تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







سنځل ګل

 

                                                                                        نسيم پسرلی

 

 

له څو کلونو را پدې خوا زموږ د ګران هيواد په مختلفو ولايتونو کې د مختلفو ګلونو تر نامه لاندی دميلی او مشاعرې جوړيږي چې وروستی ها يې هم د لوګر په ولايت کې د سنځلې ګل دوديزه ميله او مشاعره وه چې د همدې کال د جوزا پر ٤مه نيټه جوړه سوه٠

دغه غونډه د قرانکريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل سوه چې وروسته ترې د لوګر ولايت ښاغلي والي عبدالکريم هاشمي صيب د سنځل ګل د ميلې د تاريخ او اهميت په باب خبرې وکړې او ميلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه٠

له والی صيب وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت راليږلی پيغام ولوستل سو ،به غونډه له ګاونډيو ولايتونو څخه راغلو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې د نندارچيانو لخوا په چکو بدرګه سول، غونډه د مازديګر تر ٤ بجو پورې روانه وه په پای کې شاعرانو ته تحفې وويشل سوی٠ پاته دې نه وي چې غونډه د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د لوګر  ولايت د ځوانانو او محصلينو د ټولنې او روشن مخابراتی کمپنۍ لخوا تنظيم سوې وه.

                              

                                               

+  2 Jun 2007ساعت 2:56 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

                         نسيم پسرلی

 

وګوره وطن ته زما شان د پښتنو لري

توره هم ميړانه يي تاب د زولنو لري

وساته په زړه کې دی کينی خپلی رقيبه

دا خاوره نظر نسي شان د پريښتو لري

پوه خو په کيسه نه يم دا می اوريدلي دي

ضد د پښتون ښه نه دی زور د ګړنګو لري

وايم! ځکه می په توره ايمان ورکړ اشنا

خوږه ځلا د سترګو شرنګ دی د بنګړو لري

اوس چې د ګودر په غاړه ښکلا مړاوی سوله

رقيب دی ورسي که څه شوق د نڅيدو لري

په دې چم کې هم زاړه لکه غښتلي زلمي

په زړه کې زور سينه کې اور د مستيدو لري

د نسيم ښکلا ده خوښه ځکه ښکلي غواړي

غزل مې هم ارزو د ښکلو د ليدو لري

 

 

 

+  30 May 2007ساعت 4:29 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 

سلامونه! ما د نړيوال ادب څخه د ځينو مشهورو متلونو او ارزښتناکو ويناوو ژ باړې ته ملا تړلې خدای دې وکي چې په کې بريالی سم او له تاسو ښاغلو مينه والو څخه هيله کوم چې په خپلو دعاوؤ کې می تر تله ياد ولرئ.

                                                   

                                               په مننه

 

 

                                                                      نسيم پسرلی

 

 

         د افريقا د اوسيدونکو مشهور متلونه

        

 

۱. A barber does not shave himself.

Ø   ډم خپل ځان نه خرييي

2. A comb becomes bad when it hurts you.

Ø   ږمنځه هلته بده سي،چې پرې زخمي سې

3. A stranger has big eyes but sees nothing.

Ø   بيګانه غټی سترګی لري خو څه نه ويني

4. A weapon which you don't have in your hand won't kill a snake.

Ø   هغه وسله چې په لاس کې يی ونلرې،مار به و نه وژني

5. Ashes fly back into the face of him who throws them.

Ø   ايرې د هغه چا پر لور ور الوزي چې اچوي يې

6. Before shooting, one must aim.

Ø   له ويشتلو مخته بايد نښه ونيول سي

۷. for tomorrow belongs to the people who prepare for it today.

Ø   سبا په هغه چا پورې اړه لري چې نن يې ورته تيارئ نيولی وي

۸. He who is being carried does not realize how far the town is.

Ø   بيول کيدونکی نپوهيږي چې ښار څومره لرې دی

۹. If a child washes his hands he could eat with kings.

Ø   کوم ماشوم چې خپل لاسونه مينځلای سي، له پاچاهانو سره ډوډی هم خوړلای سي

۱۰. If you climb up a tree, you must climb down the same tree.

Ø   کومی ونی ته چې ختلای سې بايد بيرته تری راښکته کيدلای هم وسې

۱۱. If you run after two hares you will catch neither.

Ø   که د دوه سويانو پسې منډه واخلې يو به هم ونه نيسې

1۲. Seeing is better than hearing.

Ø   ليدل له اوريدلو غوره دي

۱۳. The end of an ox is beef, and the end of a lie is grief.

Ø   د غوايی پای غوښه ده او د درواغو غم

۱۴. The fool speaks, the wise man listens.

Ø   احمق خبرې کوي، هوښيار غوږ نيسي

۱۵. We start as fools and become wise through experience

Ø   موږ د احمقانو په څير پيل کوو چې د تجربې پواسطه هوښياريږو

۱۶. When a king has good counselors, his reign is peaceful

Ø   پاچا چې ښه سلاکاران ولري نو سيمه يې په امن کې وي

۱۷. When a needle falls into a deep well, many people will look into the well, but few will be ready to go down after it.

Ø   کله چې ستن څاه ته ولويږي ډير خلګ به څاه ته پسې وګوري ليکن ډير کم به دی ته تيار وي چې پسې ښکته سي

۱۸. When the blind lead the blind, both shall fall into the ditch.

Ø   کله چې ړوند د ړوند رهبري وکي دواړه به نهر ته لويږي

۱۹. When you live next to the cemetery, you cannot weep for everyone.

Ø   کله چې د هديرې په څنګ کې و اوسئ، نسئ کولای د هر چا په غم وژاړئ

۲0. Whether the knife falls on the melon or the melon on the knife, the melon suffers

Ø      . که هندواڼه په چاقو او يا چاقو په هندواڼه ولويږي په دواړو حالاتو کې زيان د هندواڼی دی

۲۱. Whoever tells the truth is chased out of nine villages.

Ø   رښتينۍ سړی له اوؤ کلو(قريو) تعقيبيږي

۲2. A razor may be sharper than an ax, but it cannot cut wood.

Ø   پاکي ښايي له تبره تيره وي خو لرګی نسي پريکولای

 ۲۳. If all the seeds that fall were to grow, then no one could follow the path under the trees.

Ø   که شيندلی تخم ټول لوييدلای نو د ونی لاندی به هيڅ د تللو لاره نه وه.

 

 

                                                                              تر بیا

+  30 May 2007ساعت 4:5 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


غزل

 

 

                          نسيم پسرلی                                                                 

يو موټی عزت مې د نيکونو له وقاره وړي

خپلی توری شپی ته رنګ زموږ له سهاره وړي

سبيڅلی لوی جنت غواړي دنيا کې ځانته خپله

خپل جنت ته خوشبويي زمونړه له ګلزاره وړي

چې د سولی شعار ژبه پوری ميخ ګرځوي

هماغه قدم په قدم سوله له دې ښاره وړي

موږ هميش په تيزه توره يې سر له تنه وهو

څوک چې هسک سرونه هسکې غاړې په دې لاره وړي

د شين سترګي سور انګريز خوی عادت وي داسې

داسې

پت او عزت لوټ کړي ناموسونه تر بازاره وړي

چې يې په توره د عبرت درسونه دي ورکړي

نن يې لمسی ښکاري له پرديو سره لاره وړي

نسيم رښتيا په مينه کې منصور غوندې دی

خود به د وطن په پاکه مينه سر تر داره وړي.

 

 

+  30 May 2007ساعت 3:54 PM  ليکونکی نسيم پسرلی 


جويا او وروستۍ کړکيچ

 

 

 

 

                                                                                 نسيم پسرلی 

 

 

اغلی ملالی جويا چې په ولسي جرګه کې د فراه د خلګو استازې ده په ١٩٧٩ زيږديز کال کې زيږيدلی ، پلار يې له شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال خپله يوه پښه بايللی،په ١٩٨٢ زيږديز کال چې دا لا څلور کلنه وه کورنی يې افغانستان د ايران او بيا وروسته د پاکستان په تکل پريښوو٠

جويا خپلی زده کړی په پاکستان کې تر سره کړی، د روسانو له ماتی او وتلو وروسته د خپل ژوند پر ١٩ کال د طالبانو د واکمنئ پر مهال په ١٩٩٨ زيږديز کال افغانستان ته ستنه سوه چې وروسته يې بيا د افغانو ښځو لپاره د سواد د زده کړی کورسونه پيل کړل٠

 

اغلی جويا د نادولتي ټولنی OPAWC (Organization of promoting Afghan women's Capabilities) يا د افغانو  ښځو د  قابليتونو د پرمختګ او لوړاوی د ټولنی مشره ده چې نوموړی ټولنه په غربي ولايتونو فراه او هرات کې فعاليت کوي٠

جويا هغه مهال د بهرنيو او نړيوالو سترګی د ځان په لور کږی کړی چې د  ٢٠٠٣ زيږديز کال د ډسمبر په مياشت کې چې دا لويی جرګی ته د فراه د وګړو د استازې په توګه ټاکل سوی وه په غونډه کې د حاضرو جهاد رهبرانو او مجاهدينو پر ضد داسی قهروونکی وينا واوروله چې د هغوی قهر او غصه يې راوپاروله،ان چې د اوسنی مشرانو جرګی مشر او پخوانی جهادي شخصيت صبغت الله مجددی ورته د (کمونيستې) کلمه وکاروله او نورو لا په نورو ټکو او الفاظو تهديد او ونوموله٠

جويا وروسته د ٢٠٠٥ زيږديز کال د سپتمبر په مياشت کې ولسی جرګی ته د فراه د ولايت د استازې په توګه بريالئ سوه، دې چې په همدې ولايت کې د رايو دوهم لوی اکثريت د ځان کړی ؤ BBC راديو د افغانستان د مخورې(مشهوری) ښځی په نامه وبلله.

دغه ژبه وره استازی چې ډير وختونه د ولسي جرګی پر اجنډا د خپل نظر له اورولو ډډه کوي او له همدغی موقعی څخه په ګټی اخيستلو پر نورو استازو نيوکی کوي او د دوی د محاکمه کولو غوښتنه کوي پدې وروستيو يې له يوه نادولتي بدنامه او پر پښتنی او افغانی فرهنګ ملنډې وهونکی تلويزيون (طلوع) سره په مرکه کې بارلمان(چې د مشرانو او ولسي دواړه جرګې په کې شاملی دي) غوجله وګڼله او د پارلمان استازی يې د غوجلې له څارويو څخه هم بی ګټی وګڼل ددې په وينا چې د غوجلې غوا خو شيدی ورکوي،خر يې بار وړي او سپۍ هم وفادار وي خو د پارلمان (غوجلې) څاروي(استازي)................

 

      پدې توګه نوموړی ټول افغان ولس ته سپکاوی وکړ او دا ولس يی ناپوه او جاهل معرفی کړ چې ګويا دوی داسی چاته رايه ورکړی چې ددې په ګومان د غوجلې څاروي او چارپايان دي٠

د جويا خله چې له لويی جرګی راوروسته چوله سوی هيڅ د پټيدلو څرک يې نه ښکاري ،دا په خپله هره وينا کی له يوه نه يوه اړخه زموږ د خلګو ټاکلي استازي سپين ږيري او مشران توهينوي او د محاکمی غوښتنه يې کوي٠

دا د دی پر ځای چې د دې اولس د سپين ږيرو او استازو احترام وکي د دوی توهين او سپکاوی په خپل نسبتا کوچنی عمر په داسی ډول سره کوي چې د افغاني لا څه چې د انساني کلتور سره منافي ده، انساني ستر کرامت ته سپکاوی دئ،دا داسی ناوړه کلمات ازمويي چې انسان يې ډير ځله په ويلو او اوريدلو د شرم احساس کوي خو دا نيکمرغه چې پرې اموخته ده نو خوند ورکوي٠

اوس که دغه پارلمان هر څه دئ که اولس ټاکلئ او که خپل زور ړنګيدل به يې هغه سترې غميزی رامنځته کي چې به اوسنيو به مو شکر ايستلو ته اړ کړي٠   

تر څو چې لا کومې محکمې د ملامت او سلامت پريکړه نه وي کړی داسی نيغی نيوکیپه استازو او يا مشخصو وکيلانو موږ ته د نوو بدمرغيو مخ راښيي، جويا خپل ځان پخپله داسی قاضي ټاکلئ چې ګواکی هره پريکړه او خبره يې د کاڼي کرښه ده بايد د دې ښودلی قابيل دخلګو بد و ايسي او د دی ښودلی هابيل د خلګو ښه٠

اغلې جويا د دې پر ځای چې د اوسنيو غميزو  د حل نه وروسته بيا د تيرو غميزو په هکله حساب وکي وار له واره يې په تيرو پسې را خيستی د دی پر ځای چې د کندهار،هلمند،غزني،زابل او نورو ولايتونو د بيوزلو او غمځپلو وګړو پر غم اوښکی توی کي، پر عاملينو يې نيوکه وکي، له هغوی څخه د رحم غوښتنه وکي ،د خپلو خلګو د ژوند سوال ورڅخه وکي د نورو مړينو مخه ونيسي لومړی د تيرو مړو حساب غواړي د نويو شهيدانو مړو حساب به ښايي بيا وروسته کوم وخت غواړي٠

نپوهيږم جويا يوازی تاريخ لوستئ او که يه اوس هم ورځنی پيښی څاري له ايرانه  د را شړل سوؤ سرببرو له احواله به خبره وي که يه؟ د ننګرهار،کندهار او هرات د بيوزلو وګړو له مظلومانه شهادته به خبره وي که يه؟ دا په دی اړه ولی څه نه وايي ايا دا پيښی تصادفي او طبيعي دي؟اي عاملين نه لري او که دا ړنده او يا کڼه ده..........

 اغلی خپلی نيوکی او غوښتنی د افغان ملت نظر بولي او په ډاګه وايي چې تر شا می ټول ولس ولاړ دی او د نظر ملاتړ می کويد٢٠٠٧ زيږديز کال په جنوري کې ژبه ورې جويا د خپلی سياسي تګلاری او دی ته د مرګوني اخطارونو په اړه وويل: دوی به ما ووژني خو زما غږ نسي وژلای ځکه چې دا د ټولو افغانو ښځو غږ دی تاسی کولای سئ چې ګل مات کئ ليکن د پسرلي د راتګ مخه نسئ نيولای٠

جويا په لويه جرګه کې له نيوکو وروسته په غرب کې ډيره وپيژندل سوه او په مختلفو سفرونو او مډالونو يې ونازوله چې ځينی يې په لاندی ډول دي:

*د ٢٠٠٤ زيږديز کال په جنوری کې په اروپا کې د افغانانو فرهنګي ټولنې د ميوند د ملالې په ايوارډ ونازوله.

*د همدی کال په ډسمبر کې يې د ايټاليا له لوري د همدی کال د نړيوالی ښځی مډال تر لاسه کئ٠

*نوموړی په ٢٠٠٥ زیږديز کال کې د نوبل نړيوالی جايزی ته هم کانديده وه٠

خدای دی خير کي چې د اوسنيو نيوکو وروسته به لا څومره ونازول سي٠

                                                         پای

+  30 May 2007ساعت 3:27 PM  ليکونکی نسيم پسرلی