تبليغاتX
د نسيم پسرلي هركلی ومنئ لنډه پيژندنه: نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي. اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم. مننه
وطنه نور دې په رګو کې وينه پاته نه ده × که د سمون مينه پيدا سي مينه پاته نه ده
ټوله ليدني:
پر ليکه ليدونکي:


د نسيم پسرلي هركلی ومنئ







خپله لنډه پيژندنه:

 

                                                                                 نسيم پسرلی


نوم مى محمدنسيم پسرلى دى او دمحمدنعيم زوى يم ، دآسيا په زړه كي دغزني ولايت داندړو د ولسوالۍ اوسيدونكۍ يم ، خپلي لومړنى او منځنى زده كړى مى دهجرت په دوران كې دګاونډي هيواد پاكستان دپيښورپه ايالت كې دحضرت قيس بن سعد په ليسه كې پاي ته رسولي دي.
اوس دكابل پوهنتون دژبواو ادبياتو دپوهنځى په انګليسي څانګه كې خپلي لوړي زده كړى تر سره كوم.
لا له كوچنيوالي مى له شعر او ليكوالي سره ليونۍ مينه وه خوله دووكلو راهيسي مى پتييلى چې دشعر په ليلا ځان بدنام كړم او دكاغذ مخ هم پري تور كړم، دشعر له خاموالى به مى پوه سۍ چې زه د دى ډګر نابلد او بي تجربي لوبغاړۍ يم خو هيله ده د پخى تجربى لرونكي مى وهڅوى او لار ښوونه راته وكړي.

مننه

+  12 May 2007ساعت 10:53 AM  ليکونکی نسيم پسرلی  | 


زوى مى پيسې مى...

 

                                              نسيم پسرلی


په دغې ورځ هم د سفارت مخته په لسګونو وګړي را ټول سوي وؤ ټول د همدې ولس وګړي وو خو توپير يې دا ؤ چې خير يې غوښت دوى د خپل ځان او اولاد خير غوښت، د خپل پت او عزت خير...خو له داسې چا څخه چې په دې نامه يې ښايي هيڅ نه پيژندل، غوږونه يې ښايي ډير لرې ترې ساتل سوي وؤ.
دا يې څومه ورځ وه چې دوى د دې سفارت مخ ته پريښودل كيدل دوى ته به ښايي دا د ډيرى خوښۍ وړ ښكاريده چې دادى په خپل هيواد يې نن څوك د دې بهرني سفارت مخ ته پريږدي، ما ته هم ډيره عجيبه ښكاريده خوښ وم چې هيوادوال مې چا د دې سفارت مخته پرېيښي او څوك ورته د لرې كيدلو هم نه وايي.
دا سر ببري هغه وګړي ؤ چې خپلو خپلوانو ته يې مرمۍ دلالې سوى وې او هغو يې پر امريكايانو په پور پلورلي ؤ د ننګرهار په هټئ كې يې دوى له دنيا څخه پيرلي ؤ ښايي د چا د خوښولو او يا د چا د خوا بدي كولو لپاره.
اوس دې بشر خوښو ځواكونو ورته د پور  ور كولو اعلان كړى ؤ د هر كس په بدل كې دوه زره امريكايي ډالر...هوكې! دوه زره امريكايي ډالر...
دغو خلګو خپلى پيسى واخيستې او ولاړل له ډيره ځنډه وروسته يوه زړه ښځه چې يوه زړه چادرې يې پر سر وه او نارې سورې يې وهلې د سفارت په مخ كې د بشرپالو امريكايي ساتونكو له خوا د لاس په اشاره ودرول سوه او  د what? What په ځواب كې يې د اوښكو په تويولو سره خپل شكايت اوراوه چې ګران زوى مې ستاسو ځواكونو را شهيد كړ اوس يې بدل راكړئ، دې لا خپل عذر اوراوه چې يوه چې ژباړونكى ښكاريدئ وويل: ځه ولاړه سه دوى چې څومره وژلي وو تاوان يې وركړ تاسې په كور كې د مړو سوو تاوان هم له خپلو دوستانو څخه  اخئ...
ښځې چې د خپل شكايت ځواب اوريدلى ؤ داسې يې ګڼله چې د دې ورځى ليدلو ته به پيدا وه نو، له ناكامه روانه سوه له ځانه سره يې همدا ويل چې زوى مى پيسې مى، زوى مى پيسې مى...
له پيسو خو ېې زياتي لاس مينځلى ؤ خو زوى يې دا لا نه پريښودله دا لا په چرتونوكې روانه وه چې تيندك يې وخوړ له خولې يې وينې راغلې او له دنيا سره يې زياتي خداى په امانۍ كاوه چې هماغه سړي چې شيبه وړاندى يې ځواب وركړى وو ږغ پرې وكړ:واخله د زوى تاوان دې واخله خو دې د وروستي ځل لپاره دا االفاظ تكرارول: زوى مى پيسې مى،زوى مى پيسې مى....

+  12 May 2007ساعت 10:47 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


 مناجات

 

                                                                                   نسيم پسرلی


دى غــمونوانديـښنوكــي يــو اخــــتر له خــدايه غـــواړو
دهجـران پــه توروشــپوكي سپـيـن سحر له خدايه غــــواړو
څـنګه دی مـيشته كـــړو د ســـتي اور پــه لــمبو كـــي مـونږ
تــا رقــيب وړ د ســقر ته ســورســقر لـه خـدايــه غـــواړو
ســرابــونــه مــعـلـومــيږي بــيابان دى مــونــږه ورك يـــو
هـــم مـزل او مــنـزل ورك دى خــړرهــبر له خـدايه غـــواړو
زيــاتـي لــري ســوو پـــردي سـو نــور دجـهـل ســووبـلـلي
پيغمبر دى راليږي نور پيغمبر له خدايه غواړو
چې غماز مو ليونى سي داجل په كورشيدا
مونږدميني ليوني داسي خنجر له خدايه غواړو
دها وران ګودرپه خواكي پرون ټول مين جرګه سوو
سوه معلومه دجانان زړه كي مقر له خدايه غواړو
نه څه شورسته نه پيغورسته نه کيسي د زر ورو
كشكي بيا پر حق جګړه سي روڼ لښكر له خدايه غواړو
سوو د چا تمي ته پاته چې زارى هم په زارى كړو
خداي دى مړي راژوندي كړي يو اكبر له خدايه غواړو
چې پرون يي ازاركړى ؤ مظلوم په دار ختلى
مونږپه دى مالت كي هم هغه منظر له خدايه غواړو
مونږ دى زرواره قربان سو چې ازاد سې دا توكل دى
درواري دى سو وطنه!نه چې سر له خدايه غواړو
يو غمونه يو تياره سي او غمونه دجانان هم
نور سپوږمى زياتي توريږى شپه كي لمر له خدايه غواړو

 

۲۰۰۷\۰۴\۲۷
۱۳۸۶\۰۲\۰۷

+  12 May 2007ساعت 10:39 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


مغرور انسانه!

 

                                                                                 نسيم پسرلی


دغروراوتكبرنه ډك انسانه ! په څه باندى مغروريى حال داچې ډير نورخداي پيدا كړى انسانان به له تا څخه په علم ،مال او اخلاقو كي ډير اوچت وي او دغرور څښتنان به نه وي.كبر او غرور دمخلوق سره نه ښايى ،دمخلوق له خالق اوپيدا كوونكي سره ښايى،نو ته ولي د خپل خالق پر ځاى كبر اوغرور اختياروى،حال داچې ستا شان او مرتبه دكبر سره نه جوړيږى،او وړ يى هم نه ګڼل كيږى.آيا ستا سره دافكر دى چې مرګ به ستا په لوري نه در درومي اوستا ملګرۍ به نه سي؟يه!بلكي ته هم دهغې كوټنۍ(قبر)په لوري تلونكى، دمرګ په رنځ اخته كيدونكى اودژوند سپارونكى يي.

+  12 May 2007ساعت 10:20 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


خلګ څلور ډوله دي:

 

                                                                                                       نسيم پسرلی

 

هغه چي نه پوهيږي او نه پوهيږي چي نه پوهيږي هغه احمق دي، ځان ترى لرې وژغوره .
هغه چي نه پوهيږي خو نه پوهيږي چي نه پوهيږي هغه ساده دى، ويي پوهوه.
هغه چي پوهيږي خو نه پوهيږي چي پوهيږي هغه ويده دى ، راويښى يي كړه.
هغه چي پوهيږي او پوهيږي چي پوهيږي هغه هوښيار دى، پيروي يي وكړه.

 

                                 له انګليسي ادبياتو څخه.

+  12 May 2007ساعت 10:10 AM  ليکونکی نسيم پسرلی 


زړه هنداره او نوي مخونه

 

                                                                                                      نسيم پسرلی


ﻻچې شوروي اتحاد دګران افغانستان خوړلو او هضمولوته خپله خوله او معده نه وه تياره کړې، لسيزې وړاندې ترې د هماغه دور ستر زبر ځواک ددی هيواد له اتلو ميړنيو سره دزور آزموينه کوله . انګريزانو غوښتل ددې هيواد په هنداره کې دخپل زور اصلی مخ ﻻصاف ووينې خو دغه بدمرغه وګړې په دی نه پوهيدل چې په دغه هنداره کی يوازې ددې خپل وګړې سم ښکاريږې اونورو ټولو پرديو ته يی رنګ هميش تريخ او چپه ورښودلى د انګريزانو دتيری او ددوی دوتلو ترمنځ کلونه دی چی دافغان باتور ولس يې ﻻ پسی هسک سرۍ کړ او دتل لپاره يی ددښمنانو په زړونو کې تور داغونه خښ کړل . دنيکونو له دغه وياړ وروسته تر (١٣٥٨هـ ل) کال پورې شوروې اتحاد دافغانانو دغه تقريبأ ټول هير کړۍ ؤ اوداسې يې وپتيله چې دخپلې منحوسې اوکرغيړنې نظريې (کور ،کالي ، ډوډۍ )دپلې کولو لپاره زمونږ ولس او خاوره استعمال کړې نو يې په ډيره سپين سترګې سره زمونږ دولس په سترګو کې دخاورو اچول پيل کړل او دڅټک ، لور په نامه يې ددې هيواد دترڅه حده نيکمرغه وګړو اسلامې نظريې ريبلو ته ﻻس واچاوه . خود دې ولس وګړو چې دخپلی نظريې له بدلولو څخه يې انکار کاوه هغه بدې ورځې يې وليدلی  چې نړۍ به دداسی صحنو ډيره کمه شاهده وې .
کله چې وحشې روسانو دخپل وحشت توپان راپه مخه کړ نو يې زمونږ دولس ځوانان ، سپين ږيرې ،تورسرې ،اودډيرو نورو طبقو وګړي يې له ځانه سره د ابد دنيا ته  يوړل او هملته يې انتظار کړل . له دی ظلمونو سره سره د تورې شپې نه پس  د سهار د راتګ وړانګې د هيواد په افق کې راښکاره شوې . مظلوم وګړي پاڅيدل ،روان شول او توپان شو،وګړو له ظلمه د خلاصون غږ پورته  کړ او له غلامۍ نه د خلاصون او د آزادۍ د راتګ  دوعاګانو غوږونه کاڼه کول .خوقسمت خپلې پريکړې اورولې ، د حق پر باطل غالبيدل پيل شول،وينه زوروره او توره کمزورې شوه ،روسانو خپل غوړولى ټغر ټوﻻوه اومجاهدو افغانانو د دوی د پښو وهلو هڅه کوله ، روسانو هم خپله څيره ستړې اونه بريالۍ کيدونکې وليده او له ډيرو ستونزو وروسته له دی هيواد څخه ووتل په مخه دې ښه وې .
شرق ﻻ خپل پنډونه نه وه تړلي چې غرب د دوی د ځای نيولو پلانونه جوړول ، دوى په داسی نامه په دې هيواد راننوتل چې ځينو کړيو او وګړو د دې نامه په اوريدو د دوى په نظر د دغو ښاغلو تود هرکلى وکړ  او ښه راغلاست يې ورته ووايه .دغو غربيانو د بيا ودانولو له نامه  څخه بوس جوړ کړل اوتری ﻻندې اوبه تيروې  ، هيواد ته دبد بختۍ د راروان کاروان ساﻻر شو ، هيواد ته يې دايډز ناوې راواده کړه ،زمونږ اسلامي اوافغاني فرهنګ ته يې د غير اسلامې اوپرديو فرهنګونو دخولې اوبه وروڅښلې ، اوداسی نورې بدبختۍ يې ولورولې چې يوه ټولنه د دوزخ پر څنډه دروې .غرب چې د شرق ماته ملا په خپلو سترګو ليدلې وه ، بيايې هم  زړه دغه هيواد ته راوهڅاوه  او ويې غوښتل چې د دې هيواد په تاريخې هينداره کې خپله څيره وګورې ، دا چې  دغه هنداره به دوی ته خپل شکل روغ وروښيي اوکه يه؟ خوګمان دادۍ چې دوۍ به هم  په روغو تڼيو خلاص نه شې  ځکه چې يواځې مخونه بدل شوې خو هنداره هماغه زړه هنداره ده .

+  12 May 2007ساعت 10:6 AM  ليکونکی نسيم پسرلی