تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







برقه څه سوې ؟!!!!

د هلمند ولایت د برق له پلوه ډير غني ولايت دى

كه دولت وغواړي د هلمند وګوټ ګوټ ته برق وركولاى سي نو په دې نژدې وختو كي درييسانو، غټو مديرانو خټين كورونه چي په سيمټ ،سيخ،او ښيښه سره جوړ سوه نو د برق لړۍ يې ډيره راكمه كړه ځكه چي دهلمند په ولايت كي دوه ډوله برق وجود لري يو داوبو برق دی اوبل هم ډيزلي چي اوس مهال د برق له شارټۍ له امله د اوبو برق خراب دى او دتيلو د لږيدو له امله ډيزلي برق هم پر نست ځكه حسابيږي چي څه چي سته هغه د والي صاحب پر كور راڅرخيدلى دى او غواړي چي دوالي صاحب خونه روښآنه وساتي نورنو په ټوله ښاركي توره تياره خوره ده.

نوراځئ چي په دغه توره تياره كي په پو لاريون لاس پوري كړو كه مو هيڅ ونكړل دا پاكستاني غټ تور بآنجان كله دمشرف لاسونه او دا نري نري ايراني بادرنګ لكه د امحمدي نژاد نژاد له منځه يوسو .

                                  ترتيب كونكى : عبدالباري صريقي  

+  21 Oct 2007ساعت 12:32 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


څلوريځه

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

نه د خدايۍ دعوه لرم نه پيغمبر غوندې يم

خو يمه لوی لکه شمشاد لکه خيبر غوندې يم

زه سوم بې نومه او تاريخ مې افسانه غوندې سو

کنه سالار د زمانې يمه، رهبر غوندې يم

 

 

+  26 Sep 2007ساعت 11:46 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


خبرتيا

 

د تاند په نامه يوه بله او نوې ښکلې ويبپاڼه پر ليکه سوه .په سل وار ليدلو ارزي، خامخا يې وګورئ. 

www.taand.com

 

+  26 Sep 2007ساعت 11:42 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


تمنا

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲ 

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

نه دا شور وای نه دا شر وای

نه غمونه سياليګر وای

نه باران د تودو اوښکو

د رقيب په کور محشر وای

چی په ما نه وای انبار سوي

څو غمونه مينجور وای

چې په غم کې ټول نسکور وای

هم زه سوی هم ځيګر وای

چې می ژوند وای دمه سوی

د رقيب لاس کې خنجر وای

يا ياران د ميکدی وای

يا می څنګ کې ناست دلبر وای

د ساقي لاس کې جامونه

د شرابو د عنبر وای

زما سری سترګی دلبر ته

په کتلو په نظر وای

يا د بر کلي ګودر کې

ديدنونه مازديګر وای

يا زه نه وای يا ته نه وای

يا خو دواړه يو وزر وای

چې په ما باندې شرميږی

کاش له لمره معتبر وای

خو چې ته وای نور څه نه وای

نه خوښيوی نه اختر وای

 

 

 

 

+  26 Sep 2007ساعت 11:32 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲ 

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

ثواب غواړم عذاب غواړم که نازل سي

ستا په مینه زما مرګي ته زړه مایل سي

راته وایي چې مرګي پورې به یو یو

دروغ وایي د رقیب ډل کې شامل سي

ما په خوب کې دا لیدلو چې دریاب سم

هله ویښ سم چې اشنا راته ساحل سي

زه رقیب همدا ګڼم چې می خیال یوسي

ستا نقاب چې مخ ته مخ ته سي حايل سي

یار مې وایي چې ته څه له یې راغلی

عجب کلی چې پوښتنه له سایل سي

داسې خاورې چې زه پروت یم د یار در کې

خیر یې څه کړم که دیدن راته حاصل سي

د یار سترګو کې قصاب او هنر پروت دی

ماته ګوري راته زهر سي قاتل سي

زه قایل یم که مې وژنې مرگۍ معاف دی

که اشنا می په مرګي باندې قایل سي

کلی څه کړې ماشومان هم پری خبر دي

چا زده راسئ هر یو راز داسې ساتل سي

"نسیم" اوس هم پری ځوریږم چې یې یاد کړم

اوښکی مخ باندې قطار سي قوافل سي

 

 

 

 

+  26 Sep 2007ساعت 11:28 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


 

 

د مو سيقي (سا ز او سرود ) ضررونه د اسلا م او طب له نظره

 

 

 

 

 

 ترجمه اوټولونه :ډاکټر عبدالوحيد ( منصور )

 

 

 

                                                      

د اسلام دشمنا نو د مسلما نا نو خصو صاَ د ځوانا نو دبي لا رې كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې اوداگمرا ه كوونكې وسيله يې د تلو يزيون،راديو،كمپيو ټر،انتر نيټ،سينما او داسيې نورو عصري وسا يلو پواسطه د مسلمانا نو په اكثرو ټولنو كې عا مه كړې تر دې چې په اوسني عصر كې خو زيا تره خلك سا ز او سرود ته د گنا ه په ستر گه هم نه گوري حا ل دا چې الله تعا لى موسيقي په قراّنكريم كې د لهو الحديث(بيهوده خبرو) په نامه يا دوي. او هغه كسا ن چې پدې نا وړه عمل اخته دى هغوى د شيطان پيروان ګڼي او هغوى په سخت او دردوونكي عذاب ويروي.

همدا رنگه رسو ل الله(صلى الله عليه وسلم) فرما يي چې مو سيقي په زړونو كې نفا ق داسې زرغونوى لكه اوبه چې كښت او زراعت ته وده وركوي.

همدا رنگه رسو ل الله (صلى الله عليه وسلم) فرما يي :  كله چې زما په امت كې موسيقي او سندرې زيا تى شي نو د خداى (جل جلا له) عذا ب را نا زليدل به پرې شروع شي.

د موسيقي د نيوي اضرار:

(1). موسيقي د اخلا قي فسا د مهم عا مل دى (2).د پرښتو يا ملا يكو د را نا زليدو څخه مخنيوى كوي .

(3). په زړه كې نفا ق زرغونوي(4) د زنا طرف ته د تشويق وسيله ده (5). د خپل نا موس په هكله د بې تفا وتى سبب گر ځې (6). د خد اى (جل جلا له) له رحمت څخه د لري والي با عث گر ځي (7). له كور څخه د خير او بر كت د تلو اومسكينى با عث گر ځي (8). د زړه د سختي با عث ګرځي.

ځيني خلك پديې عقيده دي چي مو سيقي د رو ح غذا ده خو كه حقيقت ته وگورو نو ددوى دا دعوه بى ځايه  ده ځكه كچيرې موسيقي د روح غذا واى نو ولې په غرب او اروپا كې د موسيقي له زياتې خپريدو سره سره اخلاقي فساد او عصبي نا رو غى ورځ په ورځ زيا تيږي؟؟؟

همدا رنگه اوس په نړى كې موسيقي د مخدره موادوپه حيث پيژ ندل شوې ځكه هغه كسا ن چې له موسيقي سره

عا دت شوى د هغوى ټول فكر د موسيقى په هكله وىاوددوى په اعصا بو با ندې يو ډول سستي حا كمه وي او بيا دا خلك غير له شهوت، عشق با زى ،ښكلا پرستى نه نور څه نه پيژني او ددوى عقل د مو سيقي پواسطه داسې

 محا صره شوى وى چې بيا دوى  له عفت اوحيا،عدالت او انصاف ،ورورولى او غيرت څخه خلا صيږي.

د موسيقي اضرار  دطب  له نظره:

(1). د انسا ن په بدن كې د سيمپا تيك او پا را سيمپا تيك په نا مه دوه ډوله اتو مات ( خودكا ره اعصا ب ) مو جود دى چې دواړه د برا برى په حا لت كي دي او ددوى برا بري د بدن د نظم با عث ګرځي،

هر كله چې د خا رجي عوا ملو په نتيجه كې ددې عصبي سيستم نظم له مينځه ولاړ شي نو انسا ن له زيا توجسمي او عصبي ضررونو سره مخا مخ كوي.

يو لدغو عوا ملو  څخه چې د دغه عصبي سيستم نظم له مينځه وړي مو سيقي ده.

(2). ډاكټرانو د اثا بته كړې چې مو سيقي د اعصا بو د ضعيفوا لي با عث گر ځي او دډاكټرانو څو اتحا ديوله حكو مت څخه غوښتي چيې په عا مه ځا يونو كښې له موسيقي او كنسرت څخه مخنيوى وكړي تر څو په نړى كې د عصبي نا رو غيو مخه ونيول شي.

(3). موسيقي د زړه د حملې او زړه دريدو با عث كر ځي.

طب وايي چي د زړه ددريدو يو مهم عا مل هيجا نات ( زيا ته خو شحا لى يا زيا ت خفگا ن ) دي او دا چه د موسيقي د اوريدو په اثر په انسا ن كې يو ډول هيجاني حا لت را مينځته كيږي نو ځكه د زړه د حملې با عث گر ځي او ډير ځله ليد ل شوي چې سند ر غاړي د زړه د حملې له امله مړه شوي.

(4) موسيقي د وينې د فشا ر د لوړيدو او ټيټيدو با عث گر ځي.

پدې هكله يو اروپايي پروفيسور خپله تجربې كړي او نتيجه يې داده:

نو موړي ډاكټرد يو مريض د فشار د كتلو پر وخت هغه ته اّرامه موسيقي واوروله نو په تعجب سره يي وليدل چې د مريض د وينې فشا ر د نا رمل حا لت نه ډير ښكته شو.

او كله يي چي سخته يا غليظه موسيقي ورته واوروله ويي ليدل چې د مريض فشا ر د عادي حا لت نه ډير او چت شو.

همدا رنگه يو بل آلما ني ډا كټر دا ثا بته كړې چې موسيقي د سر دردي ، روحي او فكري خستگي با عث  هم ګرځي.

(5). ليونتو ب او جنون (6). د عمر لنډوالى (7). د ځا ن وژنې عا مل ده (8). د ليدو او اوريدود حس ضعيفو الى  (9). د ظلم او جنا يت سبب ده (10). د استعما رگرانو لخوا دخلكود غلا مولو يوه وسيله ده (11). د خداى (ج) له ذكر اوياد څخه د مخنيوي وسيله ده ځكه په هغه زړه كې چې د شيطا ن فا سد آواز ځاى ونيسي هلته بيا د خداى (ج) ذكر قرا ر نه نيسي او آرا م نه مومي.

د نړى په ځينو ښا رو نو كيې خلكو د مظا هرو او غو نډو په ترځ كې له حكو متو نو څخه و غو ښتل چې د موسيقي او كا نسرتونومخه ونيسي او په ما ليزيا كې د يو ښا ر مسوْ ل مو سيقي منع اعلا ن كړې اووايي چې مو سيقي او سندريې په خلكو كيې د فسا د او فحشا ء با عث گر ځي او د ايټا ليا يو مشهور سندر غا ړى چې اوس يي دا نا وړه عمل پريښى وايي چې موسيقي يوه شيطا ني لو به ده .

نو اى مسلما نه وروره ! اوس چې پدې حقيقت با ندې پوه شوې چې مو سيقي او سندرې زيا ت تاوا نونه لري او ستا د خوږ ژوندد بر با دى با عث گر ځي نو آيا اوس هم غواړى چې ځا ن پخپل لا س د هلا كت كنديې ته وغورځوى ؟

آيا غو اړى چې ستا په زړه كې د خداى (ج) دذكر په ځا ى د شيطا ن آواز ځا ى ونيسى؟
د هغو بيې دينه خلكو په دروا غجنو شعا رو غلط نشې چې موسيقي د رو ح غذا گڼي حا ل دا چه د موْ من دروح غذا د خداى (ج) ذكر دى .

كه ته پدې نا وړه عمل ككړ يي نو په ځا ن رحم وكړه ، كه ته د شيطا ن پدې دام كې گير يې نو لديې دام څخه د خداى (ج) د رحمت پرا خه غيږي ته پنا ه يو سه همدا نن لدې نا وړه عمل نه ځا ن و ژغوره او د هغو خا ينو ،فا جرو او نړيوالو فسا د پلورونكو تجا را نو خولې له خا ورو  ور ډكې كړه چيې غواړي ستاآرام ژوند په كړاوونو او بدبختيو بدل كړي .

 

 

 

 

 

( د اسلا م او مسلما نا نو د سر لوړى او د كفرى نړى د ذلت په هيله)

 

 

 

 

 

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 4:50 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

 

نسيم پسرلی

pasarlai_naseem@yahoo.com

 

د وصال وعدی اوږدې دي تا لره درتلل ګران

ستا په نه ليدلو د غمونو رغول ګران

لرې له وصاله د هجران په سينه پروت يم

د وصال له چمه د باران راوريدل ګران

نشومه يوستوری ستا د حسن په اسمان کې

ګران دي تر هر څه ګران تر اسمانه رسيدل ګران

  زه که ځمکه ته دا لوی اسمان زما په سر شی

                   ستا به تل په ما نظر وي ستا راته ليدل ګران

څاڅکئ څاڅکئ وينه به له زړه خپله بيرون کړم

ور کې مينه به هوسا کړم ستا ځنې ايستل ګران

زور دزمانی کله په دې شي چې مو بيل کړي

وايي پښتانه چې نوک او ورۍ دي بيلول ګران

تا خو په څو وارې په مظلوم ژړاوی وکړی

پسرلۍ غريبه ستا په غم د چا ژړل ګران

 

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 3:36 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


نظم

 

              نسيم پسرلی

               ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲              

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

 

اوس مې قدر په ژوندوني په چا نسته

پس له مرګه معلوميږي په چا څه سته

چې زه مړ سم پس له مرګه مې يارانو

بدن کيږدئ چې خوراک سم د بازانو

يا مې وسوځئ په اور مې سره لمبه کړئ

داسی مه کړئ چې می خښ په هديره کړئ

پس له مرګه مې زړه کې دا سودا سي

چې اشنا به په ژړا که په خندا سي

کله زړه کې می راتير سي چه خندا کړي

کله دا چې اوس به لاپې د وفا کړي

خبر نه يمه چې څه به حقيقت وي

چې زه نه يم دا به څنګه مصيبت وي

کله زړه مې په ټوپو په ګډيدا سي

چې به نرم سي زړګی يې په ژړا سي

اوس به سترګی يې پر نم له غمه سرې وي

تر ګريوانه به يې کړی نندارې وي

اه فرياد به يې په کلي کې ټول خپور وي

ټول وګړي به ددې د غم غمخور وي

په ژوندون خو مې زه غم وم دا مې ياد دي

اوس هم غم يم چې وګړي په فرياد دي

دي اخلاص دی پخوا ويلی چې نه يم

اوس يې څه کړم چې ژوندون کې دې زه نه يم

د ګلونو محتاج نه يم هديری کې

زما په کار ؤ د ژونديو هديرو کې

ځکه قبر مې هم نسته نه مې خاورې

ګلان پريږده هديره کې چې سی خاورې

نور زه مړ يم دا ژړاوی دې عبث دي

ته خندا کړه خو خنداوی دې عبث دي

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:59 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


دافغانستان دكشالې دحل لارې چارې

 

 

                پوهنوال دوكتور دل آقا ( وقار )

 

 

دسپتمبر ديوولسم څخه وروسته افغانستان يو ځل بيا دنړيوالو دتوجه مركز وګرځيد ه او دنړۍ دګوټ ګوټ څخه تقريبا د۳۸ ملكونو او نيمه پوځي او نيمه پوځي قوتونه دلته ميشت شول ، خو ددې سره سره په دې خاوره كې دامن ، امان او روغې جوړې څرك چيرې له ورايه هم په نظر ونه برېښېده . بمبارونه ، انفجارونه ، او وژني ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دي ، خو كه لږ په غور سره فكر وكړو نو دافغانستان دكشالې په حل كې لاندې طرفونه اساسي رول لري او كه نوموړي طرفونه په اخلاص سره وغواړي نو دكشالې يو معقول حل راكاږلى شي او نوموړي طرفونه په لاندې ډول دي .

نړيواله ټولنه : زموږ او سني نظام دنړيوالې ټولنې دهلو ځلو زېږنده ده او دطالبانو دسقوط څخه وروسته دنړيوالو په مستقيمه مداخله رامنځ ته شوى او لا هماغسې قوي او پياوړى برېښي . دا چې نړيوال دافغانستان دكشالې په عسكري او پوځي حل كې پاتې راغلل نو كه په اخلاص سره وغواړي دقضيې دحل لپاره نورې ډېرې لارې هم شته چې ورڅخه كار اخيستلاى شي . لكه دظام دمخالفينو سره نيغ په نيغه خبرې اترې كول ، له هغوى سره دمذاكرې په ميز كښيناستل ، دهغوى غوښتنو ته غوږ نيول او داسې نور . خو كه نړيوال يوازې په عسكر ي اړخ دليونتوب په صورت كې ټينګار وكړي او نورې ټولې لارې شاته وغورځوي فكر كوم چې دا به دهغوى لويه غلطي او دماتې ستر عامل وي او دا ځكه چې په دې تيرو څه كم شپږ كلونو كې عسكري بريد څه ګټوره نتيجه ورنه كړه بلكې دنړيوالو تلفات څو برابره زيات شول نو ښه خبره دا ده چې د جنګي او پوځي ناكامۍ لارې په ځاى كومه بله لاره چې دوى ته داړو يا خټو پوزه شي غوره كړي .

مسلح قوتونه : دافغانستان دقضيې بل موثر طرف مسلح قوتونه دي چې دحكومت دنفوذ اثر يې رامحدود كړى ده خو دا چې زموږ ملت دديرشو كلونو راهيسې داور په پټۍ كې سوزيږي ، كورونه يې وران او ګڼ شمير يې دهجرت په ديار كې دډيرو زياتو مشكلاتو سره ژوند تيروي دلوږې ، فقر او غريبۍ له كبله يې داغيارونوكړي شروع كړې نو اغيار دهغوى له دغه راز افتصادي ستونزو څخه نا جايزه ګټې اخلي او خپل كار مخكې بيايې . جنګ كه څومره موثر هم وي خو دديني ارزښـتونو په شمول پراخه تباهۍ له څانه سره راوړي لويه حوصله ، پراخه امكانات او دككريو تلفات غواړي په داسې حال كې چې دملت حال او احوال له هيچا څخه پټ نه دى نو كه مشكل دمعقولو خبرو له لارې حل كېدلاى شي بايد حل شي لكه څنګه چې وايي: ( كه غوټه په لاس خلاصېدلاى شي نو خولې ته څه ضرورت دى . ) ۳- ولس : دافغانستان مجاهد ولس هر وخت دخپل دين او خاورې دآزادۍ لپاره دسرونو دنذرانې په شمول دخپل كور او كوډلې څخه تير شوى او په هېڅ قيمت سره داسلام څخه پرته بل نظام نه شي منلاى ، كه نه نو دنجيب او روسانو سره به يې روغه جوړه كړې واى ، خو دا چې افغان مجاهد ولس دګوډاګي رژيمونو سره روغه جوړه دايمان منافي عمل ګاڼه نو ځكه خو يې ترهغه پورې دروسانو او دهغوى دګوډاګيانو په وړاندې خپل مقدس جهادته تر هغې پورې دوام وركړ تر څو يې چې دروسانو اخري سپاهي دآمو په پله په تيښته واړاوه ، نو اوس هم دولسونو څخه په كلكه غوښتنه كيږي چې له او زغم څخه كار واخلي ، دپرديو په خبرو او وعدو ونه غوليږي او په روان فرهنګي يرغل كې خپل ځان ، كورنۍ او بچيانو ته نجات وركړي او په عمومي توګه دخپل ايمان ، عقيدې ، مذهب ، كلتور او خاورې څخه په كلكه دفاع وكړي . ولس خق لري چې دخپلو سپيڅلو ارمانونو دترسره كولو لپاره حكومتي چارواكو سره محاسبه وكړي او دهغوى كړه وړه تر ژورې څارنې لاندې ونيسي تر څو ددوى دنيوكو او غبرګون په نتيجه كې چارواكي خپل ځانونه اصلاح كړي او كه ولس په دې اړه لكه دپيرو رژمونو په شان بې تفاوته پاتې شي نو بيا به ډېره ګرانه وي چې ديوه روښانه مستقبل په سيوري كې چيرته آرامه ساه واخلي او آرامه ژوند وكړي .

حكومت : حكومت او نظام منم چې دبهرنيو نړيوالو قوتونو دمرستې او لاس وهنې په نتيجه كې رامنځ ته شوى خو ددې معنى دا نه ده چې حكومت دحقايقو په وړاندې سترګې پټې كړي او داغيارو دخوښۍ په غرض يې هر پې شرمانه كار ته لاس اوږد كړى حكومت بايد دملت دارمانونو دترسره كولو په غرض دولس دسايكالوژي او غوښتنو سره سم ګام پورته كړي تردې چې دكاميابه پاليسۍ په اختيارولو سره دولسونو اعتماد ترلاسه كړي . دا چې يو شمير دولتي لوړ پوړي چارواكي په ولسونو كې هيڅ ځاى نه لري او فقط دخپل ديپلومات بكس سره پرولس تپل شوي او په خپل نظام ، حكومت او ولس اعتماد او باور نه لري تردې چې ځينو خو لا تراوسه خپل كورونه دهمدې بې اعتمادۍ په سبب له غرب نه نه دې راوړي نو له همدې كبله دحكومت اوولس ترمنځ ډېر اوږد واټن پروت دى چې داپخپله يوه غټه ستونزه ده نو حكومت ته پكار ده چې ددغو ټولو ستونزو دحل مناسبې لارې چارې ولټوي ترڅو دولس او خلكو اعتماد او باور ترلاسه كړي او كنه نو داحكومت به هم دتيرو حكومتونو په څير دتل پاتي بدبختۍ او بې شرمۍ سره لاس او ګريوان وي.

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:54 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲

Pasarlai_naseem@yahoo.com 

 

 

تل زما د برخي ورځ کي لمر نه وي رڼا نه وي

همداسي وي بيګا پسي بيګا وي سبا نه وي

وژل وي ځورول وي سم کارونه ورانول وي

ډير کم به داسی مومې چې ورپيښه بلا نه وي

زموږ په تيارو زړو کې د غمونو شنيلي شنه دي

طبيبه ښه يي ګوره د چا زړه به صحرا نه وي

وطن چې خپله نه ساتي پردي را بولي چم ته

وي هغه ټولنه بنديوانه،څه هوسا نه وي

حريت زړه دی،دا بدن دی،هم وينه شريانونه

مرګۍ که يي اميل سو نو به هلته بقا نه وي

زړګيه،هر رنځور لره درمل په جهان شته وي

چې باور يې په غليم سي ها رنځور له دوا نه وي

له ژړا پرته مې نصيب کې برخه خندا نسته

څه به هغه خاندي چې يي ليدلی خندا نه وي

 

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:49 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

نسيم پسرلی

۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲ 

Pasarlai_naseem@yahoo.com

 

دا ښوييږي چې فضا کې په اسمان لمر

راغورځيږي به يوه ورځی د جهان لمر

دا د کبر او لويي يې انجام ښکاري

څومره سور سو چې غره سو په خپل ځان لمر

چې دا غرونه يو تر بله څو جنګيږي

تر هغو به په مستۍ وي د هامان لمر

کوزيدل يې ناروا دي تل ځليږي

نه کوزيږي چې دا هسک دی دافغان لمر

کلک دي فولادي دي زمونږ عزمونه

نه وريتيږي که څو تود سي د زمان لمر

په عمل کې ميړني يو لاپې نه دي

ماتوؤ موږه د ظلم د جبران لمر

دا غمونه او رنځونه دومره ډير سول

ښايې وکري بل کال ته هر دهقان لمر

اوس خو زيړ مازديګرۍ دئ نور به لويږي

راختلی له پخوا دی د خزان لمر

لويه خدايه دا دعا مې ژر پوره کړه

چه مخکښ د قافلی سي د کاروان لمر

 

 

 

 

+  25 Sep 2007ساعت 11:37 AM  ليکونکی نسيم پسرلی