تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







 

ستا د وړو وړو سلګو نه ځار سم

 

احمد شاه پاڅون-هلمند

 

د هغه مي يوازي درې ورځي مخکي يوه صحنه په زړه سوه چي زه پر موټر سايکل بآزار ته تلم دى په لاره کي ولاړ وو ورته ودريدلم او عصمت الله ته مي وويل راځه تر يو ځايه پوري به دي ورسوم هغه راته په ډير خندرويه لهجه وويل تاته دي خداى خير درکړي زه پر  پښو ځم زه ورته ټينګ سوم تر بازاره مي راوړ  هلته يې ډيره بخښنه راڅخه وغوښتل او په ډير ادب سره يې رخصت کړم .خو اوس زه په يو غټ سالون کي ناست يم ټول سالون د خلکو ډک دى او لانور هم راروان دى ټول چپ ناست دي يوازي ملاصاحب په زوره زوره خبري کوي مخامخ دوه عکسونه چي په ښکلو ګلونو کي پوښل سوي دي پراته دي هغه د عصمت عکسونه دي هغه نن په دې نړى کي نسته مخامخ يې  پلار راته ناست دى په يو لوى  څادر کي يې ځان پيچلى دى او ورو ورو يې اوښکي له سترګ بهيږي نور ډيرى کسان هم  ژاړي .

عصمت زما د ډير وخت ملګرى وو د قران پاک حافظ وو  يوازي دوې مياشتي مخکي يې واده وکړ او ما ته به يې په خندا کي داسي ويل (( نور نو ماته د شپې ست مه کوه )) لوى څښتن د ښکلو  اخلاقو تر څنګ په يوه  ډيره زړه راکښونکې ځوانۍ هم پوښلى وو .

عصمت  په هغه ناځوانه ځآنمرګي بريد کي شهيد سو  چي يوازي لمونځ کونکي يې نښانه وګرځول .

هغه مهال زه په دفتر کي په کار بوخت وم چي يو داسي درب مي تر غوږ سو  چي عيني زړه يې راخبر کړ غالبه ګمان مي دا وو چي زموږ په دفتر کي چاودنه وسوه ټول دباندي راووتلو  ځيني ژورناليستان په منډه د خپلو سايلو سره ولاړل يو ګړى وروسته معلومه سوه چي بريد د لښکرګاه په مرکزي جامع جمات کي  د والي پر مرستيال حاجي پير محمد اخند زاده تر سره سو چي تر څنګ يې ګڼ شمير نور لمونځ کونکى شهيدان او مسجد يې ژوبل ژوبل کړ  د ماپښن د لمانځه لپاره ووتلم څه ګورم چي د عصمت خپلوان ډله ډله کيږي او بې تابه يوې او بلي خواته وارخطا منډي وهي ومي پوښتل څه پيښه ده ؟ څرګنده سوه چي عصمت نسته او ټليفون يې هم کار نه کوي .

مړي او زخميان ټوله د لښکرګاه بيړني (امرجنسي ) روغتون ته ليږدول سوي وه ټولي لاري او چوکونه پوليسو بند کړي وه هيڅوک يې نه پريښودل چي د روغتون لوري ته ولاړ سي هره لار چي به د روغتون لوري ته ګرځيدلې وه ډله خلک به يې په خوله کي ولاړ وه ټولو به ددې انتظار   ايستۍ چي کله به پوليس لاره خوشي کړي چي دوى روغتون ته ور سي . .

خدايه ! يو څه بد حالت دى د ټولو زړونه په کوګل کي نه وه هر يوه دا غوښتل چي په مړو او ژوبلو کي وګرځي او د خپل زړه تسلا وکړي خو پوليسو يې مخه نيولې وه .

په دې بله ورځ د څو نورو ملګرو سره د حاجي پير محمد اخندزاده فاتحې ته روان سوم فاتحه په هغه مسجد کي وه چي مرحوم جوړه کړيوه  او هم مرحوم ته پکښي د اجل پرښتې راغلې د مسجد دباندي ساتونکو  سخته تلاشي کوله دننه مسجد ته ولاړو دمسجد ټول ديوالونه ژوبل ژوبل په لوګو تک تور او د پخوا په لسمه ښکلا يې نه وه پاته د مسجد په منځ کي ودريدلم دهغه زخمو ته مي کتل او داسي مي ورته وويل (( اى مسجده ستا تر هسکو منارو وګرځم ،مسجده ستا د ازانونو هري کليمې ته لوګى لوګى سم ، اى د مسلمانانو ټاټوبې ، افسوس چي زموږ ددين دښمنانو ته هم و نه بخښلې ستا پر وجود يې هم زخمونه جوړ کړل ته څومره با همته يې څومره لوړ جرات لرې چي لا نړيدلى نه يې څرنګه پر دومره زخونو صبر کولاى سې تا په خپلو سترګو وليدل چي لمونځ کونکي پر څه حال وه هغه څوک چي ته يې جوړ کړې هغه هم تا په خپلو سترګو وليدل چي ټوک ټوک سو ، اى سپيڅلې مسجده تا هغه چغي هم واوريدلې (( وي بابا الله لالا وي کاکا الله زما خدايه دا څه وسول )) د هغو سپيڅلو مسلمانانو د وينو بوى اوس هم ستا په وجود کي احساسيږي .

نو اى زما د زړه ټوټې ستا هري بلا ته زه ودريږم اوس درڅه يوه هيله کوم د خداى لپاره اوس په دې زخمي زخمي بدن په دعا پيل وکړه ګوندي ستا دعا د لوى خداى په دربار کي قبوله سي ستا تر دې سپيڅلي نوم قربان سم ، زموږ ټول ولس په داسي حال کي راګير دى چي يوځاى هم ځان په امن کي نه احساسوي خدايه نن ټوله ښار  په غم کي راګير دى په ډيرو مسجدو کي د تلاوت او دعا وي اوريدل کيږي په ډلو ډلو خلک ورځي او راځي .

د خداى پار دى ټول خلک په ارامه ژوند کوي دا موږ خداى په کومه ګنا نيولي يو چي د اختر په ورځ هم د فاتحې کمبلي ژاړو .

 مسجد راته د راز په ژبه وژړل او ويه ويل ما چي څه ليدلي دي که ما ژبه د انسان غوندي ژبه درلوداى نو ما به دومره ژړلي وا دومره به مي ژړلي واي چي د نړۍ ټول مسجدونه به مي راسره په ژړا کړى واى رشتيا چي افغانان په ډير دردونکي حالت کي ژوند کوي .

 

 

 

                              پاى

 

 

 

 

+  4 Feb 2008ساعت 1:38 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 له دکن نه يي تېر کړ خو توبه نه کاږي!
 
 
 
شېر پاو احمدي--پېښور03329070947-0092
 
 
 
د هند په نوي ډيلي کي د افغانستان ايران پلوی سفير او د ښاغلي حامد کرزي ملګری، دپښتون ملت او افغاني ار فرهنګ سره له دښمنۍ ډک چلند څخه لاس نه اخلي٠

دا څېره چي مخدوم رهين نوميږي، پوره څلور کاله د ولسمشر کرزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير و، دا افغان وزير؟؟؟، افغان خو ځکه ور ته نشو ويلی چي د وزارت په څلورکلنه دوره کي د خپل ايراني بادار د فرهنګ د پلي کېدو هڅي او کوښښونه کول، د افغاني فرهنګ او افغانانو لپاره يي هيڅ کار نه دی کړی او زيار يي ايستلی چي لا په افغانانو ايرانی او پردی فرهنګ وتپي، خو زما په اند ايراني باداران يي تېروتي دي، دا فکر يي له ياده ايستلی چي په تېرو لسيزو کي دلته د وخت ستر زبر ځواکونه لکه انګرېز او نړيوال کمونيزم په ګونډو شوی، نو ايراني فرهنګ لا څه مانا لري، که يې نه مني نو د ګرګين او صفوي شاه حسين د قبرونو نقچې دي وټکوي او له هغوی دي وپوښتي٠ نه پوهېږم چي رهين څنګه نه شرمېږي، يو ځل د خپلو ناوړه اعمالو توپان د هند وچي ته ورساوو، لا بيا هم توبه نه باسي، هلته يي هم د کابل د ښار او د هيواد د نورو ښارونو په څېر د لوحو د پاړسي کولو هڅي پيل کړې تر څو خپل باداران خوشاله وساتي او د افغانستان د لوی سفارت لوحه يي په (سفارت کبرای افغانستان) واړوله٠

نو نه پوهيږو چي د کرزي دغه (جامع الکماله) رهين به د افغانانو د کوم رنځ دوا شي، د ده په څلور کلن پېر کي د هيواد ګڼ لرغوني اثار لوټ او ګڼې کيندنې د هيواد په لرغونو سيمو کي وشوې، رهين له هغو بې خبره و او د لوحو د پاړسي کولو په کار بوخت و، په ولايتونو کي يي د اطلاعاتو او فرهنګ په اړوندو ادارو او رياستونو کي داسي کسان ګمارلي و چي يوازي او يوازي د ايران د ګټو ساتونکي و، چي ښه بېلګه يي د ملي راديو ټلويزون رييس نجيب روشن و، چي د رهين تر شړل کېدو وروسته يي د نوي وزير امر نه پلی کاوه٠

رهين چي د افغانستان د ملي ترمينالوژي په ايراني کولو لاس پوري کړی و، لا يي زړه اوبه نه وې څښلې چي ملي او منلي فرهنګ ته يي زيان واړاوه، بيا يي د هيواد نوی جوړ شوي  ملي سرود پاړسي کولو ته ملا وتړله، ځکه چي هغه په پښتو وو او هغه يي نشوای هضمولای، داسي ګړي ته يي واچاوو چي سرود په پښتو دی خو ږغ او لهجه د ايرانيانو په ډول دي چي هيڅ ډول د افغاني ملي غرور سره اړخ نه لګوي٠ دا وې د ولسمشر د نازولي دوست ځيني کړنې، خو دا خبره نوې نه ده، څو لسيزي وړاندي د ملت بابا ظاهر شاه هم يو نازولی (ببرک کارمل) درلود چي د جنوبي سيمو خلکو او په ځانګړي ډول پښتنو ته به يي پاکستانيان ويل، خو يوه ورځ د همداسي يوې وينا له کولو وروسته داسي وډبول شو چي ابن سينا روغتون ته د کوما په حالت کي ورسول شو چي د ملت بابا ډېر په خپه وو، خو کله چي له دې پېښي يوولس کاله وروسته د روسانو په مټ ولسمشر شو، څونه بې ګناه هيوادوال يي تر روسي ټانکونو لاندي کړل٠ ولي! د کرزي نازولی دوست چي کله د افغانستان د ولسي جرګې لخوا له وزارت څخه وشړل شو او لعنت يي پر وايه، کرزي يي بيا د وزير کولو هڅي کولې خو و نه منل شوې، بيا يي دغه رټل شوی په هند کي سټپني کړ, رټل شوی ځکه ورته وايو چي د افغان ولس د استازو لخوا رټل شوی دی٠

ښاغلی کرزی په کنچينۍ ملي يووالۍ راولي، رهين د هغې کنچينۍ په بېلګه دی چي سر يي د يوه چا په غېږ کي وي او پښې يي د بل چا سره وي، د رهين سر هم له افغانستان او پښې يي له ايران سره دي، خو فکر نه کوم چي د کرزي صيب د ملي يو والي دا وړۍ به شړۍ شي٠ که چيري دا ډول ملي، افغان اوپښتو ضد کسان په دولتي لوړو پوستونو پاتي شي لا نورې ناخوالي به هم وزيږوي٠ پښتنو په خپل اصل ټاټوبي کي اوږده واکمني کړې او د هيواد د ټولو قومونو او لږکيو ژبي ته يي احترام کړی او اوس هم ورته پوره پوره درناوی لري، خو هر هغه عمل چي د څه له پاسه 67 فيصده پښتنو په زيان د ملي يووالي تر چتر لاندي تر سره کيږي او د پښتنو ټول حقونه تر پښو لاندي کوي داسي ملي يووالي ته هيڅ اړتيا نشته  او نور بايد د داسي کسانو پر وړاندي دې زيانمنوونکي مضر احتياط ته د بای ټکی کېښوول شي او د دوی پر وړاندي دي ټول پښتانه روڼ اندي، ليکوالان، او وروڼه قومونه تر خپله وسه مبارزه وکړي٠

 

+  25 Jan 2008ساعت 3:28 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


دانازولی به ترڅو پوری وی

 

 

احمد جاوید حامد سلیمان خیل

 

 

 

څه دپاسه پنځه او یا نږدی شپږ کاله کیږی چی دطالبانو واکمنۍ یوی خواته اوپرځای یی د کرزی په مشری واکمنۍ رامنخته شوی ده اودهر ه لو ری او  خو ا څخه دآبادیۍ غږونه اوریدل کیږی اودامنیت ،پوهی ،اقتصادی ودی ،کلتوری بډاینی غږونه هم دښو ملګرو په توګه جوخت ورسره درمی خوعجیبه دا ده چی دا به څومره ریښتیا وی اوکه نه یواځی اورازی دی زه فکر کوم چی دابه یواځی اوازی اودروازی وی داځکه چی دلری ولایتونو حا ل خو پر خپل ځای پریږده دکابل ښار چی دحکومت مرکز هم ده وګورو  چی په کابل کی هم داخبری درواغ کڼلی شو ځکه چی پکی وران سړکونه بندی لاری چی دچارواکو له خوا دخپل کورونو دښه امنیت لپاره تړلی اویاهم هغوی دخپل تګ راتګ لپاره په موقتی ډول بندوی اوخلاسوی اوهمدارنګه دامنیت له پلوه خلک ډیر ناکراره دی آن تردی چی  خلک خپل اولادونه دتښتونی او دچاودنو له امله مکتبونو ته هم نسی پریښودلی اوخپله هم له ویری اوډارڅخه بازار ته دخپلو خوراکی توکو درانیولو لپاره نشی تللای د ښایسته لوڼو اودکور دمالونو اوشخصی ځمکو اوکورونوحال خو  دی همدلته وی راځو دپوهی په لو ر نو دلته خو خدای نیک بختی د پو هنی دوزیر په برخه کړی ده چی نن سباخو دژند تولی چاری په انګلیسی اوکمپیوټر پوری تړل شوی دی آن تر دی چی خیر هم دانګلیسی  د نه پو هیدو په صورت کی نه کیږی اوس به دا قتصادی بډاینی تروره سر ور دننه کړو هغی نوځان داسی را ښکاره کړ ټوپک اونظامی دریشی لرم نو پیسی ته لا څو ک یی د سړیو خر څلاو خو در باندی وکړم نو خوډیر څه ویل نشم کولای  خو په دایو ه ټوټه به یی درخلاسه کړم

 

ولله ډیر می چی خوښیږی هغه ته یی

هم لیلا او هم مجنو ن می ګله ته یی

قهرمانه او  توریالیه ګټه ډیره

دپو لیسو دپوستی ټوپکه ته یی

 

نو ریښتیا هم همداسی ده زه هم دا ورسره منلی سم ځکه نظامیان سړک وهلای سی ،معاش لری ،مسلح غلاکولای سی شراب څښلای سی ،عارضین نر اوښځي باندی ډول ډول تیری کولای سی ،داځکه چی هغوی خو نو یا په قتل ،غلا، سیاسی کیسو نو اویا هم دکو رنه په تیښته تو رن وی اودښامار په خو له کی ناست وی نو هرڅه به په خلاصه ټنډه منی اوهمدارنګی په لکونو لکونو روپی دعاجزانو اوفقیرو خلکو په ناحقه  تورن ولو اویاهم دقاتلینو ،شرابیانو ،لاویانو بازینګرو اویانو رو چارچوټانو دخلاسو اونیولو څخه لاسته راوړلای سی نو خو زه هم منم چی ډیره ستره بډاینه سویده  که څوک موچی وه نو اوس به دبوټو نو ستره مغاذه لری ،که خر یی لاره نو اوس به څوموټری لری ،که دو کان اویاهټی لرله نو اوس خو مارکیټونه ساده خبره ده ،که مامور وه نو ریس ده او که مدیر وه نو وزیر ده او که ریس وه نو مشاور ریس جمهور  به شو ی وی  چی په خو ب کی به یی هم داسی    نو ی راغلی کله او که څوک  له څوکی څخه ستړی وی  نو بیاخو دښی  پانګی خاوند دی ستره پانګونه کوی همداده چی دنړی اوهیواد په کچه دملی تجار لقب ځانته اخلی چی لوڼی او ځامن یی هم په  لنډکروزر موټرانو باند یو تر بله سیالی ترسر کو ی چی د فلمانو او سر یالونو  په لیدو سره  هم دموټرو په شان په لباسونو  سیالی کو ی  چی غریب ، بیو زلی او بی علمه خلک دعادل صیب ،مجاهد صیب ،وطن پال صیب اوداسی نو رو دلوڼو اوزامنو هو س خو ری او دنه رسیدو په وخت کی ښځه په میړه اومیړه په ښځی سر نه ټیټوی   هماغه ده چی دمسلی دښه نه پوهیدو اویاهم دهغی دحل لپاره بیاخپله دښامار خو لی ته و ر دانګی او په لو ی لاس د مرګ او بی غیرتی کو می ته ورشی چی خپل نوم هم بیا په ځغرده نشی اخستلای همدارنګه دهالیوډ ،بالیوډ اویاهم دټیلی فلم په لیدو سره سباسم دهغوی لوبی او پیښي کو ی  دمکتبونو ،کورسو نو ،پو هنتونو نو په دروازو او یاهم دهغو په داخل کی پیره داران او یاهم د پو لیسان افسران شی او دخلکو ژوند په ریښنی تو ګه په یو فلم و ر بدلو ی نو ر به زه څه درته ولیکم خو دشعر په دغه کوچنی  ټوټه دی سلسلی ته دپا ی ټکی کیدم .

 

له مامو ره تر وزیره بی کلتو ره یو پوهیږم

خپل کلتو ر مو دی پریښی کلتورو نه راسره دی

سم ډمان راځینی جو ړ دی داصیل کلتو ر نامه کی

څه ګډیږو و رته اوړو څه ډولونه راسره دی

 

دی کلتو ر او فرهنګ لپاره هم دایو ه ټو ټه بس ده  دانازولی به تر څو پوری وی او ددی نازولو داحال به عادی افغانان ،دینی ریښتینی عالمان ،دقلم خاوندان ،په خدای مینو خلکو مجاهدینو،طالبانو  تنکی او نازولی قاریانو ګوری او لاس تر زنی به کنی نه نه دوی به ځان ددی غر بی او شر قی نیمچه مسلمانو په څنګ دیو ه شیطان مثال بولی اود غره سختی دمرګی شیبی به د ځان لپاره ویاړ بو لی چی دتش په نامه یهو دی اونصاری بیرغونو لاندی ژوند وکړی نو همدا سبب ده چی دخپل لاس انتخابی حکومت نه دخلکو کرکه راضی ورسره ورسره دحکومت ملاهم دماتیدو ولوری ته درمی نو زه وایم که حکومت ددی مخه وننه نیسی نو دنجیب دحکومت پالی به ولری .

 

 

                                              احمد جاوید حامد سلیمان خیل

 

 

 

 

+  21 Jan 2008ساعت 10:22 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د ډاکتر کبير ستوري په ياد

 

 

یــو ســتوری پــه اســـمان د پـښـتـونــخـوا وځلیدو

په غــرونــو، مــیـدانـــونـــو، درو واړو خــــوریــدو

دی سـتوري چــې رڼا کـړی د ایــشیا یورپ زمـکی

په زړه کـې یی مــشــال د پــښــتـونـــوالـی بـــلـــیـدو

دا سـتوری د اسـمان اوځمکی نور شو هری خوا ته

وحــــدت د پـــښــتــنـو د ده ارمـــــــان وځـــــلـــــیـدو

هـــــر ټــکی د قــــلـــم ئــې نــــوی زیــــری د ســــحر ؤ

د خــــپــل وطـــن زره زره کــې داســی پـــړقــــــیـــدو

کـــه عــــلــــم، ســـیاست ،که ادب واړه ئې اضـبـر ؤ

رڼـا د پــــــښــــتـــنـــو د نــــوی ژونـــد نــه زاریـــــدو

نــــــظــــر ئــې وقـــــابـي ؤ او هـــمـت ئــــې فــــولادي

د یــــو غـــاصــب په مــــخــکی د ده ســـر نه ټــیـټـدو

ســـــپـاهی د بـــاچــا خـــان ؤ او شـــاګرد ؤ د خــټک

داځــــــکـــه ســـیاسـت ادب کــې داســـی چـــغــیـدو

الله ورتـه د ذهـــــن تـــحـــفه داســـی ورعـــــطا کــــړه

بـــنــده به ویـل قــامــــوس دی چـــې بـه کــلـه ویـیدو

دا ســتــوري کــلـــه کـــلــه پـیدا کــیږي په صـدو کې

په غــــم د پــــښــــتــنـو به لکــه شـــمـعــه ســــوزیـدو

په ځــــمکــه د یــورپ ئــې د پـــښــتو رڼــا خــوره کړه

په خـــپله پـــوهـــه هــــر ځای لـکـــه غـــــر اوچــتیـدو

تـــیـاری ئــې مـونږ ته رڼـا کړلی پخپله خدای له لاړو

زمــــونږ مـظلــومــیت له د خدای وړانـدی کـیښودو

کــوم تــخــم چـــې کـــرلی ده په ځــــمـکـه د پـښتون ؤ

اوس دغــــه بــــوزغــلـی راغــی هـــر خـوا به خوریدو

کــــــونړه نــــره ځــــــمــکـــه ئــې زیــــږی داسـی نـــران

دونـــیـا ئـې پــه ارمــــان کــــوي صـــفــت د اوریـــدو

د ســتوري ارمــــانـونه پــوره کــیږي که خدای کړي

د نوی کـول ځـــلــمو کـــړل پـــښـــتـانـه په ویــښـیدو

نـــیاز خـــو هره ورځ ورته پــنـځه وخــتـه دوعا کړی

خــو پــه زړه ئــې ارمــان پاتی شو د سـتوري د لیدو

پـه طـــور د مــحـبت ئـې په اولاد بـاندی مـیـن شوم

ارمــان مــې خــدایه شــکــر چــې پـه دوۍ ورژیــدو

 

 

                                                                  پروفيسر جهانزېب نياز

 

+  8 Jan 2008ساعت 3:36 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د كريسمس ډالۍ

 

 

 

ليكوال:

O.Henry

 

ژباړن: نقيب الله متونوال

 

 

 

 

 

 

ډيلا ژړل او په ژړا ژړا يې خپلې پيسې هم ګڼلې، يو ډالر او اوه اتيا سينټه، بس همدومره وې. شپېته پنياى ماتې يى نورې  هم درلودې، چې له ډېره وخته يى ساتلې وې. ډيلا دا درې ځلې وشمېرلې، يو ډالر او اوه اتيا سينټه، او راتلونكي ورځ به كريسمس وي. ډيلا ژړا بس كړه او پاڅېده چى په مخ پوډر ووهي.

دا د كړكى څنګ ته ودرېده او يوې خړې پيشو ته چى د شا انګړه كټارې خوا ته روانه وه كتل. سبا به د كريسمس ورځ وي. ډيلا يو ډالر او اوه اتيا سينټه لري چى د يو يو سينټ په ټولولو يى دا د څو مياشتو خوارى پايله وه چې په كريسمس كې خپل مېړه جېم ته ورباندې ډالۍ واخلي. يوه اونۍ هم نده پاتې او شل ډالره. بيې هم  تر هغه څه لوړې دي چې دې يې فكر نه كولو. ډېر ساعتونه يې پدې فكر په خوښۍ تېر كړل چې جېم ته څنګه نوې او ښكلې ډالۍ واخلي. يوه ښكلې عجيبه چې جېم يې په لرلو ووياړي.

دلته د كړكيو تر منځ يوه نرى او اوږده هينداره وه. ډيلا هغى خواته ور وګرځيده او هيندارې ته مخامخ ودريده، ناڅاپه يې سترګې رڼې او وځلېدې. كه څه هم رنګ يې يو څه الوتى ښكاريده خو په بېړه يې خپل ويښتان را كش او خواره كړل.

اوس دلته دوه شيان وو چې دوى ( جېم او ډيلا ) ور باندې وياړل. يو د جېم د سروزرو ساعت چې د پلار او هغه ته دده له نيكه څخه پاتې وو، او بل د ډيلا ويښتان لكه د اوبو يو كوچنى ابشار چې له اوږو يې تر زنګنونو پورې رسېدل. يو ځل بيا يې خپل ويښتان په بيړه ږمنځ، ښكلي او منظم كړل يو څه شيپه زړه نازړه وه او په سترګو يې اوښكې راغلې.

خپل زوړ نصواري كوټ يې واغوست او خپله زړه نصواري خولۍ يې پر سر كړه. سترګى يې همداسى ځلېدې، له كوټې راووته او په زينه ښكته كوڅى ته لاړه. يو څه لاره لاړه او په پاى كى يو دوكان ته ودريده چې پر لوحه يې ليكل شوي وو (مېرمن سوفورينو د هر ډول وېښتانو كاروباري).

ډيلا په منډه دوهم پوړ ته دوکان ته ورپورته شوه. پداسي حال چي اوږده اوږده ساه يي ايستله پوښتنه وکړه، تاسو زما وېښتان اخلئ؟

مېرمنې وويل هو زه وېښتان اخلم . خولۍ دې ايسته کړه چي يو ځل يي وګورم.

ډيلا خولۍ ايسته کړه او خپل ويښتان يي راخواره کړل.

مېرمنې خپل تجربه کار لاس ددې پر وېښتانو را کش کړ او ويې ويل: شل ډالره. ډيلا وويل: هله ژر شه را يې کړه.

راتلونکي دوه ساعته په هوا تېر شول. دا په پلورنځي کي د جېم لپاره دډالۍ په خوښولو بوخته وه چي په پای کي يې بيامونده، دا واقعأ د جېم لپاره جوړ شوی. د بل چا لپاره نه. پدې او بل هيڅ پلورنځي کي چي دې کتلی دا ډول نشته.دا د پلوتونيم څخه جوړ شوی د ساعت يو بند وو ښکلی او ارزښت لرونکی. څنګه چي يي وليد پوهه شوه چي دا بايد د جېم لپاره وي، جېم ته ورته. د ښه کيفيت لرونکی او ښکلی، دواړه صفتونه پکښي وو.

ډيلا په بېړه د پاتي اوه اتيا سينټو سره كور ته ولاړه. كله چې كور ته ورسيده يو څه ورخطا غوندې وه خو ورور په ارام شوه. د خپلو ويښتانو په ږومنځولو او برابرولو لګيا شوه. اوس ډير لنډ شوي وو.

دې هغسي وكړل چې و يې كولاى شول، د وېښتو ګړګوتي كولو اوتو يې واخيست او د خپلو ويښتانو په ګړګوتي كولو پيل وكړ. پيا يي په ايينه كي ځانته په ځير سره وكتل او له ځانه سره يي وويل كه جېم مې په وړومبي ځل ليدو مړه نكړي نو خامخا به ووايي لېونئ٠

خو ما په يو ډالر او اوه اتيا سينټو څه كړي واى.

اووه بجې قهوه جوړه، او ماښامنى هم نږدى وه.

جېم كله هم نه وو ناوخته شوى. ډيلا د ساعت بند په لاس او دروازې ته نږدې د مېز كونج ته ناسته وه.

وروسته يي په زينه د راختو ښكالو واورېدل. يوه شېبه يي رنګ والوت. دروازه خلاصه شوه، جېم د ننه راغى او دروازه يې پوري ګړه. ۲۲ كلن ځوان نرى او جدي ښكاېده. خواركى ملګرى چي د كور ټولې ستونزى دده پر غاړه وې، د هغه يو نوى بالاپوش ته اړتيا وه او دستكشى يې هم نه درلودې.

د جېم سترګى په ډيلا ښخې وې، دلته ددوى تر منځ يوداسى عبارت وو چې دې ونشو لوستلاى او ورڅخه وډاره شوه.

هغه دې ته په يو اريانوونكي ډول ور كتل. ډيلا له مېز پورته شوه او دده خواته ورغله او ورته ويي ويل جېم! ګرانه ما ته داسې مه ګوره، ما خپل وېښتان ددې لپاره لنډ او خرڅ كړل چي تاسو ته ډالۍ په واخلم. زما وېښتان به ژر رالوى شي  تاسو مه خفه كېږئ. خفه خو به نه يې؟

 

 

 

 

جېم دا زما يوه وړه مجبوري وه زما وېښتان ژر لوييږي. راځه خفګان ايسته كړو او ما ته ووايه چي كرسمس دې مبارك شه!

تاسو نه پوهېږئ چي ماڅومره ښه او ښكلى ډالۍ در ته اخيستى.

جېم وويل زه نه پوهېدم چي تا به خپل وېښتان لنډ كړي وي.

ډيلا وويل: ما خپل وېښتان نډ كړل او خرڅ مي كړل، ايا له دې پرته مو نه خوښېږم؟ زه هماغه يم يوازې خپل وېښتان مي لنډ كړي.

جېم په كوټه كي غلي هاخوا دېخوا كتل. له يوه اسويلي سره يي وويل: تاسو وايئ چي وېښتان مو لنډ كړي اوس اړتيا نشته چي پدې پسى وګرځو.  

ما وويل خرڅ مي كړل، نشته خرڅ مي كړل، دا د كريسمس ماښام دى،راپخلا شه، ما خپل وېښتان ستا لپاره خرڅ كړل.

جېم لكه يو ناڅاپه چي ويښ شي، ډيلا يي ښكل كړه او پيا يي له جېب څخه يوه كڅوړه را وويسته او په مېز يي واچوله.

زما په اړه غلط فكر مه كوه ډيلا، هسي به هيڅكله ونشي لكه چي تاسو زما په اړه فكر كوى.

دې په خپلو سپينو ګوتو كڅوړه خلاصه كړه او د خوښۍ يوه چيغه يي وكړه اوبيا ژر د ښځو اوښكي او ژړا.

د ږمنځو سيټ وو، هلته د (بروډويسټ) پلورنځي په كړكى هاخوا دېخوا يې كړلې او تر ډېره يي وستايلې،ددې وېښتانو ته ورته ښكلى ږمنځى، خو اوس هغه وېښتان نشته چي دې بايد پرې ږمنځ كړي واى. اخر له اوښكو سره مسكۍ شوه او ويې ويل جېم زما وېښتان به ژر رالوى شي.

      ډيلا لكه كوچنۍ پيشو په ټوپونو شوه او چيغې يي كړې، اوه اوه، جېم تر اوسه د دې ښكلى ډالۍ نده ليدلې. د ده دساعت لپاره بند، سره كش يي كړ او په بې صبرۍ يي د جېم په لاس كي وركړ. جېم! ډېر ښكلى ندى! پهدې پسې مي ټول ښار راوغوښت چي اخر مي پيدا كړ. اوس به په ورځ كي سل ځله ساعت ګورې چي څو بجې دي. ساعت دى راكړه چي و يې ګورم څنګه ورسره ښكاري.

جېم ددې په ځاى چي د دې ومني مسكى شو او خپل لاسونه يي د سر شاته كړل او په كوچ كي وغځېد او ويې ويل: ډيلا اوس د كرسمس ډالۍ هاخوا كړه، ډېرې ښكلې دي، چي اوس په كار نه راځي. ما مي خپل ساعت خرڅ كړ چي په پيسو يي تا ته ږمنځې واخلم. ښه نو! شايد اوس به تاسي وكولاى شئ چي ماښامنى تياره كړئ.

 

 

 

              

                                           پاى

    

 

+  15 Dec 2007ساعت 11:48 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


داڅوک دي او دا څوک دي؟
 
 
 
    د احمد جاوید حامد لیکنه
 

 
 

ګرانو اودرنو لوستونکو یو ه ورځ دخیالونو اوفکرونو په نړی کښی تر ستونی پوری ډوب وم دخیال دنړی دانځورونو په هټی کښی دڅو چیغو انځورونو زما پام ځان ته داسی رواړوۍ چی یو تر بله په ټکر کښی وی اودواړه یی دعوامو ،مظلومو اوبیوزلو ملتیانو لپاره کارول کیدې غواړم ددی چیغو دانځورونو یوه یوه کوچنی کوچنی بیلګه درته راوړم٠ هو! یوه داسی ویل داڅوک دي ؟ چی زمونږ مکتبونه ښوونځي راسوزي ،زمونږ خويندی را ډاروي ،زمونږ وروڼه راوژني ،زمونږ بچي نه پریږدي چی زده کړه اوتعلیم وکړي پوه سي سبا ورځ خپل صنعت ته وده ورکړي او په خپلو پښو ودریږی وطن اوهیواد جوړ کړي نه نه مونږ نه ویریږو بیا به هم ورځو اوبیا به یی هم جوړوو اوبیابه یی هم جوړوو،
 
 
 

د مطلب ادامه٠٠٠٠٠خامخا يي ولولئ
+  4 Dec 2007ساعت 10:40 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


 

د امریکا له بریده شپږ کاله وروسته افغانستان

 

شپږ کاله وړاندې، امریکا او نړیوال متحدین یې په نیویارک کې د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز د برید پړه په افغانستان کې میشت د القاعدې ډلې په مشر اسامه بن لادن واچوله او په همدې دلیل یې ځواکونه د افغان په کور کښیناستل.
دا برید ولې او څرنګه ترسره شو، بله موضوع ده، خو تر اوږدې جنګ جګړې وروسته یې ډیر افغانان په دې هیله کښینول، چې دا خلک خو به نور نو په افغانستان کې سوله او امنیت ټینګوي اودولت به جوړوي.

که په حقیقت سترګې پټې نشي، نو په تیرو شپږو کلونو کې افغانستان ځینې لاسته راوړنې درلودلې، خو هغه څه چې تمه یې کیدله ونه شول، نړیوالې ټولنې او افغان دولت ونشو کړای چې د خلکو زړونه تر لاسه کړي. او دا د دوی لپاره یو چانس وو، چې ښایي که حالت همداسې روان و اوسي، له لاسه یې ورکړي.
په لاندینیو څو کرښو کې مې هڅه کړې چې په تیرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې شوي پرمختګونه تر خپلې وسې وڅیړم.

ایا په ملیاردونو ډالرو مرستې په ځای ولګیدې:
په تیرو شپږو کلونو کې د چارواکو په وینا له ۱۲ ملیارډو امریکایي ډالرو نه ډیرې مرستې له افغانستان سره شوي دي.

خو پوښتنه دلته ده، چې ایا په افغانستان کې شوې بیارغونه، ددې مرستو په تناسب کافي ده. په دې کې هیڅ شک نشته چې په افغانستان کې بیارغونه وشوه، په ځینو برخو کې اوس افغانستان ډیر پرمخ تللی دی، خو دومره ونه شوه چې د عادي افغانانو په ژوند کې یې بدلون راوستلی وي، په داسې حال کې چې که چیرې دغه مرستې په زړه سوي سره مصرف شوې وای، ښایي دغه بدلون راغلی وو.
خو دا بدلون ولې رانه غی؟!

په دې کې که څه هم ځینې لویدیزې او کورنۍ رسنۍ تر ډیره افغان دولت پړ بولي، خو اصلاً ددې مرستو ډیره برخه د نړیوالې ټولنې له خوا مصرف شوې ده، نو باید تر ډیره یې هغوی په وړاندې مسئول وګڼل شي
.
د نړیوالې ټولنې له خوا ددې مرستو مصرف څه داسې ترسره شو، چې له افغان ملت سره له همدردۍ ډیر دې ټولنې والا د خپلو جیبونو او په افغانستان کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا ته پکې کار وویست
.
نړیوالو موسسو ددې مرستو یوه برخه د خپلو کارکوونکو په ډبلو معاشونو او نورو امتیازاتو ولګولې او همداراز د پام وړ برخه یې په افغانستان کې د خصوصي سکتور په پیاوړي کولو ولګولې، هغه داسې چې، د یوې پروژې لپاره د ډونر له لاسه وتلې پیسې تر هغې چې نیغ په نیغه پر پروژې تطبیق کیدلې، د څو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره به لاس په لاس کیدلې، هر یوه شرکت ترینه خپله بې سارې ګټه اخیستله او په پای کې پاتې پیسې د پروژې په تطبیق لګیدلې، دا پروسه اوس هم روانه ده او همدا لامل دی، چې دلته یوه وړه پروژه هم په ملیونونو ډالرو تمامیږي
.
ددې پروسې یو هدف دادی، چې له یوه لوري د هغو پیسو یوه برخه چې له افغانستان سره یې مرسته کړې ده، بیرته د همدې قراردادي شرکتونو له لارې مرستندویه هیوادونو ته ولاړې شي او له بله پلوه په افغانستان کې د همدې ملیارډونو ډالرو په مرسته خصوصي سکتور پیاوړی شي او یوه طبقاتي ټولنه رامنځ ته شي
.
همدا علت دی، چې شپږ کاله وروسته په افغانستان کې د سړي سر عاید لوړیږي، خو غربت او نیستي هومره له منځه نه ځي او دلته له اقتصادي پلوه د یوې واکمنې طبقې د رامنځ ته کیدو نښې رابرسیره کیږي
.
ازاد بازار که انحصاري باراز:

په همدې توګه داخلي اقتصادي سرچینې د دولت له واکه ووتلې او نوي رامنځ ته شوي خصوصي سکتور ته ورکړل شوې
.
دا خبره سمه ده، چې د اساسی قانون له مخې افغانستان د ازاد بازار سیستم منلی دی، خو ازاد بازار ته د ورننوتلو دغه پروسه تر ډیره ډراماتیکه او په غیر طبعي ډول وه
.
هغه داچې له یوې خوا د ازاد بازار لپاره په ټولیزه توګه شرایط عیار نه و، ددې بازار د تنظیم لپاره قوانین موجود نه وو او اوس هم نه دي، او له بلې خوا زموږ خصوصي سکتور دومره نه وو پیاوړی چې وکولای شي، هم د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي او هم په خپل منځ کې د سیالۍ له مخې توازن وساتي
.
همدا لامل دی چې په تیرو څو کلونو کې دغه بازار تر ډیره بریده انحصاري بڼه خپله کړې ده، چې د ملت د سردردۍ لامل شوی دی. همدا دمګړۍ د خلکو د اړتیا وړ لومړني مواد ( تیل، ګاز، خوراکي مواد) د ګوتو په شمار د څو شرکتونو او سوداګرو په انحصار کې دي
.
او دې سوداګرو هم پر ملت دومره بې رحمي راخیستې ده، چې اوس ملت تر نا امنۍ ډیر له ګرانۍ نه سر ټکوي
.
په دې وروستیو دوو میاشتو کې د یادو شویو توکو بیې په ډراماتیکه توګه لوړې شوې، ګاز له ۳۵ افغانۍ نه ۷۰ ته وختل، یو لیټر پطرول له ۳۴ نه ۵۰ ته وختل، په همدې توګه، خپله د سوداګرۍ وزیر محمد امین فرهنګ وینا ده، د ځینو خوراکي توکو بیې له سل فیصدو نه هم ډیرې لوړې شوي دي
.
تر ټولو جالبه دا چې، دولت هم ددې حالت په وړاندې د ازاد بازار بابولالې غږوي. ما څو ځله د یوه ژورنالیست په توګه ددې دومره ګرانۍ په اړه له لوړ پوړیو چارواکو څخه پوښتنه کړې ده، هغوی بس همدا ځواب وایی: اوس خو ازاد بازار دی، دولت مداخله نشي کولای
.
له دې جالبه خو داده، چې دولت هغه ټول وسایل له منځه وړي دي، چې په واسطه یې وکولای شي، په بازار کې مداخله وکړي او ټیکاوو رامنځ ته کړي
.
د ارزاقو لوی ریاست یې له منځه وړی دی، په ښارواليو کې یې د بیې د کنترول ریاست له منځه وړی دی
.


د واکمنې طبقې څرک لګیدلی دی:

په تیرو شپږو کلونو کې پورتنیو عواملو په افغانستان کې د یوې طبقاتي ټولنې رامنځ ته کیدو ته لاره هواره کړه او اوس دارنګه ټولنې خپل شکل نیولی دی. بد مرغي دلته ده، چې افغانستان غوندې وروسته پاتې هیوادونو کې د سرمایه دارۍ سیستم د لویدیز په شان درې طبقه یي ټولنه نه رامنځ ته کوي، بلکې دلته د اقتصادي سرچینو محدودیت او ځینې بهرني عوامل یو ډول دوه طبقه يي ټولنه رامنځ ته کوي، یانې یوازې واکمنه او محکومه طبقه او دا حالت خپله یو ډول ټولنیز ناورین بلل کیږي.

د افغانستان پلازمینې کابل ته که ځیر شئ، نو د همدارنګې ټولنې څرک پکې لګي. ډیرې داسې سیمې به ووینئ، چې د خټینو او غربت څپلو کورونو له منځه به یوه لوړه ماڼۍ راپورته شوې وي، چې په کتو دې ورته خولۍ ځمکې ته پریوزي، هغه چې وايي، لکه په وران کلي کې باغ د ګلو وینه.

پخواني قاتلان، دیموکراتې جامې په تن سرمایې راټولوي:

له بده مرغه، تیرو درې لسیزو لوبو له ځینو نه ډیر تکړه لوبغاړي جوړ کړل، دوی ملت ته په فریب ورکولو کې پوره مهارت تر لاسه کړ، د ځان بدلولو او را بدلولو چلونه یې زده کړل، هر ډهول ته یې نڅا زده کړه، افغانستان ته د دیموکراسۍ د زیري په رارسیدو، دوی خپلې پلنګي دریشۍ په نیک ټايي دارو دریشیو بدلې کړې او د لویدیزوالو غیږو ته یې ځانونه ور واچول.
لویدیزوالو هم د رحم لاس پرې راکش کړ او له خپلو راوستلو دیموکراتانو سره یې یو ځای په هیواد کې په یو نه یو ډول په دولتي او غیر دولتي سرچینو واکمن کړل او له اقتصادي او سیاسي پلوه یې سپورټ کړل.

اوس به نو دوی ولې د دیموکراسۍ سندرې نه وايي، دیموکراسي خو له ( اب) او (نمک) نه (شراب) او (پیتزا) ته راورسول.

د افغانستان په واکمنۍ او نظام کې د لویدیزوالو په مرسته د دوی تیرې شپږ کلنې واکمنۍ، په افغانستان د دوی تلپاتې واکمنۍ ته لاره هواره کړې ده.

هغه واکمنه طبقه چې مخکې مو ترینه یادونه وګړه، تر ډيره حده له هماغو کسانو نه تشکیله شوې ده، چې پخوا یې د ټوپک په شپیلۍ پر افغانانو د واکمنۍ هڅه کوله او اوس یې د غبن په کولو سره د ملت سرمایه د خپلې شخصي سرمایې په نوم ازاد بازار ته را باسلې ده او ټول بازار پرې څرخوي.
دوی اوس نو په دولت کې د څوکۍ غم هم دومره نه لري، ځکه چې راټوله کړې سرمایه یې اوس یوه پټه واکمني رامنځ ته کړې ده. یوه نا مريي واکمني، هماغه د سرمایه داري نظام واکمني، چې په لودیدیز کې یې خلک په چیغو کړي دي، خو اواز یې څوک نشي اوریدلای.

دولت څومره ملي شو:
په تیرو شپږو کلونو کې د دولت جوړولو لپاره ډیرې هڅې شوي دي، ملي اردو او ملي پولیس رامنځ ته شوي دي، اداري اصلاحات تر یوه بریده پرمخ وړل شوي دي، د دولت ځینې ادارې په مډرنو وسایلو او نوې ټیکنالوژۍ سنبال شوي دي، دا د دولت په برخه کې مثبت لوري ته روانې پروسې دي، چې پوره بریالیتوب یې ښایي کلونه کلونه وخت ونیسي. خو د دولت د ملي توب په لور، چې څومره اقدامات شوي دي، هغه پوره نه دي، له ورایه ښکاري چې نن هم د دولت ملي رنګ کمزوری دی. د بن په غونډه کې د قدرت نا عادلانه ویش په افغانستان کې دنوي دولت او پروسې کوږ بنسټ کیښود. له بده مرغه دغه تیروتنه په تیرو څو کلونو کې په بیا بیا تکرار هم شوه
.
دې تیروتنوپه دولت او نظام کې د یوه لوري ریښې دومره ژورې وغځولې، چې اوس ځینې نورې ډلې، کسان او خلک ځانونه په هیواد او دولت کې مصئون نه بولي
.
وروسته له ډیرو ریفورمونو چې دولت او نړیوالې ټولنې یې ادعاوې کړي دي، نن هم د یوې ټلوالې قوماندان چې په دولت کې هیڅ دنده هم نه لري، کولای شي د هیواد لوی څارنوال د ښار په منځ کې د خلکو په وړاندې په سوکانو او لغتو وډبوي او دولت یې لږ تر لږه د نیولو جريت هم ونشی کړای.

امنیت په څه حالت کې قرار لري:
امنیت اوس یوه داسې مسئله جوړه شوې ده، چې په افغانستان کې ښکیل اکثره لوري یې په دې قانع کړي دي، چې باید په وړاندې یې پالیسۍ له سره ونیول شي. طالبانو یو ځلې بیا په ځینو هغو سیمو خپله واکمني ټینګه کړې ده، چې پخوا ترینه راپورته شوي وو، په ولسي جرګه کې د هلمند استازي وایی چې دغه ولایت اوس ۸۰ فیصده د طالبانو په لاس کې ده. دغه حالت د هلمند په نورو ګاونډیو ولایتونو هم حاکم دی او د ناامنۍ لمن د کابل تر دروازو را رسیدلې ده
.
تیره میاشت په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې یو راپور خپور کړ چې په هغې کې ویل شوي و: افغانستان د ۲۰۰۱ کال راپه دیخوا چې امریکایی ځواکونو پرې برید کړی دی، خپل تر ټولو خونړی کال تیروي
.
دا راپور چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د دفتر د امنیت د څانګې له خوا تیار شوی و، وا يي چې سږ کال په تاوتریخوالي کې ۲۵ فیصده ډیروالی راغلی دی
.
د راپور له مخې د سږ کال په لومړۍ نیمایی کې هر ه میاشت د تاوتریخوالي ۵۲۵ پیښې شوي دي، په داسې حال کې چې دا شمیره په ۲۰۰۶ کال په منځنۍ توګه ۴۲۵ وه
.
په دې پیښو کې د طالبانو او نورو مخالفو وسلوالو ډلو له خوا بریدونه، بمي چاودنې، برمته نیونې او په همدې ډول د تاوتریخوالي یو شمیر نورې بیلابیلې پیښې راځي
.
د راپور له مخې طالبانو او د دولت نورو مخالفو ډلو سږ کال خپل جنګي تکتیکونه بدل کړي دي، هغه داسې چې پر امریکایانو، سوله ساتو ځواکونو او افغان ځواکونو د غلچکي بریدونو په پر تله یې ځانمرګي بریدونه، برمته نیونې او بمي چاودنې زیاتې کړي دي . دا هغه تکتیکونه دي، چې په عراق کې یې القاعده کاروي.

څومره پرمختګ وشو:
په ډاګه ده، چې نن افغانستان په ځینو برخو کې په هغه ځای نه دی ولاړ چې پخوا و، که شپږ کاله مخکې په ښوونځیو کې زموږ د زده کوونکو شمیر له څو لکو پورته نه وو، نن له ۵ ملیونو نه ډیر ماشومان ښوونځيو ته ځي، د روغتیا د چارواکو په خبره نن زموږ اتیا فیصده خلک له لومړنیو طبي خدماتو نه برخمن دي. د ترانسپورټ په برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوی دی
.
سربیره پر دې زمو خلک وروسته له اوږدې خپلمنځي جګړو د نوې نړۍ له ځینو ارزښتونو نه خبر شول، دوی ټاکنې ولیدلې، د بیان له ازادۍ نه خبر شول، دوی تر یوه بریده پوه شول، چې څرنګه کولای شي، د نورې نړۍ په شان د یو بل په وړاندې له زغم نه کار واخلي او له ټولو توپیرونو سره په یوه محور راوڅرخي.

خلک څه غواړي:
د افغانستان د مسئلې پیچیده ګي افغانان ګنکس کړي دي، دوی نه پوهیږي، چې دلته څه روان دي، او څه به وشي، کوم لوری وستايي او کوم وغندي. خو بیا هم لږ تر لږه ټول دې ته لیواله دي، چې نور نو په هر ترتیب چې کیږي، باید په افغانستان کې تاوتریخوالي او جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي
.
خو دا تاوتریخوالی څرنګه پای ته رسیدلای شي، ایا د افغان دولت او نړیوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې دسولې او امن د راوستلو لپاره اوسنۍ هڅې کارنده دي؟

ددې پوښتنې ځواب اوس ډیر روښانه شوی دی، د امریکا له برید نه شپږ کاله وروسته اوس په افغانستان کې حالت څه داسې شوی دی، چې نور نو باید هم نړیواله ټولنه او هم افغان دولت په خپلو پالیسیو له سره غور وکړي.

په افغانستان کې د روان کړکیچ د له منځه وړلو لپاره باید له سره طرحه وړاندې شي، داسې طرحه چې د بن له طرحې سره توپیر ولري، هر اړخیزه وي، له مخالفو وسلوالو سره باید د زړه له کومي خبرو اترو ته چمتوالی وښودل شي.
د روغې جوړې لپاره د دولت او مخالفو وسلوالو ډلو ترمنځ دې وروستیو دریځونو وښودله چې لږ تر لږه دواړه ډلې اوس مذاکراتو ته زړه ښه کوي. خو مذاکرات هم شرایط غواړي، دمګړۍ د دولت او مخالفو وسلوالو ترمنځ د قدرت توازن موجود دی، دولت او له پوځی پلوه په افغانستان کې میشت هیوادونه په دې پوه شوي دي، چې یاره نور نو په زور کلي نه کیږي او د مخالفو وسلوالو سر هم ښایی په دې خلاص شوی وي، چې جګړه د افغانستان د مسئلې د حل لار نشي کیدای
.
په دې حالت کې د تفاهم چانس ډیر کیدای شي، خو چې کله خبره شواړه شي، او یو لوری په لړزه شي، نو ښايي بل لوری ددې په ځای چې خبرو ته ورسره کښینې، د هغه ختمول په خپله ګټه وبولي
.

 

زبیر ژمن

 

  

+  17 Nov 2007ساعت 2:30 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


دپښتون غرور

 

 

   انجينر احمد جاويد حامد سليمانخېل

 

بی وفـــــــــانــــه یــــــم جـــانــاـنه غــــــــرورونـــــه راســــــره دی

نـــــوهــــــــیرمی کـــــله تــــه یی ســـــــتاخـــــیالونه راســــره دی

شـــــــــاهـــــین پــــه خــــپله مــــــینه هــــمـــیــــشه کوتـری وژنی

لــــــویــد لــی یـــم اســــمــانــه وزرونـــه ر ا ســـــــــــــــره دی

لــــونـــی نــــیـــم جـــانــــانـــه ! چــی خــپل بـــچی په کاڼـو ولم

هــوښــیــا ر یــمــه پـښــتــونـه شعورونه راسره دی

امــریـکی نــه تر کابــله هـر زنــدان ډک له پښـتونــه

سمندر را نــه جـــوړ شــوی څــه ا ورونــه راسره دی

راویـښ شــه جنـګیـالیه چی دی مړی ته څوک ژاړی

بــس زه یــم وطـن داره څـــو مــی وروڼـه راسره دی

خپـله پـــوهــه پــه اور ســوزو څــه بــلا مو بوټه کړی

مـــلایــان یــو ټــولــه وروره کـتــابــونــه راســــره دی

لــه مـــامــو ره تــر وزیــره بـی کلـتـوره یـو پــوهـیږم

  خپل کلتور مو دی پرېيښئ کلتورونه راسره دي

سم ډمـان راځـینی جو ړ دی داصیل کلـتو ر نامه کی

څــه ګـــډیږو ورتــــه اوړو څـــه ډولـــونه راسره دی

بس ســپانده افغــــانی شو ه خپل وطن کی نچلیږی

نـــو څــــه کــــوی پروا چــــی ډالـــرونه راسره دی

نو بس یی کړه حامده دااحسا س به دی بر بنډکړی

چــغـلګــر خو دلـــته نـشتــه دیـــوالــونــه را سره دی

 

 

+  17 Nov 2007ساعت 2:9 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

 

پروفیسر امير محمد شينډنډى

 

مينه مى په مينه باندى پوه نه ده نادانه ده
د عشق په فلسفه كى هسى خوشى سرګردانه ده
د ناز په خوب ويده ده خو په خوب كى كرشمى كوي
جهان كه سره لمبه سي دا پخپله لار روانه ده
ښكلا لري، ځواني لري، غرور لري،ادا لري
په مينه راته ګوري خو په زړه كى پرېشانه ده
د ښكلو په بازار كى سوداګره ده د سترګو
حوره ده، پري ده، پاس راغلې له اسمانه ده
غمزه كړي، اشارت كړي چى راځه څنګ كى مى كښېنه
كه لږ څه ورنږدى سم بيا هغه ساعت پښېمانه ده
په ناز په نخرو ګوري خو باڼو باندى ويشتل كوي
د زړونو ښكاري ده پرهارو ته يى خندانه ده
ګوره شينډنډيه ته د ښكلو نه وفا غواړې
ښكلي بى وفا دي دا ثابته له زمانه ده.

+  13 Nov 2007ساعت 1:37 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


په رسنه یېز ملکیت او واکمنۍ کې د پښتنو ونډه د اندېښنې وړ ده

 

 

لیکنه: احمد زبیر ژمن- کابل

 

د یویشتمې پیړۍ له پیل سره د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانستل شو، دغه باب څرنګه پیل او څه به له ځانه سره لري یو بیل بحث دی، چې دلته پرې خبرې کول ښایی موږ په بله بوځي، خو دغه نوي باب په افغانستان کې ځینو ته ډیر څه ورکړل او د ځینو یې ډیر څه لوټ کړل او لوټوي يې.

پښتانه د تیر په شان ددغه نوي باب ( انقلاب) اصلي سرښندونکي دي، چې لاهم پکې خپلې مادي او معنوي شتمنۍ بایلي. نه غواړم چې دغه فریاد نور هم پسې اوږد کړم، ځکه چې له فریاد نه څه نه جوړیږي، موږ اړ یو چې خپلې اوښکې پاکې کړو او د خپلې معنوي او مادي شتمنۍ څخه د دفاع لپاره مټې راونغاړو.

وایی چې ددغه نوي پېر په تیرو شپږو کلونو کې افغانستان په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو دغه پرمختګ زما په اند په ځینو برخو کې تر ډیره بریده، د بیلابیلو لاملونو له مخې نا انډوله ترسره شوی دی او ترسره کیږي، چې افغانستان ته په یوه اړخ د فلج ناروغ بڼه ورکوي. ددغې هرې برخې څیړل یوه بیله موضوع جوړوي، ځکه خو دلته یوازې پر رسنیو راڅرخو.

په نوې نړۍ کې د رسنیو رغنده رول او ژور اغیز ټولو انګیرلی دی، دغه اغیز د ارواپوهنې د علم له مخې په ثبات رسیدلی دی، ځکه خو په ډیموکراتیکو ټولنو کې چې رسنۍ پکې ازادې وي، رسنیو ته د دولت د څلورمې قوې په توګه چې پر چارواکو، عامو وګړو او د ټولنې په ټولو برخو خپل اغیز لري، کتل کیږي.

د نورو ټولو برخو په پرتله، افغانستان په دې برخه کې ډیر پرمختګ کړی دی، په سلګونو چاپي او بریښنایي رسنۍ رامنځ ته شوي دي، دا رسنۍ چې له کیفي پلوه هر څرنګه دي، خو ځینو یې اوس زموږ پر ټولنه کې نفوذ موندلای دی، ددې نفوذ یوه بیلګه داچې، زه په خپل کلي کې چې نه بریښنا لري او نه یې خلک د ژوند له ډیرو نورو اسانتیاوو څخه برخمن دي، روان ووم، په یوې کوڅه کې، یو اوه اته کلن ماشوم له خپل خټین کور نه راووت، او د طلوع تلویزیون د تولسي ډرامې یو ډیالوګ یې له ځان سره زمزمه کاوه.

د بد مرغۍ مساله خو ددې خصوصي رسنیو د ناپېیلیتوب یا بې طرفي مساله ده، چې اکثره یې یا خو په رسمي توګه له سیاسی ډلو او ټپلو سره تړاوو لري او یا هم د هم هغوی له خوا ورسره مرسته کیږي او د پالیسې له مخې سره همغږي دي.

په افغانستان کې د رسنیو د ملکیت مساله له دې پلوه هم د اندیښنې وړ ده، چې په یو ډول یې د ( څو رسنه یېز ملکیت ) بڼه راخپله کړې ده. څو رسنه یېز ملکیت په دې مانا چې یوه ډله یا هم یو تن د څو بیلابیلو رسنیو مالک و اوسي، چې په طبعي توګه د یوې پالیسۍ له مخې به د ورځنیو چارو او پیښو په وړاندې یو دریځ نیسي او هماغه به پیاوړی کوي.

تر دې هم د اندیښنې وړ داده، چې دغه څو رسنه یېز ملکیتونه بیا نیږدې ټول په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د هماغې یوې مشهورې ټلوالې سره، چې پخوا د شمالي ټلوالې په نوم یادیده او اوس ملي متحده جبهه ترې جوړه ده، تړاوو موندلی دی.

د ساري په توګه، استا رباني یا د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند اوسمهال په لسګونو وړې او غټې رسنۍ په واک کې لري، چې د څو هغو یادونه ضروري ګڼم چې په مرکز کې فعالیت لري : هندوکش خبري اژانس، چراغ ورځپاڼه، نور تلویزیون چې نوی یې په فعالیت پیل کړی دی.

د هزاره ګانو پخوانی جنګسالار قوماندان محمد محقق په همدې توګه (ښایی د لسګونو وړو رسنیو په څنګ کې) څو رسنۍ لري : فردا راډيو، فردا تلویزیون چې نوی نوی په فعالیت پیل کوي، اوټ لوک مشهوره انګلیسی ژبې ورځپاڼه، افغانستان ورځپاڼه.

طلوع تلویزیون او ډیرې نورې رسنۍ هم په یوه یوه بڼه له همدې خلکو سره تړاوو موندلای دی.

لنډه داچې اوسمهال په افغانستان کې تر لسو ډیر خصوصي تلویزیونونه فعالیت کوي، چې اکثره یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ټولو ژورنالیستي اخلاقو او اصولو په پښو لاندې کولو سره د یوه ګوند، ډلې یا قوم په پلوي او د بل پر ضد خپل تبلیغات کوي. ددې اکثرو تلویزیونو تر څنګ د همدې ادارو له خوا راډیوګانې او ځینو یې ورځپانې هم رامنځ ته کړي دي. په دې خصوصي تلویزیونونو کې یوازینی پښتو تلویزیون چې د پالیسۍ له مخې تر ډیره روغ دی، شمشاد تلویزیون دی، چې هغه هم له مسلکي پلوه ډيرې نیمګړتیاوې لري.

دغه حالت که له یوې خوا له فرهنګي پلوه خپل اغیز لري، تر هغې ډیر ژور اغیز یې له سیاسي پلوه دی، همدې رسنیو له ډيرو عادي خلکو شخصیتونه جوړوي او اپوټه که کوم شخصیت، ډله او یا کوم بل څه چې د دوی د پالیسۍ پر خلاف وي، د ژورنالیزم او د یموکراسۍ د ټولو اصولو پرخلاف یې پر ضد تبلیغات کوي او څپی یې.

د ساري په توګه به د هیواد په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ویاند محمد اصف ننګ قضیه را واخلو.

ښاغلی ننګ چې زه تر کومه پیژنم، یو ډیر ښه مسلمان ، تکړه لیکوال، په هیواد مین او فعاله شخصیت دی. څه موده مخکې چې د افغانستان او پاکستان د امن ګډې جرګې ته چمتوالی نیول کیده، نو دی د امن جرګې د کمیسیون د مطبوعاتي دفتر مشر و او په اهتمام یې د ( امن جرګه) مجله خپریدله، ددې مجلې په یوې ګڼې کې څه داسې مضمون په تیروتنې سره خپور شوی وو، چې د دولت له پالیسۍ سره په ټکر کې وو او که څنګه، خو لنډه دا چې په همدې پړه د ملي امنیت چارواکو ښاغلی ننګ او دهغه څلور پنځه تنه همکاران د پلټنو لپاره بوتلل، له همدې موقع څخه په استفادې سره ځینو رسنیو ( طلوع تلویزیون، کابل اونیزې یا هفته نامه کابل او ځینو نورو) پرته له دې چې کومه سرچینه په ګوته کړي، پر ښاغلي ننګ په ډیره سپین سترګۍ له خپل ځان نه د ای اس ای سره د تړاوو لرلو تور ولګاوه، او داسې خبر یې خپور کړ چې ننګ د ملي امنیت د چارواکو له خوا د پاکستان د استخباراتي شبکې یا ای اس ای سره د تړاوو په تور ونیول شو، ان تر دې چې د ملي امنیت چارواکو چیغې وهلې چې دا سړی مو په دې تور نه دی نیولی، یوازې په امن جرګې مجله کې یې څه داسې مطلب خپورکړی و، چې باید په اړه یې ځواب ووايی، خو دغو رسنیو بیا هم خپل تعصب په ډاګه کړ او په لوی لاس یې پر یوه شخصیت تور پورې کړ.

په همدې توګه څه موده مخکې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې، ( د الجزیرې د تلویزیون د یوه عرب نژادي ژورنالیست په وینا) د هزاره ګانو او کوچیانو ترمنځ په کوم ډاګ یا هم څو جریبه ځمکه لانجه راغلې وه، خو دلته په کابل کې ځینو رسنیو ( افغانستان ورځپاڼې، انګلیسي ژبې اوټ لوک ورځپاڼې، فردا راډیو، ‌طلوع تلویزیون او ځینو نورو) دغه موضوع څه داسې خپره ګړه، چې ګواکې کوچیان غاصبین دي او پر هزاره ګانو ظلم کوي، دې رسنیو په دې اړه خپل تبلیغات او پروپاګند دومره اوږد کړ، چې دولت یې اړ باسه د موضوع د حل لپاره پر سیمه یېزو چارواکو اکتفا ونه کړي، بلکې یو ځانګړی کمیسیون ورته وټاکي.

دا په دې مانا چې دوی اوس دومره رسنه یېز قدرت موندلی دی، چې دولت ته یوه اجنډا وړاندې کړي، له یوې موضوع یې پام وګرځوي، بلې ته یې ورپام کړي او بلاخره یې پر پالیسي جوړونه اغیز وشندي.

دپورتینو کرښو له کښلو نه مې موخه په هیڅ صورت له بل چا نه شکایت کول نه دي، یوازې په اوسني حالت کې مې په رسنه یېږ مالکیت او واکمنۍ کې د پښتنو ونډه او دوی ته په ورپیښو ګواښونو مې یو څه وړاندې کړل.

داچې ددغو رسنیو مالکانو او مرستندویانو په تیرو څو کلونو کې څرنګه له شرایطو څخه په ګټې اخیستنې سره دومره رسنه یېز قدرت تر لاسه کړ، ښایی بیلابیل لاملونه ولري، خو په دې برخه کې د دوی خپله زیرکتیا او رول تر ټولو رغند ښکاري.

خو دغه حالت بلاخره پر پښتنو چارواکو، ژورنالیستانو، فرهنګیانو، سوداګرو او وګړو، په دې برخه کې د یوه څه کولو لپاره لږ تر لږه د سوچ او فکر کولو غږ کوي، تر څو یو کوټلي اقدام ته لاره هواره شي.

 

 

+  8 Nov 2007ساعت 11:42 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


ماتې ماتې

 

 

 

 

 سید رحمن عمران

 

 

 

 

سپرلى نشته بلبل نشته انګازې دي ماتې ماتې

 

غرونه نشته نښتر نشته دى درې دې ماتې ماتې

 

دا کوڅه د مى خورو ده مى خواره په کې ديره دي

 

ساقي دلته، شراب دلته پيمانې دي ماتې ماتې

 

ستورو تاسو خو ګواه وئ خداى لپاره راته وايئ

 

زموږ د بڼ قاتلان څه شول؟ آوازې دي ماتې ماتې

 

هرې خواته چې نظر کړم غم او ساندې فريادونه

 

نه عاشق شته نه معشوق شته يارانې دي ماتې ماتې

 

آشنا راغى زما ترڅنګه خوڅه غلى غوندې تير شو

 

ستونى غم خفګان وهلى ولولې دي ماتې ماتې

 

د سهار روښانه لمره لږ زموږ پر افق جګ شه

 

بنديوان د تروږمو يو تورې شپې دي ماتې ماتې

 

زموږ د مينې غليمانو رڼا ورځ توره تياره کړه

 

نه صبا شته نه رڼا شته دى ډيوې دي ماتې ماتې

 

اسرافيله پوکى ورکړه قيامت خيزه شان شپيلۍ ته

 

محشري توپانه خوځه چې جټکې دي ماتې ماتې

 

بيا فرياد د چا جګ شوى عالمونه ورته ژاړي

 

هنګامې دي پسې خيژي زلزلې دې ماتې ماتې

 

هرچا لاس راته اوږد کړى دى دخپل غرض لپاره

 

رقيبانو جوړې کړي پروسې دي ماتې ماتې

 

د صبا کارواني ستورو لږ په موږه هم دمه شئ

 

پرديسيان د شومه دم يو انديښنې دي ماتې ماتې

 

اى صياده اى ظالمه ماته مه ګوره په ټيټه

 

زه تاريخ د حماسو يم زولنې دي ماتې ماتې

 

خندنۍ څپې جانانه پکې نشته دى ماتم دى

 

د عمران سوو شعرو کې تورې شپې دي ماتې ماتې

 

 

 

+  2 Nov 2007ساعت 3:3 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


سيال

 

 

 د نقيب الله متونوال ژباړه

۰۷۹۹۱۱۰۲۱۴

 

« هغه ډېره ښکلې او مينه ناکه پېغله وه ، له مينې هم زياته خوشاله .

خو تر ټولو هغه ناوړه شېبې وې ، چې هغې انځورګر ولېد ، پرې مينه

شوه او واده يې ورسره وکړ . ده هم په خپلو له جوشه ډکو احساساتو ،

زيار او زحمت له وړاندې په خپل انځور کې ناوې جوړه کړې وه .

هغه ډېره ښکلې او مينه ناکه پېغله وه ، له مينې هم زياته خوشاله ،

ځلېدونکې او موسکۍ څېره يې لکه د هوسۍ تنکی بچی .

هرڅه ته يې په مينه کتل ، خو يو اځې له هغه انځور يې کرکه کوله ،

چې ددې سيال و . »

 

 

د ادګار الن پو له کيسو څخه

+  1 Nov 2007ساعت 11:29 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


برقه څه سوې ؟!!!!

د هلمند ولایت د برق له پلوه ډير غني ولايت دى

كه دولت وغواړي د هلمند وګوټ ګوټ ته برق وركولاى سي نو په دې نژدې وختو كي درييسانو، غټو مديرانو خټين كورونه چي په سيمټ ،سيخ،او ښيښه سره جوړ سوه نو د برق لړۍ يې ډيره راكمه كړه ځكه چي دهلمند په ولايت كي دوه ډوله برق وجود لري يو داوبو برق دی اوبل هم ډيزلي چي اوس مهال د برق له شارټۍ له امله د اوبو برق خراب دى او دتيلو د لږيدو له امله ډيزلي برق هم پر نست ځكه حسابيږي چي څه چي سته هغه د والي صاحب پر كور راڅرخيدلى دى او غواړي چي دوالي صاحب خونه روښآنه وساتي نورنو په ټوله ښاركي توره تياره خوره ده.

نوراځئ چي په دغه توره تياره كي په پو لاريون لاس پوري كړو كه مو هيڅ ونكړل دا پاكستاني غټ تور بآنجان كله دمشرف لاسونه او دا نري نري ايراني بادرنګ لكه د امحمدي نژاد نژاد له منځه يوسو .

                                  ترتيب كونكى : عبدالباري صريقي  

+  21 Oct 2007ساعت 12:32 PM  ليکونکی نسيم پسرلی