په رسنه یېز ملکیت او واکمنۍ کې د پښتنو ونډه د اندېښنې وړ ده
لیکنه: احمد زبیر ژمن- کابل
د یویشتمې پیړۍ له پیل سره د افغانستان په تاریخ کې یو نوی باب پرانستل شو، دغه باب څرنګه پیل او څه به له ځانه سره لري یو بیل بحث دی، چې دلته پرې خبرې کول ښایی موږ په بله بوځي، خو دغه نوي باب په افغانستان کې ځینو ته ډیر څه ورکړل او د ځینو یې ډیر څه لوټ کړل او لوټوي يې.
پښتانه د تیر په شان ددغه نوي باب ( انقلاب) اصلي سرښندونکي دي، چې لاهم پکې خپلې مادي او معنوي شتمنۍ بایلي. نه غواړم چې دغه فریاد نور هم پسې اوږد کړم، ځکه چې له فریاد نه څه نه جوړیږي، موږ اړ یو چې خپلې اوښکې پاکې کړو او د خپلې معنوي او مادي شتمنۍ څخه د دفاع لپاره مټې راونغاړو.
وایی چې ددغه نوي پېر په تیرو شپږو کلونو کې افغانستان په ځینو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو دغه پرمختګ زما په اند په ځینو برخو کې تر ډیره بریده، د بیلابیلو لاملونو له مخې نا انډوله ترسره شوی دی او ترسره کیږي، چې افغانستان ته په یوه اړخ د فلج ناروغ بڼه ورکوي. ددغې هرې برخې څیړل یوه بیله موضوع جوړوي، ځکه خو دلته یوازې پر رسنیو راڅرخو.
په نوې نړۍ کې د رسنیو رغنده رول او ژور اغیز ټولو انګیرلی دی، دغه اغیز د ارواپوهنې د علم له مخې په ثبات رسیدلی دی، ځکه خو په ډیموکراتیکو ټولنو کې چې رسنۍ پکې ازادې وي، رسنیو ته د دولت د څلورمې قوې په توګه چې پر چارواکو، عامو وګړو او د ټولنې په ټولو برخو خپل اغیز لري، کتل کیږي.
د نورو ټولو برخو په پرتله، افغانستان په دې برخه کې ډیر پرمختګ کړی دی، په سلګونو چاپي او بریښنایي رسنۍ رامنځ ته شوي دي، دا رسنۍ چې له کیفي پلوه هر څرنګه دي، خو ځینو یې اوس زموږ پر ټولنه کې نفوذ موندلای دی، ددې نفوذ یوه بیلګه داچې، زه په خپل کلي کې چې نه بریښنا لري او نه یې خلک د ژوند له ډیرو نورو اسانتیاوو څخه برخمن دي، روان ووم، په یوې کوڅه کې، یو اوه اته کلن ماشوم له خپل خټین کور نه راووت، او د طلوع تلویزیون د تولسي ډرامې یو ډیالوګ یې له ځان سره زمزمه کاوه.
د بد مرغۍ مساله خو ددې خصوصي رسنیو د ناپېیلیتوب یا بې طرفي مساله ده، چې اکثره یې یا خو په رسمي توګه له سیاسی ډلو او ټپلو سره تړاوو لري او یا هم د هم هغوی له خوا ورسره مرسته کیږي او د پالیسې له مخې سره همغږي دي.
په افغانستان کې د رسنیو د ملکیت مساله له دې پلوه هم د اندیښنې وړ ده، چې په یو ډول یې د ( څو رسنه یېز ملکیت ) بڼه راخپله کړې ده. څو رسنه یېز ملکیت په دې مانا چې یوه ډله یا هم یو تن د څو بیلابیلو رسنیو مالک و اوسي، چې په طبعي توګه د یوې پالیسۍ له مخې به د ورځنیو چارو او پیښو په وړاندې یو دریځ نیسي او هماغه به پیاوړی کوي.
تر دې هم د اندیښنې وړ داده، چې دغه څو رسنه یېز ملکیتونه بیا نیږدې ټول په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د هماغې یوې مشهورې ټلوالې سره، چې پخوا د شمالي ټلوالې په نوم یادیده او اوس ملي متحده جبهه ترې جوړه ده، تړاوو موندلی دی.
د ساري په توګه، استا رباني یا د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند اوسمهال په لسګونو وړې او غټې رسنۍ په واک کې لري، چې د څو هغو یادونه ضروري ګڼم چې په مرکز کې فعالیت لري : هندوکش خبري اژانس، چراغ ورځپاڼه، نور تلویزیون چې نوی یې په فعالیت پیل کړی دی.
د هزاره ګانو پخوانی جنګسالار قوماندان محمد محقق په همدې توګه (ښایی د لسګونو وړو رسنیو په څنګ کې) څو رسنۍ لري : فردا راډيو، فردا تلویزیون چې نوی نوی په فعالیت پیل کوي، اوټ لوک مشهوره انګلیسی ژبې ورځپاڼه، افغانستان ورځپاڼه.
طلوع تلویزیون او ډیرې نورې رسنۍ هم په یوه یوه بڼه له همدې خلکو سره تړاوو موندلای دی.
لنډه داچې اوسمهال په افغانستان کې تر لسو ډیر خصوصي تلویزیونونه فعالیت کوي، چې اکثره یې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ټولو ژورنالیستي اخلاقو او اصولو په پښو لاندې کولو سره د یوه ګوند، ډلې یا قوم په پلوي او د بل پر ضد خپل تبلیغات کوي. ددې اکثرو تلویزیونو تر څنګ د همدې ادارو له خوا راډیوګانې او ځینو یې ورځپانې هم رامنځ ته کړي دي. په دې خصوصي تلویزیونونو کې یوازینی پښتو تلویزیون چې د پالیسۍ له مخې تر ډیره روغ دی، شمشاد تلویزیون دی، چې هغه هم له مسلکي پلوه ډيرې نیمګړتیاوې لري.
دغه حالت که له یوې خوا له فرهنګي پلوه خپل اغیز لري، تر هغې ډیر ژور اغیز یې له سیاسي پلوه دی، همدې رسنیو له ډيرو عادي خلکو شخصیتونه جوړوي او اپوټه که کوم شخصیت، ډله او یا کوم بل څه چې د دوی د پالیسۍ پر خلاف وي، د ژورنالیزم او د یموکراسۍ د ټولو اصولو پرخلاف یې پر ضد تبلیغات کوي او څپی یې.
د ساري په توګه به د هیواد په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ویاند محمد اصف ننګ قضیه را واخلو.
ښاغلی ننګ چې زه تر کومه پیژنم، یو ډیر ښه مسلمان ، تکړه لیکوال، په هیواد مین او فعاله شخصیت دی. څه موده مخکې چې د افغانستان او پاکستان د امن ګډې جرګې ته چمتوالی نیول کیده، نو دی د امن جرګې د کمیسیون د مطبوعاتي دفتر مشر و او په اهتمام یې د ( امن جرګه) مجله خپریدله، ددې مجلې په یوې ګڼې کې څه داسې مضمون په تیروتنې سره خپور شوی وو، چې د دولت له پالیسۍ سره په ټکر کې وو او که څنګه، خو لنډه دا چې په همدې پړه د ملي امنیت چارواکو ښاغلی ننګ او دهغه څلور پنځه تنه همکاران د پلټنو لپاره بوتلل، له همدې موقع څخه په استفادې سره ځینو رسنیو ( طلوع تلویزیون، کابل اونیزې یا هفته نامه کابل او ځینو نورو) پرته له دې چې کومه سرچینه په ګوته کړي، پر ښاغلي ننګ په ډیره سپین سترګۍ له خپل ځان نه د ای اس ای سره د تړاوو لرلو تور ولګاوه، او داسې خبر یې خپور کړ چې ننګ د ملي امنیت د چارواکو له خوا د پاکستان د استخباراتي شبکې یا ای اس ای سره د تړاوو په تور ونیول شو، ان تر دې چې د ملي امنیت چارواکو چیغې وهلې چې دا سړی مو په دې تور نه دی نیولی، یوازې په امن جرګې مجله کې یې څه داسې مطلب خپورکړی و، چې باید په اړه یې ځواب ووايی، خو دغو رسنیو بیا هم خپل تعصب په ډاګه کړ او په لوی لاس یې پر یوه شخصیت تور پورې کړ.
په همدې توګه څه موده مخکې د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې، ( د الجزیرې د تلویزیون د یوه عرب نژادي ژورنالیست په وینا) د هزاره ګانو او کوچیانو ترمنځ په کوم ډاګ یا هم څو جریبه ځمکه لانجه راغلې وه، خو دلته په کابل کې ځینو رسنیو ( افغانستان ورځپاڼې، انګلیسي ژبې اوټ لوک ورځپاڼې، فردا راډیو، طلوع تلویزیون او ځینو نورو) دغه موضوع څه داسې خپره ګړه، چې ګواکې کوچیان غاصبین دي او پر هزاره ګانو ظلم کوي، دې رسنیو په دې اړه خپل تبلیغات او پروپاګند دومره اوږد کړ، چې دولت یې اړ باسه د موضوع د حل لپاره پر سیمه یېزو چارواکو اکتفا ونه کړي، بلکې یو ځانګړی کمیسیون ورته وټاکي.
دا په دې مانا چې دوی اوس دومره رسنه یېز قدرت موندلی دی، چې دولت ته یوه اجنډا وړاندې کړي، له یوې موضوع یې پام وګرځوي، بلې ته یې ورپام کړي او بلاخره یې پر پالیسي جوړونه اغیز وشندي.
دپورتینو کرښو له کښلو نه مې موخه په هیڅ صورت له بل چا نه شکایت کول نه دي، یوازې په اوسني حالت کې مې په رسنه یېږ مالکیت او واکمنۍ کې د پښتنو ونډه او دوی ته په ورپیښو ګواښونو مې یو څه وړاندې کړل.
داچې ددغو رسنیو مالکانو او مرستندویانو په تیرو څو کلونو کې څرنګه له شرایطو څخه په ګټې اخیستنې سره دومره رسنه یېز قدرت تر لاسه کړ، ښایی بیلابیل لاملونه ولري، خو په دې برخه کې د دوی خپله زیرکتیا او رول تر ټولو رغند ښکاري.
خو دغه حالت بلاخره پر پښتنو چارواکو، ژورنالیستانو، فرهنګیانو، سوداګرو او وګړو، په دې برخه کې د یوه څه کولو لپاره لږ تر لږه د سوچ او فکر کولو غږ کوي، تر څو یو کوټلي اقدام ته لاره هواره شي.