تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







 

غزل

 

نسيم پسرلی

 

 

ټول ياران دي را نه تللي او زه پاته يم

څو ولاړ دي د غم څلي او زه پاته يم

اشنا د برخو وېش په څو بللو کړی

يو څو دغه نابللي او زه پاته يم

خدايه! يوه پوښتنه زه هم اوس له تا لرم

څنګه ټول زړونه پييلي او زه پاته يم

د جانان ځور مي دې اوښکو ته زنځير ده

غم د ده ده بل ژړلي او زه پاته يم

د خدای په لوی عالم کي دا عجبه چاره

چي دا ټول دي غم وهلي او زه پاته يم

نسيمه پورته و ديدن لره سپوږمۍ ته

هم سپاره تللي هم پلي او زه پاته يم٠

 

+  7 Feb 2008ساعت 3:3 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

غزل

 

 نسيم پسرلى

 

د شونډو سر دې خزانه ده پکښي شات وينمه

دغه سرې شونډي ميخانه، زړه دي جومات وينمه

دا خو سهي ده حرم تش مکه خالي غوندي ده

خو انسان سپين دی، زړه يي تور لات و منات وينمه

ته چي تياره کي وې نو ښه وې ما ليدلې ياره

دا چي رڼا ته سوې رنځور يم زړه مي مات وينمه

ته يي د سر په سترګو ګوره زه د زړه په سترګو

ته به يي نه وينې خو زه يي سات په سات وينمه

نسيمه يار له مودو پس دی يوه شپه راغلی

دغه راتګ يي د دې تېر عمر زکات وينمه.

 

+  8 Jan 2008ساعت 3:39 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

د غم بوټۍ چې دی پرېښود ما ته ګل دی

دغه اوښکی می په ګل کې دې په یاد ږدم

چې می ټول اولس پری پوه سي بیا را نه سي

تور داغونه په تندي کښې د صیاد ږدم

ښه خبر یم چې رقیب لره قریب یې

ځکه سر په زنګانه باندې ناښاد ږدم

دا په وینو سور شفق همداسې وایي

چې هر غم دبل په څنګ په امتداد ږدم

چې له ذوقه د اسمان ستوري راتوی کړي

      داسې ټکي په غزل کښې په فریاد ږدم

 

+  15 Dec 2007ساعت 11:54 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

غزل

 

 

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

د زړې زمانې نكله! كومه دي د كار سرونه

دا خو رسيدلي دي هر كاڼي ته په شمار سرونه

د خونی فلک د سترګو بيا ګزمې رانه چاپيرې

بيا سترګو كښي څاري، را نه اخلي د دستار سرونه

داسي سر چي سل منزله تر بورجله راته راوړي

چرته كه له سلو سي پيدا داسي شهكار سرونه

دا چي يو وتلئ نه وي سل پرې راسي

څه عجب يو فصل! دوى كرلي دي اغيار سرونه

سل دې ومره يو دې مه مره دا متل د كوم عالَم دى
 
سر خو دلته ومري، سل په دار سوو دا د دار سرونه.
 
 

 

 

 

 

+  27 Nov 2007ساعت 2:46 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


وعده

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

هره وعده دې په وعده باندې پښيمانه راځي

دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

 

پرون دې ښه وو که هر څه وو نن دې څه پاته دي

را ته راښايه که په سترګو کې اوبه پاته دي

ډېر پيغورونه د پرديو لا په زړه پاته دي

 

هره خبره د پردو دلته خندانه راځي

دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

 

زه مې غزني زه مې هلمند که مې کابل وژاړم

که کندهار که مې کنړ که مې زابل وژاړم

او که مې دا په وينو سور او که مې ا بل وژاړم

 

له کلو سره وينه مو سپينه سوه ارزانه راځي

دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

 

که مو نيکونو د همدغې خاوری پت ساتلی

دغه تاريخ هم هر تاريخ دی حقيقت ساتلی

چې ترېنه پاتو يې هم شان دی ښه اوچت ساتلی

 

اوس ګونګوسې له دې ځوانانو بې ايمانه راځي

دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

 

توره مو تيکي ته ورپاته سوه لا نوره به وي

راځي قاصده چې بل غم، نو له کوم لوره به وي

ځواب څه دی، توره بېغمه په زنګ توره به وي

 

له بله نه ده هر پرهر مو له خپله ځانه راځي

دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

 

چې له وطنه مارغان تللي مارغان بيرته راسي

هغه په ورکو لارو تللۍ کاروان بېرته راسي

او دومره خپل سو چې تر منځ مو افغان بيرته راسي

 

اوښکې د شکر په هغې ورځ تر ګرېوانه راځي

دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

 

راځئ چې لاس د ورورۍ ورکو حبيبان سو سره

هم په يوې ليلا مجنون سو لېونيان سو سره

راځئ چې ټوله مسيحا او لېونيان سو سره

 

سختې خبرې د نسيم خولې ته اسانه راځي

دا څو کلونه د غم زيري له اسمانه راځي

 

 

+  17 Nov 2007ساعت 2:16 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


څلوريځه

 

نسيم پسرلی

0700065113 or ٠٧٧٢١٥٢٠٧٢ Afghanistan  

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

هغه شېبه چې مې په ژوند کښې حساب نکړې

زما سر چې وي ښکته او ما ټيټ نيولی

خدايه بې پوښتنې يې دوزخ ته کړه ګوزار

د چا سر چې وي ښکته او چا ټيټ نيولی٠

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 3:22 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


غزل

 

 

نسيم پسرلی

 

  

دلته نوی پاڅيدلي دي له جنګه خلګ

څو بدرنګه لا وربولي څو بدرنګه خلګ

خدايه ته يې په دنيا کړې د دوزخ بنديوان

چې ورغواړي څوک و جنګ ته زموږ له څنګه خلګ

زما د کلي خلګ ټوله مړه دي که په مال وي

خو په ننګ باندې اباد دي دا با ننګه خلګ

د دنيا په ميو مست غوندی نشه وي

هله پوه سي چې را وغورځي له دنګه خلګ

زموږ په چم کښې د يو بل سايه زغملای نسي

خدايه! ته يی خلاص کړې،زموږ، له دې فرهنګه خلګ٠

 

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 3:19 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

 

ويده قسمته درنه ولاړم بيا به کله راسم

د جانان غمه درنه ولاړم بيا به کله راسم

سترګې دې خمارې دي ستم په کې اثر لري

رنګين ستمه درنه ولاړم بيا به کله راسم

د اوښکو په باران کې مې تر قبره يې راغلی

بلوه شمعه درنه ولاړم بيا به کله راسم

 

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 2:44 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


هايکو

 

 

اوس زمانه کې محبت دغه دی

لاس دبل لاس کې سره وروڼه به وي

خو په سينه کې به کېنې پرتې وي

 

 

 

د کلي خلګ کتاب څه پېژني

دوی بې زحمته وي نشو ته خوشحال

بې له نسوارو يې نور څه ليدلي٠

 

 

+  23 Oct 2007ساعت 2:40 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 غزل

 

 

 

نسيم پسرلی

0700065113 or ٠٧٧٢١٥٢٠٧٢ Afghanistan  

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

په ژوند کې له ازله د ابد کیسې رنګینې وینم

د مینی افسانو کې د مجنون کیسې رنګینې وینم

له سره مې تل پښو ته ځغلي سره له مینې سازه وینه

دا څاڅکۍ می د ژوند دی نور مې ټول وجود بې وینې وینم

یوسف ته مې بیان کړ چې مې خوب کې لاس په لاس کې ولید

تعبیر یې بدل راکړ تعبیرونه یې رښتیني وینم

پورته سماء پورې پر غره ور خیژي د وفا په لټون

زه کلک عازم ته سختې لارې ښې ښکلی مهینې وینم

تا د وفا بلې ډیوې په توره شپه کړلې خاموشې

"نسیم" څومره ساده یم چې خوبونه ستا د مینې وینم

 

+  23 Oct 2007ساعت 2:27 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


څلوريځه

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

نه د خدايۍ دعوه لرم نه پيغمبر غوندې يم

خو يمه لوی لکه شمشاد لکه خيبر غوندې يم

زه سوم بې نومه او تاريخ مې افسانه غوندې سو

کنه سالار د زمانې يمه، رهبر غوندې يم

 

 

+  26 Sep 2007ساعت 11:46 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


تمنا

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲ 

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

نه دا شور وای نه دا شر وای

نه غمونه سياليګر وای

نه باران د تودو اوښکو

د رقيب په کور محشر وای

چی په ما نه وای انبار سوي

څو غمونه مينجور وای

چې په غم کې ټول نسکور وای

هم زه سوی هم ځيګر وای

چې می ژوند وای دمه سوی

د رقيب لاس کې خنجر وای

يا ياران د ميکدی وای

يا می څنګ کې ناست دلبر وای

د ساقي لاس کې جامونه

د شرابو د عنبر وای

زما سری سترګی دلبر ته

په کتلو په نظر وای

يا د بر کلي ګودر کې

ديدنونه مازديګر وای

يا زه نه وای يا ته نه وای

يا خو دواړه يو وزر وای

چې په ما باندې شرميږی

کاش له لمره معتبر وای

خو چې ته وای نور څه نه وای

نه خوښيوی نه اختر وای

 

 

 

 

+  26 Sep 2007ساعت 11:32 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲ 

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

ثواب غواړم عذاب غواړم که نازل سي

ستا په مینه زما مرګي ته زړه مایل سي

راته وایي چې مرګي پورې به یو یو

دروغ وایي د رقیب ډل کې شامل سي

ما په خوب کې دا لیدلو چې دریاب سم

هله ویښ سم چې اشنا راته ساحل سي

زه رقیب همدا ګڼم چې می خیال یوسي

ستا نقاب چې مخ ته مخ ته سي حايل سي

یار مې وایي چې ته څه له یې راغلی

عجب کلی چې پوښتنه له سایل سي

داسې خاورې چې زه پروت یم د یار در کې

خیر یې څه کړم که دیدن راته حاصل سي

د یار سترګو کې قصاب او هنر پروت دی

ماته ګوري راته زهر سي قاتل سي

زه قایل یم که مې وژنې مرگۍ معاف دی

که اشنا می په مرګي باندې قایل سي

کلی څه کړې ماشومان هم پری خبر دي

چا زده راسئ هر یو راز داسې ساتل سي

"نسیم" اوس هم پری ځوریږم چې یې یاد کړم

اوښکی مخ باندې قطار سي قوافل سي

 

 

 

 

+  26 Sep 2007ساعت 11:28 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


غزل

 

 

نسيم پسرلی

pasarlai_naseem@yahoo.com

 

د وصال وعدی اوږدې دي تا لره درتلل ګران

ستا په نه ليدلو د غمونو رغول ګران

لرې له وصاله د هجران په سينه پروت يم

د وصال له چمه د باران راوريدل ګران

نشومه يوستوری ستا د حسن په اسمان کې

ګران دي تر هر څه ګران تر اسمانه رسيدل ګران

  زه که ځمکه ته دا لوی اسمان زما په سر شی

                   ستا به تل په ما نظر وي ستا راته ليدل ګران

څاڅکئ څاڅکئ وينه به له زړه خپله بيرون کړم

ور کې مينه به هوسا کړم ستا ځنې ايستل ګران

زور دزمانی کله په دې شي چې مو بيل کړي

وايي پښتانه چې نوک او ورۍ دي بيلول ګران

تا خو په څو وارې په مظلوم ژړاوی وکړی

پسرلۍ غريبه ستا په غم د چا ژړل ګران

 

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 3:36 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


نظم

 

              نسيم پسرلی

               ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲              

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

اوس مې قدر په ژوندوني په چا نسته

پس له مرګه معلوميږي په چا څه سته

چې زه مړ سم پس له مرګه مې يارانو

بدن کيږدئ چې خوراک سم د بازانو

يا مې وسوځئ په اور مې سره لمبه کړئ

داسی مه کړئ چې می خښ په هديره کړئ

پس له مرګه مې زړه کې دا سودا سي

چې اشنا به په ژړا که په خندا سي

کله زړه کې می راتير سي چه خندا کړي

کله دا چې اوس به لاپې د وفا کړي

خبر نه يمه چې څه به حقيقت وي

چې زه نه يم دا به څنګه مصيبت وي

کله زړه مې په ټوپو په ګډيدا سي

چې به نرم سي زړګی يې په ژړا سي

اوس به سترګی يې پر نم له غمه سرې وي

تر ګريوانه به يې کړی نندارې وي

اه فرياد به يې په کلي کې ټول خپور وي

ټول وګړي به ددې د غم غمخور وي

په ژوندون خو مې زه غم وم دا مې ياد دي

اوس هم غم يم چې وګړي په فرياد دي

دي اخلاص دی پخوا ويلی چې نه يم

اوس يې څه کړم چې ژوندون کې دې زه نه يم

د ګلونو محتاج نه يم هديری کې

زما په کار ؤ د ژونديو هديرو کې

ځکه قبر مې هم نسته نه مې خاورې

ګلان پريږده هديره کې چې سی خاورې

نور زه مړ يم دا ژړاوی دې عبث دي

ته خندا کړه خو خنداوی دې عبث دي

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:59 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com 

 

 

تل زما د برخي ورځ کي لمر نه وي رڼا نه وي

همداسي وي بيګا پسي بيګا وي سبا نه وي

وژل وي ځورول وي سم کارونه ورانول وي

ډير کم به داسی مومې چې ورپيښه بلا نه وي

زموږ په تيارو زړو کې د غمونو شنيلي شنه دي

طبيبه ښه يي ګوره د چا زړه به صحرا نه وي

وطن چې خپله نه ساتي پردي را بولي چم ته

وي هغه ټولنه بنديوانه،څه هوسا نه وي

حريت زړه دی،دا بدن دی،هم وينه شريانونه

مرګۍ که يي اميل سو نو به هلته بقا نه وي

زړګيه،هر رنځور لره درمل په جهان شته وي

چې باور يې په غليم سي ها رنځور له دوا نه وي

له ژړا پرته مې نصيب کې برخه خندا نسته

څه به هغه خاندي چې يي ليدلی خندا نه وي

 

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:49 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

نسيم پسرلی

۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲ 

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

دا ښوييږي چې فضا کې په اسمان لمر

راغورځيږي به يوه ورځی د جهان لمر

دا د کبر او لويي يې انجام ښکاري

څومره سور سو چې غره سو په خپل ځان لمر

چې دا غرونه يو تر بله څو جنګيږي

تر هغو به په مستۍ وي د هامان لمر

کوزيدل يې ناروا دي تل ځليږي

نه کوزيږي چې دا هسک دی دافغان لمر

کلک دي فولادي دي زمونږ عزمونه

نه وريتيږي که څو تود سي د زمان لمر

په عمل کې ميړني يو لاپې نه دي

ماتوؤ موږه د ظلم د جبران لمر

دا غمونه او رنځونه دومره ډير سول

ښايې وکري بل کال ته هر دهقان لمر

اوس خو زيړ مازديګرۍ دئ نور به لويږي

راختلی له پخوا دی د خزان لمر

لويه خدايه دا دعا مې ژر پوره کړه

چه مخکښ د قافلی سي د کاروان لمر

 

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:37 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                           نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲(۹۳+)

دبلبل له ډيره سوزه د ګلونو چغار وخوت

د ماليار له کمه وسه د بڼونو چغار وخوت

په هر ځای باندی خوښيو د غمو غاړې خپه کړې

ته خوښيو نه راتير سه د غمونو چغار وخوت

ما به لوبې په رنګو کړې د رنګونو سره يار وم

ما چې لوبې سره بس کړې د رنګونو چغار وخوت

مئ اوبه ساقي څپې وي هر ساحل لره درياب کې

ساقي نسته دساحل له دې څنګونو چغار وخوت

غم کې تل تيارې وي له فرياد او له اهونو سره

اوس به څه کړم له فرياد او له اهونو چغار وخوت

نن مې دومره شراب څښلي د ساقي په ميخانه کې

ګوره ګوره شراب نسته له چامونو چغار وخوت

د نسيم غزل به دومره وي نيمګړی دلته پاتی

ځم ترې ځمه د غزل له دې بيتونو چغار وخوت

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:33 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


                                نسيم پسرلی 

 

ته ثوابونو كې ثواب لټوې

زه عذابونو كې عذاب لټوم

كه سرتورې مينه مې ګناه وي نو

زه دې ګناه پسې شباب لټوم

كله ستړېږم په څو وارې ورځم

هره شېبه يې په هر باب لټوم

هم مې خندا هم مې ژړا قبوله

زه رڼو اوښكو كې شراب لټوم

چې يې په تمه تر دې ځايه راغلم

هغه غزل خانه خراب لټوم

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:30 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

                                                                                    نسيم پسرلی

هسې ژوند له موږه، موږ له ژونده د هجران ستړي

راځه مرګيه يو بغل په ژوندانه واړوه

د خلګو سترګې در پسې دي تر لېمو راوتې

وصاله راسه يو څو شپې په بېلتانه واړوه

زموږ پر ژبو قسمت ټولې دي زارۍ ټومبلي

اوس خو لږ راسه خاورې لږ په مېلمانه واړوه

تا له ازله په ارام پرى ايښئ نه يمه زه

بيا دې ږغ وكړ جومات جوړ كه ميخانه واړوه

په زړه دې د كوم ښكلي نظر پرى نه وزي نسيمه

خاورې له تورو نه هم تورې دې په زړه واړوه

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:28 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

                                                                                 نسيم پسرلی

 

يو سرور دی یو ښايست دی چې دنيا کې نه ځاييږي

تر ابده يي پايښت دی په فنا کې نه ځاييږي

يار چې زلفې راخوری کړي تور ماښام د ابد جوړکړي

توره شپه سي چې تياره يې سپين سبا کې نه ځاييږي

ته زما د زړګي ګل يې د صحرا په مخ لوی سوی

نور مې هيڅوک په رښتيا چې تمنا کې نه ځاييږي

دغه مينه مې له زړه ده چې په تا باندې نازيږم

ګوره زما درته ښيراوې په دعا کې نه ځاييږي

ستا په مينه ستا د کلي له يزيد سره په جنګ يم

زه اتل يم هر يزيد خو کربلا کې نه ځاييږي

ْپسرليهْ نه چې مېنه دی پيغور سي داسې مه کړه

داسې مينه په والله چې پښتونخوا کې نه ځاييږي

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:25 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                                                                         نسيم پسرلی

خوشحاله را ژوندى سه چې اولس دې ننګ پرېيښى

 زړې حماسې نسته موږ د تورې څنګ پرېيښى

 دا د ناقوس ږغ نا اشنا څنګه تر غوږه راځي

 تا خو وصيت كې راته توره هم يې شرنګ پرېيښى

 دا په پت كې چې يې وېنې جنګيالي د زمانې


آ چې په زرو كې لوغړيږي هغو جنګ پرېيښى

 څنګه بې پامه لوپټې مو له سر ورغښتلې

 هسې ناپامه موږ بدمرغو خپل فرهنګ پرېيښى

 دغه خبرې په سندرو ربابونو نسي

 د ازادۍ جګړو ته تللو خپل پالنګ پرېيښى

 څنګه نړيږي د كلونو د برمونو څلي

 راځئ چې دنګ يې كو منار يې راته دنګ پرېيښى

 نه د ښكلو مينه پاته نه د ميخانې فكر

 نور د حميد زړګى هم سوړ خيال يې د بنګ پرېيښى

 نو پس له مرګه كومه شپه كه دې په زړه وريده

 ځكه نسيم درته غزل بوى د لونګ پرېيښى.

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:13 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                                                                نسيم پسرلی

دا بادونه توپانونه سره پالي

خزانونه بهارونه سره پالي

اسمان ځمکی ته کاته کړي ځمکه پورته

خود به ځمکې اسمانونه سره پالي

شپه په سپين مخ سهار تور مخ وي خوشحاله

ځکه شپو کې سهارونه سره پالي

د هر چا عادت پالل دي سره ګوره

هم رباب هم يې تارونه سره پالي

ساقي خوښ وي ميخانه کې په پاللو

هم ميخوار هم يې جامونه سره پالي

دريابونه له ساحله خولګۍ اخلي

هر درياب او ساحلونه سره پالي

که د مينی طلبګار يې مينه مه وړه

په دنيا کې نفرتونه سره پالي

ددنيا له زندګيه مې زړه تور دی

زما په زړه کې ټول غمونه سره پالي

پسرلی خو يې په څو رنګه پالل کا

خو جانان يې تل رنځونه سره پالي

 

 

+  26 Aug 2007ساعت 12:56 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


ازاد نظم

                                                                            نسيم پسرلی

څه ژوند ؤ څه ګذران ؤ

څه تاريخ ؤ څه زمان ؤ

چې د چا به بد نظر سو

د افغان کاله او کور ته

خپل پوځونه به يي ستانه کړل دغه لور ته

لا به دوی تر ويش راوښتی نه ؤ

رسولي به يي پخوا وو دوی و ګور ته

چې په کلي کې به ګډه اوازه سوه

چې پرديو يرغل راوړ

راتلل به شازلميان بيا

په خوښيو خنداګانو

چې پردي راغلي زموږ کور ته

ځئ چې ورسو ډګر لور ته

بيا به جوړ سوو کتارونه

د زلميانو شازلميانو

په خوښی به سوو روان د ډګر لور ته

لکه ځي چې پيغلی نجونه ښاديو يا ودو ته

چې به توري رابهر سولې له تيکو

په ميدان کې به بريښنا سوه

لکه تندر چې نازل سي

په دښمن به تنګه لو دنيا سوه

دهقان چې ښه حاصل واخلي

له فصل له غنمو کروندو نه

لکه دهقان به زمونږ غازيان هم

ښه خوشحال ؤ چې ښه حاصل يي وړئ

ريبل به يې سرونه

د غاصبو يرغلګرو

ته وا لو کړي د غنمو

رغړيدلی ککرۍ به

رغړيدلی ککرۍ به

ليکن نن:

نه شور سته نه شرر سته

نه ځواب د يرغلګر سته

نه کتارونه د زلميانو

چې روان سي ډګر لور ته

+  23 Aug 2007ساعت 12:0 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                                                                                                        نسيم پسرلی 

 

 

 

دغه كلى ټوله غم دى په هر حال كې دي غــــــــــمونه

 

په سايه كې را سره دي په ديوال كې دي غــــــــــمونه

 

غم له غمه دى چې زيږي غم له غمه نه شرمـــــــيږي

 

عمر كال په كال ماتيږى په هر كــال كې دي غـــــمونه

 

نه ئې شرم سته په كور كې نه ئې چـــــــم كې اوسېدلى

 

سر پر سر زيري راليږي چې ئې خيال كې دي غمونه

 

يو له بله نا خبره سره جـــــــــــــــــــوړ نه يو پو هيږو

 

زما قسمت كې راسره دي ســـتا په فال كې دي غمونه

 

د نسيم جانان خبر نه، له ځــــــــــــــــاليه د غــــــمونو

 

خو يو زه ورباندې پوه يم چې ئې خال كې دي غمونه

 

 

+  31 Jul 2007ساعت 12:45 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


څلوريزه 

 

 

                                                                          نسيم پسرلی

 

 

كه خپل حال درته بيان كړم نو له خـياله يم وتلى

 

 

او كه خيال درته بيان كړم نو له حــــاله يم وتلى

 

 

نور به كاڼي ستا د كلي، زما سر نه وى جـانانه!

 

 

ځكه زه له شباب لـــــــــــرې له جــماله يم وتلى

 

 

 

 

+  31 Jul 2007ساعت 11:33 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزلګوټی

 

                                                                            نسيم پسرلی

 

ليوني دي، ليوني دي ستا كـــــــــــــــــارونه ليوني دي

 

 

هم په زړه ځيګر ښخ سوي پرهارونه لـــــــــــيوني دي

 

 

بې ديدنه سلامونه دې تر زړه نه را رســــــــــــــــيږي

 

 

ســــــــــــــلامونه مه راليږه ســــــلامونه لـــيوني دي

 

 

ښه مې په ښه نيت دي نيت د ثواب نه لــرم په زړه كې

 

 

د عذاب په تمه ناســـــــــــــــــــت يم ثوابونه ليوني دي

 

 

 

+  31 Jul 2007ساعت 11:17 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


پښتو

                                                                                 نسيم پسرلی

 

يو جهان پکښی مېشته دی يو جهان مې ده پښتو

نيم ايمان مې له اسمانه نيم ايمان مې ده پښتو

خلګ ګرځي چې کعبې ته مخامخ سي رهنما

زما کعبه خو راسره وي نيم قران مې ده پښتو

هر څو که مې ورغواړي چې ياغي سم له عالمه

زه پخوا لا ياغي سوی جګ اسمان مې ده پښتو

د غليم سترګی که سری دي زما د صبر امتحان

کنه غشي راسره دي او کمان مې ده پښتو

که چپه مېچنې ګرځي د نسيم يوه وينا

ترقي د پښتون غواړم لوی ارمان مې ده پښتو٠

+  26 Jun 2007ساعت 2:38 PM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


غزل

                                                                                  نسيم پسرلی


جانان مې اوښکه تر ګرېوانه رغړېدلې غواړي
هم يې په خم کې له خماره نښتيځلی غواړي
زه يې د تيرو زمانو په اندېښنو سړوم
يو څوک مې وينه په لمبو کې سوزېدلې غواړي
د کلي خان خو يې تر مرګه ښه په مرګ ويده کړ
مړاوې نارې مو اوس په غاړه کې پييلي غواړي
دا يې تر ملا دی پټ زنځير د کوم لېوه تړلی
لکه رښتيا چې پرهارونه روغ ګنډلي غواړي
چيغه د ملالې له ميونده په څپو راځي
هره څپه يې زما وګړي پاڅيدلي غواړي
هلته زاهد هم له خولې خاورې په رښتيا شيندلي
ښه سوه معلومه چې شين سترګی مو نتلي غواړي
نسيم ته يې بې ږغه بې ځوابه ورستنې که
يوه دعا دخپلواکی درنه منلې غواړي

+  24 Jun 2007ساعت 11:12 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


قطعه

                                                                                    نسيم پسرلی


يو خيال د ګودر وي چې نژدی سي بل دې راسي
بل خيال چې دی راسي ټول ګودر را څخه يوسي
زه پښتون يم سنګر ساتم خير که سر مې نه وي
ستا خيالونه بد مې خپل سنګر را څخه يوسي
ګوره سهار ښه وي مازديګر په اوږو راوړي
بخل د ماښام وي مازديګر را څخه يوسي
زما نيت چف د منتر وي چې نژدی سم اشنا
ستا شونډی له خولی نه می منتر راڅخه يوسي
موږ د تيارو و ږي دا یوه رڼا درواخله
پرېږده جاروکښ چې دا سحر را څخه يوسي
حسن سره لمبه ده لکه اور د دوزخونو
سم وي کله دم وي هر پرهر را څخه يوسي
د نسيم ځيګر لکه ګريوان د مجنون څيرې
څوک به سي پيدا چې ټول ځيګر را څخه يوسي

+  24 Jun 2007ساعت 11:9 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


څلوريځه

                                                                                       نسيم پسرلی


مړ که په ميدان کې په ډګر نه وم، اغيار به يم
سر که مې په تن نه وو ټټر نه وو نو يار به يم
پروت به په ميدان کې زه له خاښ خپله رامات يمه
تاسې ته به خوږ يمه انار د کندهار به يم

+  24 Jun 2007ساعت 11:3 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                         نسيم پسرلی

 

وګوره وطن ته زما شان د پښتنو لري

توره هم ميړانه يي تاب د زولنو لري

وساته په زړه کې دی کينی خپلی رقيبه

دا خاوره نظر نسي شان د پريښتو لري

پوه خو په کيسه نه يم دا می اوريدلي دي

ضد د پښتون ښه نه دی زور د ګړنګو لري

وايم! ځکه می په توره ايمان ورکړ اشنا

خوږه ځلا د سترګو شرنګ دی د بنګړو لري

اوس چې د ګودر په غاړه ښکلا مړاوی سوله

رقيب دی ورسي که څه شوق د نڅيدو لري

په دې چم کې هم زاړه لکه غښتلي زلمي

په زړه کې زور سينه کې اور د مستيدو لري

د نسيم ښکلا ده خوښه ځکه ښکلي غواړي

غزل مې هم ارزو د ښکلو د ليدو لري

 

 

 

+  30 May 2007ساعت 4:29 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

 

                          نسيم پسرلی                                                                 

يو موټی عزت مې د نيکونو له وقاره وړي

خپلی توری شپی ته رنګ زموږ له سهاره وړي

سبيڅلی لوی جنت غواړي دنيا کې ځانته خپله

خپل جنت ته خوشبويي زمونړه له ګلزاره وړي

چې د سولی شعار ژبه پوری ميخ ګرځوي

هماغه قدم په قدم سوله له دې ښاره وړي

موږ هميش په تيزه توره يې سر له تنه وهو

څوک چې هسک سرونه هسکې غاړې په دې لاره وړي

د شين سترګي سور انګريز خوی عادت وي داسې

داسې

پت او عزت لوټ کړي ناموسونه تر بازاره وړي

چې يې په توره د عبرت درسونه دي ورکړي

نن يې لمسی ښکاري له پرديو سره لاره وړي

نسيم رښتيا په مينه کې منصور غوندې دی

خود به د وطن په پاکه مينه سر تر داره وړي.

 

 

+  30 May 2007ساعت 3:54 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 مناجات

 

                                                                                   نسيم پسرلی


دى غــمونوانديـښنوكــي يــو اخــــتر له خــدايه غـــواړو
دهجـران پــه توروشــپوكي سپـيـن سحر له خدايه غــــواړو
څـنګه دی مـيشته كـــړو د ســـتي اور پــه لــمبو كـــي مـونږ
تــا رقــيب وړ د ســقر ته ســورســقر لـه خـدايــه غـــواړو
ســرابــونــه مــعـلـومــيږي بــيابان دى مــونــږه ورك يـــو
هـــم مـزل او مــنـزل ورك دى خــړرهــبر له خـدايه غـــواړو
زيــاتـي لــري ســوو پـــردي سـو نــور دجـهـل ســووبـلـلي
پيغمبر دى راليږي نور پيغمبر له خدايه غواړو
چې غماز مو ليونى سي داجل په كورشيدا
مونږدميني ليوني داسي خنجر له خدايه غواړو
دها وران ګودرپه خواكي پرون ټول مين جرګه سوو
سوه معلومه دجانان زړه كي مقر له خدايه غواړو
نه څه شورسته نه پيغورسته نه کيسي د زر ورو
كشكي بيا پر حق جګړه سي روڼ لښكر له خدايه غواړو
سوو د چا تمي ته پاته چې زارى هم په زارى كړو
خداي دى مړي راژوندي كړي يو اكبر له خدايه غواړو
چې پرون يي ازاركړى ؤ مظلوم په دار ختلى
مونږپه دى مالت كي هم هغه منظر له خدايه غواړو
مونږ دى زرواره قربان سو چې ازاد سې دا توكل دى
درواري دى سو وطنه!نه چې سر له خدايه غواړو
يو غمونه يو تياره سي او غمونه دجانان هم
نور سپوږمى زياتي توريږى شپه كي لمر له خدايه غواړو

 

۲۰۰۷\۰۴\۲۷
۱۳۸۶\۰۲\۰۷

+  12 May 2007ساعت 10:39 AM  ليکونکی نسيم پسرلی