تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







 

غزل

 

نسيم پسرلی

 

 

ټول ياران دي را نه تللي او زه پاته يم

څو ولاړ دي د غم څلي او زه پاته يم

اشنا د برخو وېش په څو بللو کړی

يو څو دغه نابللي او زه پاته يم

خدايه! يوه پوښتنه زه هم اوس له تا لرم

څنګه ټول زړونه پييلي او زه پاته يم

د جانان ځور مي دې اوښکو ته زنځير ده

غم د ده ده بل ژړلي او زه پاته يم

د خدای په لوی عالم کي دا عجبه چاره

چي دا ټول دي غم وهلي او زه پاته يم

نسيمه پورته و ديدن لره سپوږمۍ ته

هم سپاره تللي هم پلي او زه پاته يم٠

 

+  7 Feb 2008ساعت 3:3 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

ستا د وړو وړو سلګو نه ځار سم

 

احمد شاه پاڅون-هلمند

 

د هغه مي يوازي درې ورځي مخکي يوه صحنه په زړه سوه چي زه پر موټر سايکل بآزار ته تلم دى په لاره کي ولاړ وو ورته ودريدلم او عصمت الله ته مي وويل راځه تر يو ځايه پوري به دي ورسوم هغه راته په ډير خندرويه لهجه وويل تاته دي خداى خير درکړي زه پر  پښو ځم زه ورته ټينګ سوم تر بازاره مي راوړ  هلته يې ډيره بخښنه راڅخه وغوښتل او په ډير ادب سره يې رخصت کړم .خو اوس زه په يو غټ سالون کي ناست يم ټول سالون د خلکو ډک دى او لانور هم راروان دى ټول چپ ناست دي يوازي ملاصاحب په زوره زوره خبري کوي مخامخ دوه عکسونه چي په ښکلو ګلونو کي پوښل سوي دي پراته دي هغه د عصمت عکسونه دي هغه نن په دې نړى کي نسته مخامخ يې  پلار راته ناست دى په يو لوى  څادر کي يې ځان پيچلى دى او ورو ورو يې اوښکي له سترګ بهيږي نور ډيرى کسان هم  ژاړي .

عصمت زما د ډير وخت ملګرى وو د قران پاک حافظ وو  يوازي دوې مياشتي مخکي يې واده وکړ او ما ته به يې په خندا کي داسي ويل (( نور نو ماته د شپې ست مه کوه )) لوى څښتن د ښکلو  اخلاقو تر څنګ په يوه  ډيره زړه راکښونکې ځوانۍ هم پوښلى وو .

عصمت  په هغه ناځوانه ځآنمرګي بريد کي شهيد سو  چي يوازي لمونځ کونکي يې نښانه وګرځول .

هغه مهال زه په دفتر کي په کار بوخت وم چي يو داسي درب مي تر غوږ سو  چي عيني زړه يې راخبر کړ غالبه ګمان مي دا وو چي زموږ په دفتر کي چاودنه وسوه ټول دباندي راووتلو  ځيني ژورناليستان په منډه د خپلو سايلو سره ولاړل يو ګړى وروسته معلومه سوه چي بريد د لښکرګاه په مرکزي جامع جمات کي  د والي پر مرستيال حاجي پير محمد اخند زاده تر سره سو چي تر څنګ يې ګڼ شمير نور لمونځ کونکى شهيدان او مسجد يې ژوبل ژوبل کړ  د ماپښن د لمانځه لپاره ووتلم څه ګورم چي د عصمت خپلوان ډله ډله کيږي او بې تابه يوې او بلي خواته وارخطا منډي وهي ومي پوښتل څه پيښه ده ؟ څرګنده سوه چي عصمت نسته او ټليفون يې هم کار نه کوي .

مړي او زخميان ټوله د لښکرګاه بيړني (امرجنسي ) روغتون ته ليږدول سوي وه ټولي لاري او چوکونه پوليسو بند کړي وه هيڅوک يې نه پريښودل چي د روغتون لوري ته ولاړ سي هره لار چي به د روغتون لوري ته ګرځيدلې وه ډله خلک به يې په خوله کي ولاړ وه ټولو به ددې انتظار   ايستۍ چي کله به پوليس لاره خوشي کړي چي دوى روغتون ته ور سي . .

خدايه ! يو څه بد حالت دى د ټولو زړونه په کوګل کي نه وه هر يوه دا غوښتل چي په مړو او ژوبلو کي وګرځي او د خپل زړه تسلا وکړي خو پوليسو يې مخه نيولې وه .

په دې بله ورځ د څو نورو ملګرو سره د حاجي پير محمد اخندزاده فاتحې ته روان سوم فاتحه په هغه مسجد کي وه چي مرحوم جوړه کړيوه  او هم مرحوم ته پکښي د اجل پرښتې راغلې د مسجد دباندي ساتونکو  سخته تلاشي کوله دننه مسجد ته ولاړو دمسجد ټول ديوالونه ژوبل ژوبل په لوګو تک تور او د پخوا په لسمه ښکلا يې نه وه پاته د مسجد په منځ کي ودريدلم دهغه زخمو ته مي کتل او داسي مي ورته وويل (( اى مسجده ستا تر هسکو منارو وګرځم ،مسجده ستا د ازانونو هري کليمې ته لوګى لوګى سم ، اى د مسلمانانو ټاټوبې ، افسوس چي زموږ ددين دښمنانو ته هم و نه بخښلې ستا پر وجود يې هم زخمونه جوړ کړل ته څومره با همته يې څومره لوړ جرات لرې چي لا نړيدلى نه يې څرنګه پر دومره زخونو صبر کولاى سې تا په خپلو سترګو وليدل چي لمونځ کونکي پر څه حال وه هغه څوک چي ته يې جوړ کړې هغه هم تا په خپلو سترګو وليدل چي ټوک ټوک سو ، اى سپيڅلې مسجده تا هغه چغي هم واوريدلې (( وي بابا الله لالا وي کاکا الله زما خدايه دا څه وسول )) د هغو سپيڅلو مسلمانانو د وينو بوى اوس هم ستا په وجود کي احساسيږي .

نو اى زما د زړه ټوټې ستا هري بلا ته زه ودريږم اوس درڅه يوه هيله کوم د خداى لپاره اوس په دې زخمي زخمي بدن په دعا پيل وکړه ګوندي ستا دعا د لوى خداى په دربار کي قبوله سي ستا تر دې سپيڅلي نوم قربان سم ، زموږ ټول ولس په داسي حال کي راګير دى چي يوځاى هم ځان په امن کي نه احساسوي خدايه نن ټوله ښار  په غم کي راګير دى په ډيرو مسجدو کي د تلاوت او دعا وي اوريدل کيږي په ډلو ډلو خلک ورځي او راځي .

د خداى پار دى ټول خلک په ارامه ژوند کوي دا موږ خداى په کومه ګنا نيولي يو چي د اختر په ورځ هم د فاتحې کمبلي ژاړو .

 مسجد راته د راز په ژبه وژړل او ويه ويل ما چي څه ليدلي دي که ما ژبه د انسان غوندي ژبه درلوداى نو ما به دومره ژړلي وا دومره به مي ژړلي واي چي د نړۍ ټول مسجدونه به مي راسره په ژړا کړى واى رشتيا چي افغانان په ډير دردونکي حالت کي ژوند کوي .

 

 

 

                              پاى

 

 

 

 

+  4 Feb 2008ساعت 1:38 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د ټيټوالي احساس اوزموږ ځوانان

 

ژباړن:نسيم پسرلی

له اردو څخه

داروا پوهنې نامتو ډاکټر مارډن وایي چې زه ېوداسي کس پېژنم چي په غوره توګه يو کار کولای سي، خو دهغه ژوند يوازي له دې کبله تباه سو چي کله هغه کوچنی و نو هر ځلي به يي غوږونو همدا خبري اورېدې چي ته بې عقل يې، ناپوه او احمق يې٠

دی وايي چي کله به ور ته د کومي دندې وړانديز کيدو نو د ده په ذهن کي به د خپلې کمزورۍ انځور مخې ته راتلو او دا به حسوله چي په ده کي هغه وړتيا نسته کومه چي د ده په ملګرو کي ده، له همدې امله هغه د عمل ډګر کي کله د ډګر د سړي په توګه رامخ ته نه سو٠

رښتيا خبره دا ده چي د ټيټوالي احساس زموږ په ډېرو نويو ځوانانو کي شتون لري چي له کبله يي دوی د پرمختګ پر لار ګام نسي پورته کولای او که له کومې وجې يي کوي هم، نو په ډېر سست تګ سره به سفر طی کوي، له دې ناروغۍ سره د پرمختګ سفر ډېر ستونزمن دئ٠

 

+  28 Jan 2008ساعت 10:26 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 له دکن نه يي تېر کړ خو توبه نه کاږي!
 
 
 
شېر پاو احمدي--پېښور03329070947-0092
 
 
 
د هند په نوي ډيلي کي د افغانستان ايران پلوی سفير او د ښاغلي حامد کرزي ملګری، دپښتون ملت او افغاني ار فرهنګ سره له دښمنۍ ډک چلند څخه لاس نه اخلي٠

دا څېره چي مخدوم رهين نوميږي، پوره څلور کاله د ولسمشر کرزي د اطلاعاتو او فرهنګ وزير و، دا افغان وزير؟؟؟، افغان خو ځکه ور ته نشو ويلی چي د وزارت په څلورکلنه دوره کي د خپل ايراني بادار د فرهنګ د پلي کېدو هڅي او کوښښونه کول، د افغاني فرهنګ او افغانانو لپاره يي هيڅ کار نه دی کړی او زيار يي ايستلی چي لا په افغانانو ايرانی او پردی فرهنګ وتپي، خو زما په اند ايراني باداران يي تېروتي دي، دا فکر يي له ياده ايستلی چي په تېرو لسيزو کي دلته د وخت ستر زبر ځواکونه لکه انګرېز او نړيوال کمونيزم په ګونډو شوی، نو ايراني فرهنګ لا څه مانا لري، که يې نه مني نو د ګرګين او صفوي شاه حسين د قبرونو نقچې دي وټکوي او له هغوی دي وپوښتي٠ نه پوهېږم چي رهين څنګه نه شرمېږي، يو ځل د خپلو ناوړه اعمالو توپان د هند وچي ته ورساوو، لا بيا هم توبه نه باسي، هلته يي هم د کابل د ښار او د هيواد د نورو ښارونو په څېر د لوحو د پاړسي کولو هڅي پيل کړې تر څو خپل باداران خوشاله وساتي او د افغانستان د لوی سفارت لوحه يي په (سفارت کبرای افغانستان) واړوله٠

نو نه پوهيږو چي د کرزي دغه (جامع الکماله) رهين به د افغانانو د کوم رنځ دوا شي، د ده په څلور کلن پېر کي د هيواد ګڼ لرغوني اثار لوټ او ګڼې کيندنې د هيواد په لرغونو سيمو کي وشوې، رهين له هغو بې خبره و او د لوحو د پاړسي کولو په کار بوخت و، په ولايتونو کي يي د اطلاعاتو او فرهنګ په اړوندو ادارو او رياستونو کي داسي کسان ګمارلي و چي يوازي او يوازي د ايران د ګټو ساتونکي و، چي ښه بېلګه يي د ملي راديو ټلويزون رييس نجيب روشن و، چي د رهين تر شړل کېدو وروسته يي د نوي وزير امر نه پلی کاوه٠

رهين چي د افغانستان د ملي ترمينالوژي په ايراني کولو لاس پوري کړی و، لا يي زړه اوبه نه وې څښلې چي ملي او منلي فرهنګ ته يي زيان واړاوه، بيا يي د هيواد نوی جوړ شوي  ملي سرود پاړسي کولو ته ملا وتړله، ځکه چي هغه په پښتو وو او هغه يي نشوای هضمولای، داسي ګړي ته يي واچاوو چي سرود په پښتو دی خو ږغ او لهجه د ايرانيانو په ډول دي چي هيڅ ډول د افغاني ملي غرور سره اړخ نه لګوي٠ دا وې د ولسمشر د نازولي دوست ځيني کړنې، خو دا خبره نوې نه ده، څو لسيزي وړاندي د ملت بابا ظاهر شاه هم يو نازولی (ببرک کارمل) درلود چي د جنوبي سيمو خلکو او په ځانګړي ډول پښتنو ته به يي پاکستانيان ويل، خو يوه ورځ د همداسي يوې وينا له کولو وروسته داسي وډبول شو چي ابن سينا روغتون ته د کوما په حالت کي ورسول شو چي د ملت بابا ډېر په خپه وو، خو کله چي له دې پېښي يوولس کاله وروسته د روسانو په مټ ولسمشر شو، څونه بې ګناه هيوادوال يي تر روسي ټانکونو لاندي کړل٠ ولي! د کرزي نازولی دوست چي کله د افغانستان د ولسي جرګې لخوا له وزارت څخه وشړل شو او لعنت يي پر وايه، کرزي يي بيا د وزير کولو هڅي کولې خو و نه منل شوې، بيا يي دغه رټل شوی په هند کي سټپني کړ, رټل شوی ځکه ورته وايو چي د افغان ولس د استازو لخوا رټل شوی دی٠

ښاغلی کرزی په کنچينۍ ملي يووالۍ راولي، رهين د هغې کنچينۍ په بېلګه دی چي سر يي د يوه چا په غېږ کي وي او پښې يي د بل چا سره وي، د رهين سر هم له افغانستان او پښې يي له ايران سره دي، خو فکر نه کوم چي د کرزي صيب د ملي يو والي دا وړۍ به شړۍ شي٠ که چيري دا ډول ملي، افغان اوپښتو ضد کسان په دولتي لوړو پوستونو پاتي شي لا نورې ناخوالي به هم وزيږوي٠ پښتنو په خپل اصل ټاټوبي کي اوږده واکمني کړې او د هيواد د ټولو قومونو او لږکيو ژبي ته يي احترام کړی او اوس هم ورته پوره پوره درناوی لري، خو هر هغه عمل چي د څه له پاسه 67 فيصده پښتنو په زيان د ملي يووالي تر چتر لاندي تر سره کيږي او د پښتنو ټول حقونه تر پښو لاندي کوي داسي ملي يووالي ته هيڅ اړتيا نشته  او نور بايد د داسي کسانو پر وړاندي دې زيانمنوونکي مضر احتياط ته د بای ټکی کېښوول شي او د دوی پر وړاندي دي ټول پښتانه روڼ اندي، ليکوالان، او وروڼه قومونه تر خپله وسه مبارزه وکړي٠

 

+  25 Jan 2008ساعت 3:28 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

د پاکستانۍ پولې ساتونکي افغانان ځوروي٠

 

سرچينه: PAN

ژباړن: نسيم پسرلی

 

کوټه:PAN: د پاکستان د سوېل ختيځي صوبې بلوچستان ځايي افغان اوسيدونکي په پاکستاني پوليسو تور لګوي چي د چمن-کوټې په لويه لار له دوی څخه په يوه او بله پلمه پيسې شکوي٠

په افغانستان کي چيري چي د سختې يخنۍ له امله له ١٤٠ څخه زيات وګړي د سختې واورې او يخې هوا له امله وژل سوي، ډېرې کورنۍ د بلوچستان پر لوري را خوځيږي٠ خو ډېری مهاجر د پاکستاني پوله ساتونکو له ځورونې څخه سر ټکوي٠

د کوټې يوه ځايي اوسيدونکي افغان، عبدالمطلب، پژواک خبري اژانس ته وويل: پوليسو د دوی موټر د تلاشۍ په هره پوسته درولی او مهاجر يي مجبور کړي چي د دوی لاسونه ور غوړ کړي(يو څه ورکړي)٠ 

هغه زياته کړه: چي له دوی(مهاجرو) څخه يي د پېژند پاڼي او پاسپورتونو غوښتنه کړې، او هغه کسان چي قانوني اسناد يي نه درلودل د پيسو په اخيستلو يي پرېيښي دي٠

فاتح الرحمن، دبلوچستان يو بل اوسيدونکی افغان چي مزدوري کوي وويل: دوه اونۍ مخته د کار په لټه کندهار ته روان وم چي له پولي (چمن) د تېرېدو پر مهال يوه پوليس ور څخه د پنځه سوه کلدارو غوښتنه وکړه٠ وروسته دوی زه بندي کړم ځکه چي د دوی دغه ناروا غوښتنه مي پوره نکړه او بيا يي د ١٥٠٠ کلدارو په بدل بيرته را خوشې کړم٠

ډېرۍ وختونه پوليسان نا قانونه توکي د خلګو په جېبونو کي اچوي تر څو ناشکمن وګړي دې ته اړ باسي چي دوی ته بډي ورکړي، اميرالله وويل: له کوټې څخه ٣٢ کيلومتره لرې د کچلاغ د تلاشۍ په پوسته کي پوليسو زما په جېب کي چرس واچول او زه يي بندي کړم٠

په کوټه کي د افغان قونسل جنرل اسدالله پښتون وويل: دوی د دې شکايتونو په اړه د پوله ساتو ځواکونو مشرانو ته  څو ځله شکايت کړی، خو دوی بيا هم د بډو اخيستلو او بندي کولو لړۍ ته دوام ورکوي٠

 

+  21 Jan 2008ساعت 10:26 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


دانازولی به ترڅو پوری وی

 

 

احمد جاوید حامد سلیمان خیل

 

 

 

څه دپاسه پنځه او یا نږدی شپږ کاله کیږی چی دطالبانو واکمنۍ یوی خواته اوپرځای یی د کرزی په مشری واکمنۍ رامنخته شوی ده اودهر ه لو ری او  خو ا څخه دآبادیۍ غږونه اوریدل کیږی اودامنیت ،پوهی ،اقتصادی ودی ،کلتوری بډاینی غږونه هم دښو ملګرو په توګه جوخت ورسره درمی خوعجیبه دا ده چی دا به څومره ریښتیا وی اوکه نه یواځی اورازی دی زه فکر کوم چی دابه یواځی اوازی اودروازی وی داځکه چی دلری ولایتونو حا ل خو پر خپل ځای پریږده دکابل ښار چی دحکومت مرکز هم ده وګورو  چی په کابل کی هم داخبری درواغ کڼلی شو ځکه چی پکی وران سړکونه بندی لاری چی دچارواکو له خوا دخپل کورونو دښه امنیت لپاره تړلی اویاهم هغوی دخپل تګ راتګ لپاره په موقتی ډول بندوی اوخلاسوی اوهمدارنګه دامنیت له پلوه خلک ډیر ناکراره دی آن تردی چی  خلک خپل اولادونه دتښتونی او دچاودنو له امله مکتبونو ته هم نسی پریښودلی اوخپله هم له ویری اوډارڅخه بازار ته دخپلو خوراکی توکو درانیولو لپاره نشی تللای د ښایسته لوڼو اودکور دمالونو اوشخصی ځمکو اوکورونوحال خو  دی همدلته وی راځو دپوهی په لو ر نو دلته خو خدای نیک بختی د پو هنی دوزیر په برخه کړی ده چی نن سباخو دژند تولی چاری په انګلیسی اوکمپیوټر پوری تړل شوی دی آن تر دی چی خیر هم دانګلیسی  د نه پو هیدو په صورت کی نه کیږی اوس به دا قتصادی بډاینی تروره سر ور دننه کړو هغی نوځان داسی را ښکاره کړ ټوپک اونظامی دریشی لرم نو پیسی ته لا څو ک یی د سړیو خر څلاو خو در باندی وکړم نو خوډیر څه ویل نشم کولای  خو په دایو ه ټوټه به یی درخلاسه کړم

 

ولله ډیر می چی خوښیږی هغه ته یی

هم لیلا او هم مجنو ن می ګله ته یی

قهرمانه او  توریالیه ګټه ډیره

دپو لیسو دپوستی ټوپکه ته یی

 

نو ریښتیا هم همداسی ده زه هم دا ورسره منلی سم ځکه نظامیان سړک وهلای سی ،معاش لری ،مسلح غلاکولای سی شراب څښلای سی ،عارضین نر اوښځي باندی ډول ډول تیری کولای سی ،داځکه چی هغوی خو نو یا په قتل ،غلا، سیاسی کیسو نو اویا هم دکو رنه په تیښته تو رن وی اودښامار په خو له کی ناست وی نو هرڅه به په خلاصه ټنډه منی اوهمدارنګی په لکونو لکونو روپی دعاجزانو اوفقیرو خلکو په ناحقه  تورن ولو اویاهم دقاتلینو ،شرابیانو ،لاویانو بازینګرو اویانو رو چارچوټانو دخلاسو اونیولو څخه لاسته راوړلای سی نو خو زه هم منم چی ډیره ستره بډاینه سویده  که څوک موچی وه نو اوس به دبوټو نو ستره مغاذه لری ،که خر یی لاره نو اوس به څوموټری لری ،که دو کان اویاهټی لرله نو اوس خو مارکیټونه ساده خبره ده ،که مامور وه نو ریس ده او که مدیر وه نو وزیر ده او که ریس وه نو مشاور ریس جمهور  به شو ی وی  چی په خو ب کی به یی هم داسی    نو ی راغلی کله او که څوک  له څوکی څخه ستړی وی  نو بیاخو دښی  پانګی خاوند دی ستره پانګونه کوی همداده چی دنړی اوهیواد په کچه دملی تجار لقب ځانته اخلی چی لوڼی او ځامن یی هم په  لنډکروزر موټرانو باند یو تر بله سیالی ترسر کو ی چی د فلمانو او سر یالونو  په لیدو سره  هم دموټرو په شان په لباسونو  سیالی کو ی  چی غریب ، بیو زلی او بی علمه خلک دعادل صیب ،مجاهد صیب ،وطن پال صیب اوداسی نو رو دلوڼو اوزامنو هو س خو ری او دنه رسیدو په وخت کی ښځه په میړه اومیړه په ښځی سر نه ټیټوی   هماغه ده چی دمسلی دښه نه پوهیدو اویاهم دهغی دحل لپاره بیاخپله دښامار خو لی ته و ر دانګی او په لو ی لاس د مرګ او بی غیرتی کو می ته ورشی چی خپل نوم هم بیا په ځغرده نشی اخستلای همدارنګه دهالیوډ ،بالیوډ اویاهم دټیلی فلم په لیدو سره سباسم دهغوی لوبی او پیښي کو ی  دمکتبونو ،کورسو نو ،پو هنتونو نو په دروازو او یاهم دهغو په داخل کی پیره داران او یاهم د پو لیسان افسران شی او دخلکو ژوند په ریښنی تو ګه په یو فلم و ر بدلو ی نو ر به زه څه درته ولیکم خو دشعر په دغه کوچنی  ټوټه دی سلسلی ته دپا ی ټکی کیدم .

 

له مامو ره تر وزیره بی کلتو ره یو پوهیږم

خپل کلتو ر مو دی پریښی کلتورو نه راسره دی

سم ډمان راځینی جو ړ دی داصیل کلتو ر نامه کی

څه ګډیږو و رته اوړو څه ډولونه راسره دی

 

دی کلتو ر او فرهنګ لپاره هم دایو ه ټو ټه بس ده  دانازولی به تر څو پوری وی او ددی نازولو داحال به عادی افغانان ،دینی ریښتینی عالمان ،دقلم خاوندان ،په خدای مینو خلکو مجاهدینو،طالبانو  تنکی او نازولی قاریانو ګوری او لاس تر زنی به کنی نه نه دوی به ځان ددی غر بی او شر قی نیمچه مسلمانو په څنګ دیو ه شیطان مثال بولی اود غره سختی دمرګی شیبی به د ځان لپاره ویاړ بو لی چی دتش په نامه یهو دی اونصاری بیرغونو لاندی ژوند وکړی نو همدا سبب ده چی دخپل لاس انتخابی حکومت نه دخلکو کرکه راضی ورسره ورسره دحکومت ملاهم دماتیدو ولوری ته درمی نو زه وایم که حکومت ددی مخه وننه نیسی نو دنجیب دحکومت پالی به ولری .

 

 

                                              احمد جاوید حامد سلیمان خیل

 

 

 

 

+  21 Jan 2008ساعت 10:22 PM  ليکونکی نسيم پسرلی