تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







 وران هيواد او بې شمېره رخصتۍ!
 
 
 
محمد کبير حقمل
 
haqmal_stanekzai@yahoo.com

 

 

له جنگ جگړو وروسته د تېرو شپږو کلونو افغانستان د ډېرو په اند له هره پلوه له پخواني افغانستان سره توپير لري. هم له سياسي پلوه او هم له اقتصادي او ټولنيزه پلوه.

افغانستان شپږ کاله وړاندې له پراخو جنگ جگړو وروسته د يوه داسې نظام څښتن شو چې د ټولې نړۍ مرستې ورسره دي او د ډېرو په وينا د نړۍ ستر متفکر سرونه ورته مشورې ورکوي. په رښتيا هم چې د افغانستان غوندې هيواد په څېر چې لسگونو کلونو جگړو ځپلى او له راز راز ستونزو سره مخامخ د جوړيدو لپاره د يوه هيواد اوولس د خلکو کارونه دومره موثر نشى تمامېداى او د نورو خلکو او هيوادونو مرسته ورسره اړينه ده خو د هيواد خپل اوسيدونکي تربل هرچا د بيا رغونې په اړه مسئوليت لري. د نوي افغانستان د جوړولو لپاره چې کوم پروگرامونه له شپږو کلونو راپدېخوا په لاره اچول شوي، دواړه بهرني او کورني اړخونه پکې گډون لري، خو متاسفانه دواړه اړخونه په دې برخه کې بې مزې دې، هم نړيوالې ټولنې او بهرنيو هيوادونو د افغانستان موضوع يوه د گټې او پيسو گټلو پروژه جوړه کړې او هم افغانان په داسې بڼه د هيواد د جوړېدنې په لوري گامونه اخلي چې له سره ترينه د هيواد او نظام جوړونې تمه نشي کيداى.

په تېرو څو کلونو کې افغانستان ته د ميليارډونو ډالرو راتلل او بيا په نامعلومو برخو کې د هغو مصرفول هغه څه دي چې زموږ د پورتنۍ ادعا ثبوت وړاندې کوي.

د هيواد جوړونې په لاره کې د دواړو بهرنيو او کورنيو لوريو ناغيړي بې له شکه چې سړې ته دا سوچ ورکوي چې آيا له دې خوړين او پاشلي تکل او فعاليت سره به وشي چې د ا د نړۍ ترټولو وروسته پاتې هيواد د جاپان او اروپا ترکچې پرمختگ وکړي؟ په ښکاره خو د غه تصور ترهغو چې ښکارې د عملي کېدو ندى او بې له شکه په دغه بهير کې هم بهرنيان او هم داخليان پړه دي په تېره بيا افغانان.

افغانانو ته په کار وه چې د هيواد د اصلي اوسېدونکو په توگه يې د خپل هيواد د بيادغونې په لاره کې اغيزناک گامونه اخيستي واى، خو آيا په ريښتيا هم داسې شوي. که په دقت سره وڅېړل شي افغانان نه يوازې داچې دغه کارته ليوالتيا نلري، بلکې خوښ هم دي چې څومره ډېر کيداى شي، لټ او ناغېړه و اوسي. په دې اړه حکومت هم له عامو خلکو څه کم نه دى.

حکومت د خپلو کارکوونکو لپاره هيڅکله هم د کار داسې پروگرام جوړ نشواى کړاى چې پر بنسټ يې وکولاى شي له هغوى نه گټه واخلي. همدا اوس دولتي ادارې له زرگونو داسې کسانو ډکې دي چې هره ورځ دفترونو ته تش د حاضري امضا کولو لپاره ځي، حکومت په کال کې د ښو پريمانه رخصتيو په ورکولو هغوى دومره لټ اموخته کړي چې په نه خبره يې رخصتۍ ته خوله اوبه کوي او دفتر ته نه راځي. يو وخت يوه جاپاني زموږ کوم افغان ته د خپل هيواد د پرمختگ په اړه ويلي و چې کله د لومړي ځل لپاره جاپان خپلواکي ترلاسه کړه او غوښتل يې خپلواک هيواد شي، وگړو به يې هره ورځ ترخپل کارځايه په لسگونو کيلومټره لاره پلې وهله تر څو يې خپل موټرونه جوړ کړل او اوس دادي جاپان د نړۍ په ډېرو پرمختلليو هيوادونو کې شمارل کيږي او مامورین يې اوس د خپل هيواد په موټرو کې گرځي راگرځي.

د افغانانو بدبختي په همدې کې ده چې لومړى خو يې له خپلواکۍ نه وروسته خپل اتحاد او اتفاق ونشو ساتلى او په خپلو منځو کې په جگړه شول او بل داچې د خپل هيواد جوړونې ته يې يوه ذره هم پاملرنه ونکړه.

اوس چې يوځل بيا د افغانستان دولت د نوي افغانستان د جوړولو نارې سورې وهي داسې يو بهير روان دى چې په ډاگه د راتلونکي په اړه د خلکو غفلت ته لاره اواروي.

همدا اوس که د افغانستان رسمي کليزه وکتل شي، د نورو بيړنيو او تشريفاتي ورځو ترڅنگ پوره نيمه مياشت رخصتي په کې ليدل کيږي. همدارنگه په هرو اوو ورځو کې يوه جمعه راځي او ددې ترڅنگ په هره لويه او وړه خبره سراسري او عمومي رخصتي اعلانيږي، چې په دې توگه لسگونه ورځې په بېکاري او رخصتي کې تېريږي.  په افغانستان کې د هر سړي د مرگ ورځ ډېرو ته د اختر ورځ ده. د ډېرو داسې کسانو په کليزو کې چې په اړه يې رخصتي اعلانيږي ويل کيږي چې خداى دې يوبل داسې څوک هم پيدا او بيا مړ کړي چې رخصتي مو نوره هم ډېره شي. په اصل کې په افغانستان کې رخصتيو خلک دومره ناغېړه کړي چې د ترلاسه کولو لپاره يې د نورو د مرگ دعاوې کوي خو ددې ټولو مخه څنگه نېول کيداى شي؟

افغانستان په داسې يوه وضع کې دى چې که شپه او ورځ هم کار ورته وشي نو ډېرکلونه به يې په جوړولو تېرشي، خو بيا ههم له مفت خوري نه د خلاصون او د هيواد جوړولو يوه ښه لاره همدغه د بې ځايه رخصتيو کمول دي. ښه به وي چې افغان دولت د يوه اسلامى دولت په توگه لکه چې دعوه يې کوي پرته له هغو ورځو څخه چې زموږ په دين کې ورته درناوى شوى او هغه چې زموږ ملي ورځې دي لکه د خپلواکۍ ورځ نورې ټولې ورځې د کار ورځې اعلان کړي، که داسې ونشي د يو څو نورو بدلونونو او څونورو مشرانو له مرگ وروسته به د کال ټولې ورځې رخصت وي.

+  16 Sep 2007ساعت 1:13 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

 

 

     زه نسيم پسرلۍ، د روژې د مبارکې

 

 مياشتې په رارسيدو، د نړۍ ټولو

 

   مسلمانو  وګړو ته مبارکي وايم٠  

 

 

+  12 Sep 2007ساعت 2:46 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 
  په کراچي کي د جهاني په وياړ د ترسره سوي غونډي راپور

 

په کراچي کي ميشتوادبپالو او فرهنګپالو افغانانو د پښتو د وتلي او ستر شاعر او ليکوال محترم عبدالباري جهاني په وياړ يوه پرتمينه ادبي غونډه د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر پر دوهمه د يکشنبې په ورځ په ( رم جهم هال- ګلشن اقبال) کي  جوړه کړه، چي ډېرو لر و  بر پښتنو برخه پکښې درلوده.
 غونډه د ماپښين پر۱بجه ښاغلي الحاج عبدالرشيد هاوند رسماً پرانيسته، وروسته محترم استاد عبدالروف منصف د پاک کلام څو مبارک آياتونه تلاوت کړه.
ورپسې درانه مشر شاعر او ليکوال محترم عبدالهادي ريشاء خپل پيغام او يو ښکلئ شعر واوراوه ښاغلي ريشاء په خبرو کي جهاني صاحب د پښتو  ادب چلچراغ وباله.
وروسته فرهنګپال افغان ښاغلي هاوندصاحب د جهاني صاحب لنډ ژوند ليک او يو شعر ولوست.
همدارنګه خپل په وار سره ښاغلي سيدامين الله امين،ښاغلي يوسف خط زيار، محترم ډاکټر عبدالفتاح، ښاغلي حسن  آغا، ښاغلي عبدالرحيم ريشاء او ښاغلي رحيم مومند خپلي ويناوي او شعرونه وړاندي کړل. او د جهاني صاحب څخه يې کورودانی وکړ .
د غونډي په دوهمه برخه کي د پښتو ادب ستوري جهاني صاحب و تربيون ته راولاړ سو او خپل شعرونه يې په خورا اخلاص سره  واورول  چي د ګډونکونکو په ولولو سره ولمانځل سول.
بيا نو د غرمي د ډوډۍ تر خوړولو وروسته د هنرمند فريد نويد لخوا د جهاني صاحب څو شعرونه د سندرو په قالب کي  وړاندي سول.
په پای کي خبريالانو د جهاني صاحب سره مرکې وکړې.
غونډه د ماښام پر  شپږوبجو پای ته ورسېده.


 

پردېس    

      له بينوا ويبپاڼې څخه په مننه                          

 

+  9 Sep 2007ساعت 11:2 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                           نسيم پسرلی

 ۰۷۷۲۱۵۲۰۷۲(۹۳+)

دبلبل له ډيره سوزه د ګلونو چغار وخوت

د ماليار له کمه وسه د بڼونو چغار وخوت

په هر ځای باندی خوښيو د غمو غاړې خپه کړې

ته خوښيو نه راتير سه د غمونو چغار وخوت

ما به لوبې په رنګو کړې د رنګونو سره يار وم

ما چې لوبې سره بس کړې د رنګونو چغار وخوت

مئ اوبه ساقي څپې وي هر ساحل لره درياب کې

ساقي نسته دساحل له دې څنګونو چغار وخوت

غم کې تل تيارې وي له فرياد او له اهونو سره

اوس به څه کړم له فرياد او له اهونو چغار وخوت

نن مې دومره شراب څښلي د ساقي په ميخانه کې

ګوره ګوره شراب نسته له چامونو چغار وخوت

د نسيم غزل به دومره وي نيمګړی دلته پاتی

ځم ترې ځمه د غزل له دې بيتونو چغار وخوت

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:33 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


                                نسيم پسرلی 

 

ته ثوابونو كې ثواب لټوې

زه عذابونو كې عذاب لټوم

كه سرتورې مينه مې ګناه وي نو

زه دې ګناه پسې شباب لټوم

كله ستړېږم په څو وارې ورځم

هره شېبه يې په هر باب لټوم

هم مې خندا هم مې ژړا قبوله

زه رڼو اوښكو كې شراب لټوم

چې يې په تمه تر دې ځايه راغلم

هغه غزل خانه خراب لټوم

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:30 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

                                                                                    نسيم پسرلی

هسې ژوند له موږه، موږ له ژونده د هجران ستړي

راځه مرګيه يو بغل په ژوندانه واړوه

د خلګو سترګې در پسې دي تر لېمو راوتې

وصاله راسه يو څو شپې په بېلتانه واړوه

زموږ پر ژبو قسمت ټولې دي زارۍ ټومبلي

اوس خو لږ راسه خاورې لږ په مېلمانه واړوه

تا له ازله په ارام پرى ايښئ نه يمه زه

بيا دې ږغ وكړ جومات جوړ كه ميخانه واړوه

په زړه دې د كوم ښكلي نظر پرى نه وزي نسيمه

خاورې له تورو نه هم تورې دې په زړه واړوه

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:28 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

                                                                                 نسيم پسرلی

 

يو سرور دی یو ښايست دی چې دنيا کې نه ځاييږي

تر ابده يي پايښت دی په فنا کې نه ځاييږي

يار چې زلفې راخوری کړي تور ماښام د ابد جوړکړي

توره شپه سي چې تياره يې سپين سبا کې نه ځاييږي

ته زما د زړګي ګل يې د صحرا په مخ لوی سوی

نور مې هيڅوک په رښتيا چې تمنا کې نه ځاييږي

دغه مينه مې له زړه ده چې په تا باندې نازيږم

ګوره زما درته ښيراوې په دعا کې نه ځاييږي

ستا په مينه ستا د کلي له يزيد سره په جنګ يم

زه اتل يم هر يزيد خو کربلا کې نه ځاييږي

ْپسرليهْ نه چې مېنه دی پيغور سي داسې مه کړه

داسې مينه په والله چې پښتونخوا کې نه ځاييږي

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:25 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


دوه مینی

 

                                                                           نسيم پسرلی

 

هو! ښایست یې له سپوږمۍ پور کړی ؤ، سترګی یی له هوسۍ څه اخیستی وې، د کلي د ځوانانو زړونه یې داسې ور څه لوټلي ؤ لکه هيڅ چې نه وو، د ځوانانو دونه خوښه وه چې په خپلو منځو کې به یې د یو بل له مخې د هغې ستاینه نه کوله، نه به یې ویل چې بدرو څومره ښه نجلۍ ده، ښایسته ده، زما ډېره خوښه ده او مینه مې پر را ځي بلکه د یو بل له مخې به یې ویل چې: دا نو څه ښکلا او ښایست ده، ما ډیری ښکلی لیدلی دا خو د هغوی ګرد ته هم نه رسیږي، هغه به څونه بد ذوقه وي چې په دې خوارکۍ باندې زړه بایلي،بېچاره.... په دې توګه به ځوانانو هڅه کوله چې یو بل زړه تورۍ کړي ځکه چې د ټولو زړه ورپسی اوبه اوبه وو.

بدرو چې به له کوره ګودر ته د اوبو راوړلو په خاطر له کوره تلله لسګونو به یې سترګی څارلې، د هر یوه په زړه کې ورته هیلی را ټوکیدلې چې ګوندی ورته وګوري، څه ووایي او وخاندي.

په ګودر کې له نورو نجونو سره خندا به یې د ځوانانو په ځیګر غشي خښول ښایي دوى ته به داسې معلومیده لکه دوی چې یی په سترګو کې وي او ور ته خاندي، خو دا د هغې ښکلی ځانګړی خوى او له خندا ډکه خوله وه چې تلوسه به یې راپاروله، له ګودره چې به ډک منګی پر سر بیرته کورته را ستنېدله، بیا به هغه نیازمنې سترګې ور پسې سوې چې دا به یې تر کوره څارله، کله چې به له منګي څخه څاڅکي څاڅکي اوبه څڅېدلې د څارونکو سترګو خاوندانو به په ډېرې بې وسۍ دا هیله کوله چې کشکې زه د هغې سره د منګي په څېر مل وای، د سترګو څار به تر هغې روان ؤ چې بدرو به خپله دویمه پښه هم د خپل کور په وره کښې کېښوده!!!

په همدغه کلي کې به د شپی د ځوانانو او سپین ږیرو بنډار تود وو سپین ږیرو به د خپلې ځوانۍ کارنامې ستایلی او کوم مین بوډا به د خپلی زړی مینې کیسې کولې، سپین ږیرو به په زور خپلې کېسې اورولې، ځوانانو ته به یې وار نه ورکاوه، ځوانانو به هم څه نه ویل درناوی به یې کاوه چې ګواکې سپین ږیزي او مشران دي، خو کله چې به د سپین ږیرو کیسې دومره اوږدې یوې چې د ځوانانو د صبر کاسه به ډکه سوه، نو له کومې ګوښې به پرې د ځوان ږغ پورته سو: بس دئ، نوره بیا بل وخت ووایه اوس نو زموږ وار دی. همدې لومړي ږغ به ځوانان راوپارول او د لومړي ځوان د خبرو په ملاتړ به یې خپل ږغونه هم ورغبرګ کړل، نکلچي بوډا به هم له ناکامه چوپ سو بیا به ځوانانو خپلی کېسې پیل کړې، د خپلو مینو کېسې، ټولو به د خپلې لیلا صفت کاوه هر یوه به د صفت لپاره خپل توري او کلمات کارول. چا به په ښایست سپوږمۍ بلله چا به د سپوږمۍ خور، بس د هر چا چې به هر څه خوښ وو، ټول یو له بله نا خبره په یوه لیلا مین وو او هغه بدرو وه او د بدرو هغه مشهوره کیسه! هر یوه به یې د تر لاسه کولو چلونه جوړول،لارې ګودرې به یې سنجولې خو د هغې تر لاسه کول څه اسانه نه وو ځکه د بدرو هر څوک نه خوښېدل د هغې بل ځوان خوښ ؤ او هغه طارق ؤ، طارق د هغې د زړه دنیا او د سر تاج وو او طارق هم سر د هغې په مینه کې نذرانه کاوه.

هو! یوه شپه یوه سپین ږیري بوډا خپله کیسه اوروله! د خپلې مینی، ځوانۍ او مستۍ کیسه. دۍ په درخو مین وو او درخو په منصور او منصور هم په درخو، ده د منصور د وژلو کیسه اوروله چې ده یې ژوند ته پښه ایښي وه او راغورځولی یې وو.

دې کیسې ته په غوږ نیوونکو ځوانانو کې په بدرو مین حسن هم ناست وو په ارامه یې کیسې ته غوږ نیولی وو، کیسې تاثیر په کاوه په ښه سوچ یې اورېدله، یو ځوان چې له کیسې څه ستړی سوی وو ږغ کړ: بابا بس ده خو حسن ږغ پر وکړ : وایه وایه بابا!!!سپین ږیري هم دوام ورکړ کیسه ورو ورو پای ته نږدې کېدله سهار را نږدې کیده او حسن لا هم جګ ناست وو او له اوریدلو یې ستړی سوى نه وو.

سهار ځوانان ویده سول خو حسن ته خوب نه ور تللو ډېر بی خوبه هم وو خو ده د خپلی مینی راتلونکی سنجوله بیګنۍ کیسې ډېر اثر پر کړی وو. ده همدا چرت واهه چې څه وکړي، طارق مړ کړي او که یه؟ همدا فکر یې کاوه چې طارق به د اجل بندي کړي او بدرو به ده ته پاته سي، خو ناڅاپه یې د خیالونو ځولۍ ورغړیدله خیالونه یې ګډوډ سول له ځانه سره یې وویل: د طارق په مړه کیدو خو مې ځان ته کارونه زیات کړل نور ټول کلی پرې مین دی دوی به یې هم د خپلولو هڅه وکړي. یو بل خیال یې ذهن ته ورغی او بیا یې له ځانه سره وویل: هو! همداسې به وکړم هو! همداسې....

څو ورځې وروسته د ګودر په خوا کې په یوه ښکلي چمن کې طارق خپلې بدرو ته شپیلۍ ږغوله بدرو د مینې سندرې ویلی، له بلې نړی څخه ږغیدل په سندرو او خبرو ماښام سو د کور په لور یې د خوځیدلو نیت وکړ او ولاړ سول، کله چې کلي ته نږدې سول چا ږغ وکړ او ویل یې: وبخښئ وروڼو د ملک کور چېرته دی؟ دا حسن وو، طارق د لارښوونې لپاره ورمخته کیدو لپاره ګام اوچتاوه چې د بدرو چیغی سوې: څه راوسول؛ مخ مې سوزي لکه اور چې پرې بل وي د خدای لپاره ولې،ولې.....طارق زړه نا زړه پر مخ لاس ورکیښود، د لاس د سوزېدو احساس یې وکړ خو خپل درد یې هېر سو او په وارخطایۍ یې وویل: ځوانه ونیسه چې ډاکټر ته یې ورسوو ځواب یې وانه ورېد بیا یې لږ په زوره دا غوښتنه تکرار کړه ځوانه ونیسه خو بیا یې هم ځواب وانه ورېد، ځوان تښتیدلی وو.

بدرو پر کټ پرته وه تر څو ورځو پورې یې له ډاکټر صیب څخه همدا پوښتنې کولې چې ولې؟ څنګه او چا دلته راوستی ده؟ دا لا نه پوهېدله چې نه یې ښکلا پاته ده او نه نور او ځلا، هیڅ نه ؤ ور پاته......

څو ورځې وروسته چې دا ښه سوې وه ډاکټر صیب ورته وویل چې: چا یی مخ ته تیزاب ور شیندلي دي، کله چې دې د طارق پوښتنه وکړه نو ډاکټر په پریشانۍ ورته وویل: هغه ویل چې زه ولاړم شېرینۍ به مې انتظار کوي او...د بدرو له سترګو اوښکې په بهېدو سوې...

 

 

                                        پای

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:19 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                                                                         نسيم پسرلی

خوشحاله را ژوندى سه چې اولس دې ننګ پرېيښى

 زړې حماسې نسته موږ د تورې څنګ پرېيښى

 دا د ناقوس ږغ نا اشنا څنګه تر غوږه راځي

 تا خو وصيت كې راته توره هم يې شرنګ پرېيښى

 دا په پت كې چې يې وېنې جنګيالي د زمانې


آ چې په زرو كې لوغړيږي هغو جنګ پرېيښى

 څنګه بې پامه لوپټې مو له سر ورغښتلې

 هسې ناپامه موږ بدمرغو خپل فرهنګ پرېيښى

 دغه خبرې په سندرو ربابونو نسي

 د ازادۍ جګړو ته تللو خپل پالنګ پرېيښى

 څنګه نړيږي د كلونو د برمونو څلي

 راځئ چې دنګ يې كو منار يې راته دنګ پرېيښى

 نه د ښكلو مينه پاته نه د ميخانې فكر

 نور د حميد زړګى هم سوړ خيال يې د بنګ پرېيښى

 نو پس له مرګه كومه شپه كه دې په زړه وريده

 ځكه نسيم درته غزل بوى د لونګ پرېيښى.

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:13 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د عربو متلونه په دوامــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

                                                                                     نسيم پسرلی

What is learnt in the cradle lasts to the grave-۶۰

په زانګو كې زده سوي تر قبره په ياد وي.

Your tongue is like a horse--if you take care of it, it takes care-۶۱ of you; if you treat it badly, it treats you badly

ستا ژبه د آس په څېر ده ، كه يې خيال وساتې نو ستا خيال ساتي او كه بده رويه ورسره وكړې نو له تا سره هم بده رويه كوي.

 

 

  Chinese Proverbs          د چينايي وګړو ځيني متلونه

 

۶۲-A cloth is not woven from a single thread
کالۍ له يوه تاره نه اوبدل کيږي٠

A day of sorrow is longer than a month of joy-۶۳
د غم يوه ورځ د يوې مياشتې له خوشحالۍ اوږده وي.

A fall into a ditch makes you wiser-۶۴

كندې ته غورزېدل تا هوښياروي.

A nation's treasure: scholars-۶۵

د يو قوم خزانه علماٍ دي.

A person with a bad name is already half-hanged-۶۶

بد نامه سړى نيم زوړند وي.

A smile will gain you ten more years of life-۶۷

يوه مسكا به د ژوند لس كاله در كړي.

A wise man makes his own decisions, an ignorant man follows public opinion-۶۸

هوښيار پرېكړي خپله كوي، جاهل د خلګو په نظر پسې وي.

All things at first appear difficult-۶۹

ټول شيان په لومړي سر كښې سخت ښكاري.

All things change, and we change with them-۷۰

ټول شيان بدليږي او موږ هم ورسره بدليږي.

An ignorant doctor is no better than a murderer-۷۱
نا پوه ډاكټر له قصابه ښه نه دى.

An inch of time is an inch of gold, but you can't buy that inch of time with an inch of gold

 ۷۲-يو انچ وخت يو انچ سره زر دي، ليكن ته دغه انچ وخت په يو انچ سرو ا خيستلاى نسې.

An old friend met in a far country is like rain after drought-۷۳

د يوه پخواني ملګري ليدنه په يوه لرې هيواد كې لكه له وچكالۍ وروسته باران.

Don't count your chickens before they are hatched-۷۴

مخكې له دې چې هګى څخه را ووزي خپل چرګوړي مه شماره.

Dig a well before you are thirsty-۷۵

له تندی مخكې څاه وكنه.

Count not what is lost but what is left-۷۶

بايللي مه شماره پاته وشماره.

 

                                                                     تر بيا

 

 

+  27 Aug 2007ساعت 10:9 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                                                                نسيم پسرلی

دا بادونه توپانونه سره پالي

خزانونه بهارونه سره پالي

اسمان ځمکی ته کاته کړي ځمکه پورته

خود به ځمکې اسمانونه سره پالي

شپه په سپين مخ سهار تور مخ وي خوشحاله

ځکه شپو کې سهارونه سره پالي

د هر چا عادت پالل دي سره ګوره

هم رباب هم يې تارونه سره پالي

ساقي خوښ وي ميخانه کې په پاللو

هم ميخوار هم يې جامونه سره پالي

دريابونه له ساحله خولګۍ اخلي

هر درياب او ساحلونه سره پالي

که د مينی طلبګار يې مينه مه وړه

په دنيا کې نفرتونه سره پالي

ددنيا له زندګيه مې زړه تور دی

زما په زړه کې ټول غمونه سره پالي

پسرلی خو يې په څو رنګه پالل کا

خو جانان يې تل رنځونه سره پالي

 

 

+  26 Aug 2007ساعت 12:56 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د عالمانو ویناوې

 

*د سيند په اوبو کې مخ پورته تګ قوت او جرات غواړي او د اوبو له جريان سره موافق تګ مړه کبان هم کولای سي

(اسمايلز)

*که زه د حقيقت په اظهار کې زيان ووينم پروا نسته خو چې حقيقت زما د چوپتيا په وجه زيان و نه ويني

(مترلينګ)

*بدبختي ده چې عقل او پوهه تربيه کوي

(ويکتور هوګو)

*ستاسی فکر چې هر څه وي تاسو همغه یاست، هیڅ امکان نه لري چې څوک له خپله فکره لوی سي یا د خپل فکر له حدودو څخه تجاوز وکړي.

 

(مترلینګ)

+  23 Aug 2007ساعت 12:11 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


د نړى د ولسمشرانو او واكمنانو معاشونه

                                                                                           نسيم پسرلی

 

يوې امريكايي مجلې فوبس د نړۍ د ډېرو مشرانو د مياشتنۍ تنخواه په هكله مقاله چاپ كړې ده، په دې ليكنه كې لومړى د نړۍ شتمن مشران په ترتيب ياد سوي دي ددې امريكايي مجلې له ليكنې سره سم د سعودي عربستان پاچا عبدالله يو ويست مليارده ډالره شتمني لري ورپسې د ابوظبۍ امير شيخ .بن زايدال نهيان دى چې نولس مليارد ډالره لري.

فوبس مجلې ادعا كړې چې د دوبۍ امير شيخ محمد بن رشيدالمكتوم څوارلس مليارد ډالره ځان ته زيرمه كړي دي له عربي هيوادونو وروسته د ليختنشتاين شهزاده دوهم البرت يو مليارد ډالره، د بريتانيا ملكه پنځه سوه مليونه ، دګيني ولسمشر تيودو رو اوبيانګ انګما شپږ سوه مليونه، او د هالنډ ملكه دوه سوه اويا مليونه ډالره لري.

د دې مجلې په قول تر ټولو زياتې پيسې د عربي هيوادونو مشرانو ټولى كړي دي ځكه چې هغوى د تيلو د عوايدو يوه برخه خپلو او د كورنۍ د غړيو جيبونو ته اچوي، مثلا د عربستان د شهزادګانو شمېر اتو زرو تنو ته رسيږي او هر يو يې د تيلو په ګټه كې برخه لري، خو دا نه ده څرګنده چې د هر يوه پرخه څومره ده ځكه چې دا د دوى د هېواد د اسرارو برخه ده ليكن داسې ښكاري چې هر يو يې د مياشتې لږ تر لږه لس زره ډالره معاش لري او دا په داسې حال كې ده له ګاز، تيل، برېښنا رانيولې د الوتكې تر ټكټه پورې يې هر څه وړيا دي.

دې مجلې وروسته د نړۍ د ځينو هيوادونو د مشرانو معاشونه ذكر كړي دي د فوبس له ادعا سره سم د مشرف معاش د مياشتې د اتلس سوه يورو برابر دى، د لبنان امير شپږ زره شپږ سوه تر لاسه كوي، د فلپين ولسمشره ګلوريا ارويو نهه سوه دوه شپيته يورو، د تركيې رجب طيب اردوګان درې زره نهه سوه، د يوكراين اولسمشر ويكتور يوشچينكو څلور زره نهه سوه پنځه سوه يورو، د جرمني انګيلا ميريكل يو ويست زره دوه سوه دوه شپيته يورو، د برتانيا صدراعظم پينځلس زره يورو، د فرانسې ولسمشر شپږ زره اوه سوه څوارلس يورو، د ايټاليا صدراعظم رومانو پرودي اتلس زره پنځه سوه درې پنځوس يورو، داذربايجان الهام علي يف دولس زره څلور سوه يورو او د افغانستان اولسمشر حامد كرزى ،البته د فوبس مجلې له ادعا سره سم درې زره اته سوه نوي يورو يعنې څه كم څلور زره معاش اخلي.

 

                                             له شهامت مجلې څخه په مننه

 

 

+  23 Aug 2007ساعت 12:4 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


ازاد نظم

                                                                            نسيم پسرلی

څه ژوند ؤ څه ګذران ؤ

څه تاريخ ؤ څه زمان ؤ

چې د چا به بد نظر سو

د افغان کاله او کور ته

خپل پوځونه به يي ستانه کړل دغه لور ته

لا به دوی تر ويش راوښتی نه ؤ

رسولي به يي پخوا وو دوی و ګور ته

چې په کلي کې به ګډه اوازه سوه

چې پرديو يرغل راوړ

راتلل به شازلميان بيا

په خوښيو خنداګانو

چې پردي راغلي زموږ کور ته

ځئ چې ورسو ډګر لور ته

بيا به جوړ سوو کتارونه

د زلميانو شازلميانو

په خوښی به سوو روان د ډګر لور ته

لکه ځي چې پيغلی نجونه ښاديو يا ودو ته

چې به توري رابهر سولې له تيکو

په ميدان کې به بريښنا سوه

لکه تندر چې نازل سي

په دښمن به تنګه لو دنيا سوه

دهقان چې ښه حاصل واخلي

له فصل له غنمو کروندو نه

لکه دهقان به زمونږ غازيان هم

ښه خوشحال ؤ چې ښه حاصل يي وړئ

ريبل به يې سرونه

د غاصبو يرغلګرو

ته وا لو کړي د غنمو

رغړيدلی ککرۍ به

رغړيدلی ککرۍ به

ليکن نن:

نه شور سته نه شرر سته

نه ځواب د يرغلګر سته

نه کتارونه د زلميانو

چې روان سي ډګر لور ته

+  23 Aug 2007ساعت 12:0 PM  ليکونکی نسيم پسرلی