10:26 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د پاکستانۍ پولې ساتونکي افغانان ځوروي٠

 

سرچينه: PAN

ژباړن: نسيم پسرلی

 

کوټه:PAN: د پاکستان د سوېل ختيځي صوبې بلوچستان ځايي افغان اوسيدونکي په پاکستاني پوليسو تور لګوي چي د چمن-کوټې په لويه لار له دوی څخه په يوه او بله پلمه پيسې شکوي٠

په افغانستان کي چيري چي د سختې يخنۍ له امله له ١٤٠ څخه زيات وګړي د سختې واورې او يخې هوا له امله وژل سوي، ډېرې کورنۍ د بلوچستان پر لوري را خوځيږي٠ خو ډېری مهاجر د پاکستاني پوله ساتونکو له ځورونې څخه سر ټکوي٠

د کوټې يوه ځايي اوسيدونکي افغان، عبدالمطلب، پژواک خبري اژانس ته وويل: پوليسو د دوی موټر د تلاشۍ په هره پوسته درولی او مهاجر يي مجبور کړي چي د دوی لاسونه ور غوړ کړي(يو څه ورکړي)٠ 

هغه زياته کړه: چي له دوی(مهاجرو) څخه يي د پېژند پاڼي او پاسپورتونو غوښتنه کړې، او هغه کسان چي قانوني اسناد يي نه درلودل د پيسو په اخيستلو يي پرېيښي دي٠

فاتح الرحمن، دبلوچستان يو بل اوسيدونکی افغان چي مزدوري کوي وويل: دوه اونۍ مخته د کار په لټه کندهار ته روان وم چي له پولي (چمن) د تېرېدو پر مهال يوه پوليس ور څخه د پنځه سوه کلدارو غوښتنه وکړه٠ وروسته دوی زه بندي کړم ځکه چي د دوی دغه ناروا غوښتنه مي پوره نکړه او بيا يي د ١٥٠٠ کلدارو په بدل بيرته را خوشې کړم٠

ډېرۍ وختونه پوليسان نا قانونه توکي د خلګو په جېبونو کي اچوي تر څو ناشکمن وګړي دې ته اړ باسي چي دوی ته بډي ورکړي، اميرالله وويل: له کوټې څخه ٣٢ کيلومتره لرې د کچلاغ د تلاشۍ په پوسته کي پوليسو زما په جېب کي چرس واچول او زه يي بندي کړم٠

په کوټه کي د افغان قونسل جنرل اسدالله پښتون وويل: دوی د دې شکايتونو په اړه د پوله ساتو ځواکونو مشرانو ته  څو ځله شکايت کړی، خو دوی بيا هم د بډو اخيستلو او بندي کولو لړۍ ته دوام ورکوي٠

 

+  21 Jan 2008ساعت 10:26 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د ماتې لامل

 

ژباړن: نسيم پسرلی

 

هرمزان، يو مخور ايرانۍ سرلښکر وو چې د وعدې په نه پوره کولو ډېر مشهور وو، له مسلمانانو سره يې جګړه وکړه چې ماته يې وخوړه، ونيول سو، بيا يې سوله وکړه او خلاص سو چې له خلاصون وروسته يې  بيا د وعدې خلاف جګړه وکړه٠
په وروستی ځل چې يې کله ماته وخوړه نو مسلمانانو ونيو او د حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) په مخ کې د حاضرولو لپاره يې مدينې منورې ته واستاوه، کله چې د حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) په مخ کښې حاضر کړای سو نو حضرت عمر فاروق (رضی الله عنه) ورته وفرمايل: هرمزانه! ودې ليدل چې الله(جل جلاله) څنګه ستا سلطنت در دړې وړې کړ او ته يې در په در کړې٠
هرمزان د دې خبرې په اورېدلو ډېر حيران سو چې حضرت عمر فاروق(رضی الله عنه) د ايران فتح خپله کړنه نه بولي بلکه د خدای(جل جلاله) لخوا يې ګڼي، هرمزان د خبرې تل ته رسېدلی وو، هغه د خبرو اجازه وغوښته او بيا يې وويل: اې عمره! کله چې مقابله زموږ او تاسې تر منځ وه نو موږ په تاسې غښتلي او بريالي وو خو کله چې داسې وسول چې الله (جل جلاله) له تاسې سره سو نو موږ په تاسې ولې او څنګه غښتلي سو!.

 

 

+  12 Dec 2007ساعت 9:15 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

ژباړونکی: نسيم پسرلی

 

سکندر خپل يو دوست ته خپل راز ووايه او تاکيد يې هم ورته وکړ چې افشا يې نه کړي، اتفاقا دوست يې راز افشا کړ٠ سکندر د خپل استاد ارسطو څه مشوره وغوښته چې د دوست لپاره يې يوه سزا وړانديز کړي، ارسطو وويل: که د راز ښکاره کول جرم وي نو لومړی خپل ځانته سزا وټاکه٠ سکندر لاځوابه سو٠

 

کله چې سقراط ته د زهرو پياله ورکړی سوه نو د هغه زده کوونکي په چيغو چيغو ژړل سقراط ترې پوښتنه وکړه: ولې ژاړې؟ هغه وويل په دې خاطر چې ته بېګناه وژل کېږې٠ سقراط وويل: اې کمبخته! ته غواړې چې زه په ګناه ووژل سم٠

 

د ميرزا غالب او مولانا غلام امام شهيد تر منځ ډېره ظريفانه شوخي کېده٠ يوه ورځ ميرزا غالب په ډېر ظريفانه ډول له امام شهيد نه وپوښتل: ښاغليه! ووايه چې له څه وخت څه شهيد سوی يې؟ مولانا غلام امام شهيدځواب ورکړ: کله چې کافر غالب سول٠

 

+  17 Nov 2007ساعت 2:34 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

 

زاړه لغتونه له نوو ماناوو سره

 

                                                        

                                                                                                                    

 

ژباړن: نسيم پسرلی

 

 

 

 

مدير: هغه انسان چې په هغې ورځ په وخت راځي چې تاسې ناوخته ياست او په هغې ورځ ناوخته راځي چې تاسې په وخت راغلی ياست٠

هېرېدل: يوه خطرناکه ناروغي، د بېلګې په توګه: که د چا ساه اخيستل له ياده ووځي، نو مرګ پېښيږي٠

سوله: د دوو جنګونو تر منځ د پوځي تيارۍ وقفه٠

نصيحت: د زړو او ناکامه خلګو مصروفيت٠

ړوند: هغه هوښيار چې هر قدم په ډېر احتياط اخلي٠

څېړنه: چې څوک د ډېرو اديبانو ليکنې غلا کړي٠

بربادي: چې کله ګاونډيان له راديو وروسته رنګه تلويزيون واخلي او ستاسې مېرمنې پرې په خبرې سي٠

تقدير: د انسان د ناکاميو او محروميتونو ذمه وار

 

 

 

+  2 Nov 2007ساعت 3:13 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د خاص او عام توپير

 

 

 

ژباړونکی:نسيم پسرلی

 

 

سکندر اعظم چې کله د نړی د نيولو په اراده د خپلو لښکريانو سره راووت نو ويې ليدل چې د يونان مخور فلسفي (ديو جانس کلبي) په يوه کنډواله کښې ناست دی او ځمکه کني. سکندر اعظم لښکر ته د درېدلد امر وکړ او خپله په اس سپور د دغه دروېش خواته ورغی، د ځمکې د کيندلو وجه يې ور څه وپوښتله او ورته و يې ويل چې څه شی لټوي؟

ديو جانس کلبی يو ځل دغه ځوان حکمران ته په بې پروايۍ وکتل او وې ويل: چې دی د سکندر اعظم د پلار هډوکي لټوي خو ستونزه داده چې د پاچا اد د عامو مړو سوو وګړو هډوکی يو شان دي چې د خاص او عام توپير نسي کولای٠

 

+  23 Oct 2007ساعت 3:17 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


قران او ساينس

 

  

 

ليکوال: پوهندوی محمد ناصر(فروتن)

ژباړن:نسيم پسرلی

 

  

په قران کښی له زرو څه ډېر ايتونه د ساينس په اړه نازل سوي دي چې تر اوسه د ساينس يو حقيقت هم له قران سره په ټکر کښې نده واقع سوی٠

هو! يو شمېر رايی او نظريې په لومړی سر کښې د هغه څه په خلاف چې په قران کښې دي ورکړل سوی وې چې وروسته بيا دا رايې ناسمې ثابتی سوی٠

له همدې ډلی، په لومړی سر کښې د لمريز نظام په اړه داسی ويل کېده چې لمر او نوری سيارې د ځمکی په شاوخوا راڅرخي خو وروسته بيا دې رايې داسی بدلون وموند چې: يه! لمر ثابت دی او د ځمکی په ګډون نورې سيارې د لمر په شاوخوا را څرخي٠

په سوره يس کښې راغلي دي چې لمر هم ثابت ندی بلکه په فضا کښې د حرکت په حال کښې دی (و کل فی فلک يسبحون) يعنی ګرده سره په فضا کښی د حرکت په حال کښې دي، چې نني ساينس هم دا خبره ثابته کړی

قرانکريم د سوره يس په ٣٦ ايت کښې فرمايي: (سبحن الذی خلق الازواج کلها مما تنبت الارض و من انفسهم و مما لا يعلمون)٠ ژباړه: پاکی د ه هغه ذات لره چې پيدا کړی يې دي دغه جوړی، ټول له هغو څيزونو چې زرغونوی يې ځمکه او له ځانونو د دوی او له هغو څخه چې دوی يې نه پېژني٠

په قرانکريم کښې الله (جل جلاله) ١٤٠٠ کاله وړاندی دا فرمايلي دي چې ما نه يواځې تاسې بلکه بوټي، مېوې او لا هغه شيان چې تاسی يې لا نه پېژنئ جوړه(مذکر او مونث) پيدا کړي خو ساينس په دې وروستيو څو لسيزو کښې دی خبرې ته رسېدلی چې بوټي او مېوې هم د مذکر او مونث جنسونو لرونکي دي٠ دبېلګې په توګه که کېمياوي موادو ته پام وکړو لکه مالګه، مالګه له دوو مادو سوديم او کلورين څخه منځ ته راځي چې سوديم پکښی د مذکر او کلورين د مونث جنس حيثيت لري، ځکه چې سوديم بايد يو الکترون کلورين ته ورکړي تر څو سوديم کلورايد(مالګه) جوړه سي، دا هغه څه دي چې ١٤٠٠ کاله وړاندی خلګ نه په پوهېدل،٠همدا موضوع د سوره رعد په ٣٠ ايت کښی هم ذکر سوی (و من کل الثمرات جعل فيها زوجين)٠ يعنی ټولی مېوی مو جوړه ګرځولی دي٠

د حيوان پېژندنی په اړه قرانکريم د سوره الانعام په ٣٨ ايت کښې فرمايي: (وما من دابه فی الارض ولا طير يطير بجناحيه الا امم امثالکم٠٠٠) مطلب دا چې ژوي او الوتونکي ستاسی په څېر ټولنيز ژوند لري پداسی حال کښې چې د ژوو او الوتونکو په اړه ساينس پدی وروستيو کلونو کښی دی نتيجی ته رسېدلی دی٠

د سوره نمل په ١٧-١٨ ايتونو کښې د مېږيانو په اړه راځي(و حشر سليمان جنوده٠٠٠الا اخر) يعنی مېږيانو په خپلو منځو کښی خبری کولی يعنی مېږيانو په خپلو منځو کښی خبری کولی او يو مېږی د بل ميږي په مقابل کې خپل د خير غوښتنی احساس بيانوي٠ ساينس نن دا ثابتوي چې مېږيان د انسانانو په څېر ټولنيز ژوند لري، کار کوي، مواد زېرمه کوي او د زېرمه سوو موادو په ساتنه کښی زيار باسي تر دی چې د غنم هغه دانه چې په غار کښې يی نم ورته رسېدلی وي له منځه نيموي، څو له خپرېدا څخه يی مخنيوی وسي او يا يې لمر ته ږدي چې وچه سي، تر دی لا ثابته سوی چی مېږيان په خپلو منځو کښې مارکيټنګ لري او مواد په خپلو منځو کښې تبادله کوي٠

الله(جل جلاله) په سوره نمل کښې فرمايي: د شاتو هغه مچۍ چی د ګلونو د شيرې د راټولولو لپاره وځي او لاری پيدا کوي مونثه ده په داسی حال کښې چی انسان تر څو لسيزو وړاندی لا دا فکر درلود چې دا مچۍ مذکره ده خو په دی وروستيو کښې يې وموندله چی يه! د دغو کارونو تر سره کوونکی مچۍ مونثه ده خو اسلام ١٤٠٠ کاله وړاندی خبر څرګنده کړی وه٠

په همدی سوره کښې فرمايي چې: په ګبينو کښې شفا ده د خلګو لپاره دا موضوع د ساينس پواسطه بالاخره ثابته سوه چې ګبين د داسی غذايي موادو درلودونکي دي چې بېلګه يې په نورو هيڅ ډوله موادو کښې نده موندل سوی٠

که چېری څوک د کوم بوټي يا ګل سره حساسيت ولري د هماغه بوټي ګبين(شات) د نوموړی د جوړېدو سبب ګرځي، شات، همدارنګه د anti septic خاصيت لرونکي دي او د زخم په التيام کښې د scar د نسج مانع ګرځي چی د همدی تاثيراتو په پام کښی نيولو سره يی په دوهمه نړيواله جګړه کښی په خپلو زخمونو استعمالول٠

الله(جل جلاله) د سوره عنکبوت په ٤١ ايت کښی فرمايی: (ان اوهن البيوت لبيت العنکبوت لوکانو يعلمون) ژباړه: بېشکه چی ډېر کمزوری د ټولو کورونو خامخا د غڼی(عنکبوت) دی که چیری دوی پوهيدلی٠ په پيل کښی به منافقانو او مشرکانو ويل چی دا خو څرګنده خبره ده د غڼي کور له نازکو تارونو جوړ دی او معلومه ده چی بی ثباته به هم وي، مګر ساينس نن داثابتوي چی د دی ايت مطلب يوازی ظاهري شکل نه دی بلکه وايی چی کله مونث غڼی حمل واخلي مذکر غڼی له منځه ځي چی دا د يو بی ثباته کورني نظام ښکارندويه ده٠

                                           

                                                                  پای       

 

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 2:54 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


پينځمه برخه - په دوام

 

ژباړه

 

د چينايي ژبې متلونه

 

 

Don't waste too many stones on one bird.

په يوه مرغۍ پسې ډېرې ډبرې مه وله٠

Easier to rule a nation than a son.

د قوم له ادارې د زوی اداره ګرانه ده٠

Fortune and flowers do not last forever.

بخت او ګلونه همېشه نه وي٠

Forget the favors you have given; remember those received.

د بل نېکۍ(له تا سره) په ياد ولره خپلې نېکۍ(له بل سره) له ېاده وباسه٠

He who asks a question is a fool for five minutes; he who does not ask a question remains a fool forever.

هغه چې پوښتنه کوي د پنځو دقيقو لپاره احمق او ناپوه وي او هغه چې پوښتنه نه کوي د همېش لپاره او احمق او ناپوه پاته وي٠

He who seeks revenge should remember to dig two graves.

د انتقام اخيستونکی بايد دوه قبره وکني٠

If you always give, you will always have.

که همېشه يې ورکړې، همېشه به يې ولرې٠

In the midst of great joy do not promise to give a man anything; in the midst of great anger do not answer a man's letter.

په منځ د کومې لويې خوشحالۍ کې دا وعده مه کوه چې څه شی به چا ته ورکوم او د ډېرې غوصې او قهر په وخت کښې د چا د ليک ځواب مه ورکوه٠

It is the beautiful bird which gets caged.

ښايسته مرغکۍ ده چې په بند کښې وي٠

Just as tall trees are known by their shadows, so are good men known by their enemies.

لکه څنګه چې لوړې ونې له سيوری پېژندل کېدای سي، همدارنګه ښه سړی د هغه د دښمنانو په واسطه٠

Keep your broken arm inside your sleeve.

مات لاس دې په لستوڼي کې ساته٠

Kill one to warn a hundred.

يو ووژنه چې سل ووېروې٠

Learning is a treasure that will follow its owner everywhere.

زده کړه يوه زېرمه ده چې همېشه يې له خاوند سره وي٠

Learning is a weightless treasure you always carry easy.

زده کړه يوه بې وزنه خزانه ده چې په اسانۍ انتقالېدای سي ٠

Learning is better than house and land.

زده کړه له کور او ځمکې غوره ده٠

 

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 2:47 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


حرص او امېد

 

 

په کشف المحجوب کې راغلي:

يوه پاچا يوه فقير ته وويل چې له ما څخه څه وغواړه. فقير وويل: زه له خپلو غلامانو څه څه نه غواړم٠ پاچا وويل: دا څرنګه خبره ده؟

فقير وويل: زما دوه مريي (غلامان) دي چې ستا باداران دي، يو حرص او بل امېد، کله چې ته د دوی غلام يې نو زه له تا څه وغواړم٠

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 2:43 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د عربو متلونه په دوامــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

                                                                                     نسيم پسرلی

What is learnt in the cradle lasts to the grave-۶۰

په زانګو كې زده سوي تر قبره په ياد وي.

Your tongue is like a horse--if you take care of it, it takes care-۶۱ of you; if you treat it badly, it treats you badly

ستا ژبه د آس په څېر ده ، كه يې خيال وساتې نو ستا خيال ساتي او كه بده رويه ورسره وكړې نو له تا سره هم بده رويه كوي.

 

 

  Chinese Proverbs          د چينايي وګړو ځيني متلونه

 

۶۲-A cloth is not woven from a single thread
کالۍ له يوه تاره نه اوبدل کيږي٠

A day of sorrow is longer than a month of joy-۶۳
د غم يوه ورځ د يوې مياشتې له خوشحالۍ اوږده وي.

A fall into a ditch makes you wiser-۶۴

كندې ته غورزېدل تا هوښياروي.

A nation's treasure: scholars-۶۵

د يو قوم خزانه علماٍ دي.

A person with a bad name is already half-hanged-۶۶

بد نامه سړى نيم زوړند وي.

A smile will gain you ten more years of life-۶۷

يوه مسكا به د ژوند لس كاله در كړي.

A wise man makes his own decisions, an ignorant man follows public opinion-۶۸

هوښيار پرېكړي خپله كوي، جاهل د خلګو په نظر پسې وي.

All things at first appear difficult-۶۹

ټول شيان په لومړي سر كښې سخت ښكاري.

All things change, and we change with them-۷۰

ټول شيان بدليږي او موږ هم ورسره بدليږي.

An ignorant doctor is no better than a murderer-۷۱
نا پوه ډاكټر له قصابه ښه نه دى.

An inch of time is an inch of gold, but you can't buy that inch of time with an inch of gold

 ۷۲-يو انچ وخت يو انچ سره زر دي، ليكن ته دغه انچ وخت په يو انچ سرو ا خيستلاى نسې.

An old friend met in a far country is like rain after drought-۷۳

د يوه پخواني ملګري ليدنه په يوه لرې هيواد كې لكه له وچكالۍ وروسته باران.

Don't count your chickens before they are hatched-۷۴

مخكې له دې چې هګى څخه را ووزي خپل چرګوړي مه شماره.

Dig a well before you are thirsty-۷۵

له تندی مخكې څاه وكنه.

Count not what is lost but what is left-۷۶

بايللي مه شماره پاته وشماره.

 

                                                                     تر بيا

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:9 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د عربو متلونه       Arabian Proverbs

                                                                                      نسيم پسرلی

 

۴۳- A book is like a garden carried in the pocket.

 

کتاب د يوه باغ په څېر دی چې په جېب کې وړل کيږي٠ 

 

۴۴- A kind word can attract even the snake from his nest.

 

يوه ښه او نرمه خبره مار له ځالې راايستلای سي٠

 

۴۵- All mankind is divided into three classes: those that are immovable, those that are moveable, and those that move.

 

ټول انسانان په درې ډلو وېشل سوي، هغه چې خوځېدلای نسي، هغه چې خوځېدلای سي او هغه چې خوځيږي٠

 

۴۶- Death is a black camel that lies down at every door. Sooner or later you must ride the camel.

 

مرګ يو تور اوښ دی چې دهر چا وره ته چو کيږي، ژر يا وروسته به پرې سپرېږې٠

 

۴۷- Do not cut down the tree that gives you shade.

 

ونې مه پرې کوئ چې سيوری درکوي٠

 

۴۸- Fear not the man who fears God.

 

له هغه چا مه وېرېږه چې له خدايه ډاريږي٠

 

۴۹- Silence is the best answer to the stupid. The fool has his answer on the tip of his tongue.

 

چپتيا احمق او ساده لره ښه ځواب دی، احمق ځواب د ژبې پر سر لري.

 

۵۰- A secret is like a dove: when it leaves my hand it takes wing.

 

راز د کفترې په څېر دی، کله چې لاس پريږدي نو وزرې کوي٠

 

۵۱- Ask the experienced rather than the learned.

 

د پوه په ځای له تجربه لرونکي څه وپوښته٠

 

۵۲- Every day of your life is a page of your history.

 

د ژوند هره ورځ ستا د تاريخ يوه پاڼه ده٠

 

۵۳- Every sun has to set.

 

هر لمر ناسته ( زوال) لري٠

 

۵۴- He who plants thorns must never expect to gather roses.

 

هغه څوک چې اغزي کري بايد کله هم ارزو ونلري چې ګلاب ټول کړي٠

 

۵۵-Proverbs are the lamp of speech.

 

متلونه د خبرو څراغ دی٠

 

۵۶- The mind is for seeing, the heart is for hearing.

 

ذهن د ليدلو لپاره دی او زړه د اورېدلو لپاره٠

 

۵۷- Think of the going out before you enter.

 

له ننوتلو مخته د وتلو فکر وکړه٠

 

۵۸- Who does not go with you, go with him.

 

څوک چې له تا سره نه ځي ته ورسره ولاړ سه٠

 

۵۹- Wishing does not make a poor man rich.

 

امیدونه او ارزوګانې غريب سړی نه بډايوي٠

 

                                                                تر بيا

 

+  31 Jul 2007ساعت 12:13 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


American Proverbs

 

                                                                           نسيم پسرلی 

 

A man can die just onc

۲۴سړی يو ځل مړ کېدای سي

A poor man is always behind

٢۵فقير سړی هميشه وروسته پاته وي٠
A tree never hits an automobile except in self defense

۲۶ونه کله هم موټر نه وهي مګرد ځان ژغورلو لپاره٠
All men are fools, but all fools are not men

۲۷ټول سړي احمقان دي ليکن ټول احمقان سړي نه دي٠
Bad news travels fast

۲۸بدې خبری ژر خپريږي٠
Christmas comes, but once a year is enough

۲۹کرسمس(د عيسويانو اختر) راځي،مګر د کال يو ځل بسته٠
Don't cry over spilt milk

۳۰په تو سوو شيدو مه ژاړئ٠
Don't use a lot where a little will do

۳۱ډېر مه استعمالوئ چېرې چې لږ يې کولای سي٠
It takes a thief to catch a thief

۳۲غل پکار دئ چې غل ونيسي٠
Old age is ripeness


۳۳زوړ عمر پخوالی دئ٠
Poets are born, not made

۳۴شاعران زيږي، جوړيږي نه٠
The bad workman blames his tools


۳۵بد (ناپوه) کارکوونکی سامان ملامتوي٠

Where there's smoke, there's fire

۳۶چېرې چې دود وي هورې اور وي٠
Wishes won't wash dishes

۳۷ارزوګانی به لوښي ونه مينځي٠.
You don't put robbers to work in a bank


۳۸تاسې غله په بانکونو کې نه مقرروئ٠
You made your bed, now lie in it

۳۹تا خپل کټ جوړ کئ اوس په وغزيږه٠
Here today, gone tomorrow

۴۰نن دلته سبا تللي٠
If you can't stand the heat, get out of the kitchen.
۴۱که اور ته نسې درېدلای نو له اور خونې د باندې راووزه٠

Man is greater than the tools he invents

۴۲سړی غټ دی له هغه څه چې هغه يې جوړوي٠

 

                                                          تر بيا

+  24 Jun 2007ساعت 10:54 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د مشاهيرو وروستي الفاظ

 

                                                                         نسيم پسرلی


*دشېر شاه سوري وروستي الفاظ دا وو "الحمدالله"٠
*د وژل سوي امريکايي صدر ويليم سکينلي وروستي الفاظ دا وو "څوک وژونکي ته ضرر ونه رسوي"٠
*د منلي شخصيت تهامس ايلوايډلين وروستي الفاظ دا وو "هلته ډېر سکون دی٠
*د منلي شاعر لارډ بايرن وروستي الفاظ دا وو "اوس زه وېدېږم"٠
*د نوی ترکيي د بنياد اېښودونکي اتاترک وروستي الفاظ دا وو "ګرانه دوسته مرګ دريدلی هيڅوک يې نسي درولی"٠
*د امريکا د منلي صدر ايفډي روز ويلټ وروستي الفاظ دا وو "اف، زما پر سر درد دی"٠
*د مشهور رياضي پوه ارشميدس وروستي الفاظ دا وو "له مرګه وړاندې مې پرېږدئ دا يوه دايره مکمله کړم"٠

 

                                                                                                له اردو ژبې څخه

+  23 Jun 2007ساعت 4:16 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

سلامونه! ما د نړيوال ادب څخه د ځينو مشهورو متلونو او ارزښتناکو ويناوو ژ باړې ته ملا تړلې خدای دې وکي چې په کې بريالی سم او له تاسو ښاغلو مينه والو څخه هيله کوم چې په خپلو دعاوؤ کې می تر تله ياد ولرئ.

                                                   

                                               په مننه

 

 

                                                                      نسيم پسرلی

 

 

         د افريقا د اوسيدونکو مشهور متلونه

        

 

۱. A barber does not shave himself.

Ø   ډم خپل ځان نه خرييي

2. A comb becomes bad when it hurts you.

Ø   ږمنځه هلته بده سي،چې پرې زخمي سې

3. A stranger has big eyes but sees nothing.

Ø   بيګانه غټی سترګی لري خو څه نه ويني

4. A weapon which you don't have in your hand won't kill a snake.

Ø   هغه وسله چې په لاس کې يی ونلرې،مار به و نه وژني

5. Ashes fly back into the face of him who throws them.

Ø   ايرې د هغه چا پر لور ور الوزي چې اچوي يې

6. Before shooting, one must aim.

Ø   له ويشتلو مخته بايد نښه ونيول سي

۷. for tomorrow belongs to the people who prepare for it today.

Ø   سبا په هغه چا پورې اړه لري چې نن يې ورته تيارئ نيولی وي

۸. He who is being carried does not realize how far the town is.

Ø   بيول کيدونکی نپوهيږي چې ښار څومره لرې دی

۹. If a child washes his hands he could eat with kings.

Ø   کوم ماشوم چې خپل لاسونه مينځلای سي، له پاچاهانو سره ډوډی هم خوړلای سي

۱۰. If you climb up a tree, you must climb down the same tree.

Ø   کومی ونی ته چې ختلای سې بايد بيرته تری راښکته کيدلای هم وسې

۱۱. If you run after two hares you will catch neither.

Ø   که د دوه سويانو پسې منډه واخلې يو به هم ونه نيسې

1۲. Seeing is better than hearing.

Ø   ليدل له اوريدلو غوره دي

۱۳. The end of an ox is beef, and the end of a lie is grief.

Ø   د غوايی پای غوښه ده او د درواغو غم

۱۴. The fool speaks, the wise man listens.

Ø   احمق خبرې کوي، هوښيار غوږ نيسي

۱۵. We start as fools and become wise through experience

Ø   موږ د احمقانو په څير پيل کوو چې د تجربې پواسطه هوښياريږو

۱۶. When a king has good counselors, his reign is peaceful

Ø   پاچا چې ښه سلاکاران ولري نو سيمه يې په امن کې وي

۱۷. When a needle falls into a deep well, many people will look into the well, but few will be ready to go down after it.

Ø   کله چې ستن څاه ته ولويږي ډير خلګ به څاه ته پسې وګوري ليکن ډير کم به دی ته تيار وي چې پسې ښکته سي

۱۸. When the blind lead the blind, both shall fall into the ditch.

Ø   کله چې ړوند د ړوند رهبري وکي دواړه به نهر ته لويږي

۱۹. When you live next to the cemetery, you cannot weep for everyone.

Ø   کله چې د هديرې په څنګ کې و اوسئ، نسئ کولای د هر چا په غم وژاړئ

۲0. Whether the knife falls on the melon or the melon on the knife, the melon suffers

Ø      . که هندواڼه په چاقو او يا چاقو په هندواڼه ولويږي په دواړو حالاتو کې زيان د هندواڼی دی

۲۱. Whoever tells the truth is chased out of nine villages.

Ø   رښتينۍ سړی له اوؤ کلو(قريو) تعقيبيږي

۲2. A razor may be sharper than an ax, but it cannot cut wood.

Ø   پاکي ښايي له تبره تيره وي خو لرګی نسي پريکولای

 ۲۳. If all the seeds that fall were to grow, then no one could follow the path under the trees.

Ø   که شيندلی تخم ټول لوييدلای نو د ونی لاندی به هيڅ د تللو لاره نه وه.

 

 

                                                                              تر بیا

+  30 May 2007ساعت 4:5 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


خلګ څلور ډوله دي:

 

                                                                                                       نسيم پسرلی

 

هغه چي نه پوهيږي او نه پوهيږي چي نه پوهيږي هغه احمق دي، ځان ترى لرې وژغوره .
هغه چي نه پوهيږي خو نه پوهيږي چي نه پوهيږي هغه ساده دى، ويي پوهوه.
هغه چي پوهيږي خو نه پوهيږي چي پوهيږي هغه ويده دى ، راويښى يي كړه.
هغه چي پوهيږي او پوهيږي چي پوهيږي هغه هوښيار دى، پيروي يي وكړه.

 

                                 له انګليسي ادبياتو څخه.

+  12 May 2007ساعت 10:10 AM  ليکونکی نسيم پسرلی